په خيبر کې د یوه کس تر وژنې وروسته پیل شوی پرلت له امنیتي چارواکو سره تر خبرو اترو وروسته ختم شوی دی.
د خیبر سیاسي اتحاد مشرانو او ځايي پارلماني استازیو د فبرورۍ پر پنځمه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې له انتظامي او امنیتي ځواکونو چارواکو سره تر بریالیو خبرو اترو وروسته یې احتجاج پای ته رسولی دی.
دوی وویل چې د وژل شوي ۲۵ کلن بلال اپرېدي مړی د خیبر درې له لارې پورته کړل شوی او خپل کلي بر قمبر خیلو ته وړل شوی دی.
د احتجاجي پرلت یوه مشر او د قومي اسمبلۍ یو پخوني غړي اقبال اپرېدي وویل چې د مذاکراتو پر وخت ریاستي ادارو خپله غطلي تسلیم کړې او د دوی غوښتنې یې منلې دي.
د ده په وینا، د خیبر سرکاري چارواکو د بلال اپرېدي کورنۍ ته د ۳۰ لاکو روپیو ورکول منظور کړي او د فرورۍ پر اوومه به د هغه کور ته ننواتي ورځي. ځايي مشرانو ویلي چې پرلت یې د وژل شوي بلال اپرېدي د کورنۍ په غوښتنه ختم کړی دی.
يو شمېر ځايي اوسېدونکيو د فبرورۍ پر پینځمه ترهغې وروسته پرلت پیل کړ چې کله د دوی په وينا، امنيتي ځواکونو يو ځايي کس په ډزو وواژه.
د سیمې اوسېدونکيو تور پورې کړی وو چې د باړې اوسېدونکی بلال اپرېدی د فبرورۍ پر پینځمه د پولیسو او امنیتي ځواکونو په ډزو کې وژل شوی دی.
د خیبر ضلعې د پولیسو یوه چارواکي چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته وویل، د فبرورۍ پر پینځمه غرمه مهال امنیتي ځواکونو او پولیسو د جمرود پر تخته بېګ پوستې یوه ګاډي ته د درېدو اشاره وکړه خو هغه و نه درېد.
دی وايي، د ګاډي د نه درېدو په غبرګون کې سرتېرو ورباندې ډزې وکړې چې پکې په غلطۍ یو لاروی بلال اپرېدی ولګېد.
د پولیسو چارواکی زیاتوي چې په ګاډي کې دوه کسان ناست ول او په تېښته کې بریالي شول، خو اپرېدی ووژل شو.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې اپرېدی د باړې د بر قمبرخېلو اوسېدونکی وو چې د پېښور په رېګي ماډل ټاون کې به یې د شپې مزدوري کوله. د دوی په خبره، نوموړی له کاره کور ته پر لاره وو چې د پېښې ښکار شو.
د هغه تر وژنې وروسته د سیمې اوسېدونکو او فعالانو د اپرېدي مړی په جمرود کې د خیبر درې پر لاره ایښی دی او غوښتنه کوي چې لومړی دې امنیتي ځواکونه د هغه وژنه تایید کړي او بیا دې د خیبر د پولیسو مشر او نور لوړپوړي چارواکي له مظاهرچیانو سره خبرې وکړي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین هم سره له خپلو ګڼ شمېر ملګرو په دې پرلت کې د ګډون لپاره هلته ورغلی وو.
خیبر کے علاقے تختہ بیگ میں مقامی نوجوان بلال کو سیکورٹی فورسز نے گولیاں مار کر شہید کر دیا ہے۔ریاستی اداروں کا پشتونوں کے قتل کا سلسلہ بدستور جاری ہے۔لاش روڈ پر رکھ کر لوگ احتجاج کر رہے ہیں ابھی ہم دھرنے میں شریک رہے پشتون عوام ریاستی ظلم جبر سے بے انتہا تنگ ہے۔دھرنہ جاری ہے pic.twitter.com/iwOUdcBc1a
— Manzoor Pashteen (@ManzoorPashteen) February 5, 2023
دا پېښه په داسې حال کې شوې ده چې په وروستیو کې د تخته بېګ پر پوستې په وسلوال برید کې پولیسو ته مرګژوبله واوښته.
د جنورۍ ۱۹مې په حمله کې دوه پولیس ووژل شول او د پوستې ودانۍ ته زیان واوښت. تحریک طالبان پاکستان د حملې ذمه واري منلې وه.