د خیبر اوسېدونکو د یوه کس د وژنې ضد پرلت وهلی دی

د سیمې اوسېدونکي تور پورې کوي چې بلال اپرېدی د فبرورۍ پر پینځمه د پولیسو او امنیتي ځواکونو په ډزو کې ووژل شو.

په خیبر کې لسګونه خلکو د یوه کس د وژنې په غبرګون احتجاجي ناسته پیل کړې ده او له انتظامیې څخه د پېښې د پلټنو غوښتنه کوي.

د سیمې اوسېدونکي تور پورې کوي چې د باړې اوسېدونکی بلال اپرېدی د فبرورۍ پر پینځمه د پولیسو او امنیتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوی دی.

د خیبر ضلعې د پولیسو یوه چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، د فبرورۍ پر پینځمه غرمه مهال امنیتي ځواکونو او پولیسو د جمرود پر تخته بېګ پوستې یوه ګاډي ته د درېدو اشاره وکړه خو هغه و نه درېد.

دی وايي، د ګاډي د نه درېدو په غبرګون کې سرتېرو ورباندې ډزې وکړې چې پکې په غلطۍ یو لاروی بلال اپرېدی ولګېد.

د پولیسو چارواکی زیاتوي چې په ګاډي کې دوه کسان ناست ول او په تېښته کې بریالي شول، خو اپرېدی ووژل شو.

د سیمې خلکو د فبرورۍ پر پینځمه د بلال اپرېدي تابوت د خیبر درې پر لاره کښېښود او پرلت یې وواهه.

د سیمې اوسېدونکي وايي چې اپرېدی د باړې د بر قمبرخېلو اوسېدونکی وو چې د پېښور په رېګي ماډل ټاون کې به یې د شپې مزدوري کوله. د دوی په خبره، نوموړی له کاره کور ته پر لاره وو چې د پېښې ښکار شو.

د هغه تر وژنې وروسته د سیمې اوسېدونکو او فعالانو د اپرېدي مړی په جمرود کې د خیبر درې پر لاره ایښی دی او غوښتنه کوي چې لومړی دې امنیتي ځواکونه د هغه وژنه تایید کړي او بیا دې د خیبر د پولیسو مشر او نور لوړپوړي چارواکي له مظاهرچیانو سره خبرې وکړي.

د خیبر انتظامیې، پولیسو او امنیتي ځواکونو تر اوسه د پېښې او احتجاج په اړه رسمي دریځ نه دی ورکړی.

دا پېښه په داسې حال کې شوې ده چې په وروستیو کې د تخته بېګ پر پوستې په وسلوال برید کې پولیسو ته مرګژوبله واوښته.

د جنورۍ ۱۹مې په حمله کې دوه پولیس ووژل شول او د پوستې ودانۍ ته زیان واوښت. تحریک طالبان پاکستان د حملې ذمه واري منلې وه.