د خیبر چارواکي وايي د ضلعې امنیت لپاره یې اقدامات کړي دي

سږ کال په جنورۍ کې په خیبر کې پر امنیتي پوسته د ځانمرګي برید وروسته پولیسو د پېښې ځای ګوري ـ د ۲۰۲۳زکال د جنورۍ ۲۰مې انځور.

د خیبر چارواکي وايي، د ناامنۍ مخنيوي لپاره یې د هغې ضلعې په حساسو ځايونو کې سرتېري ځای پر ځای کړي دي.

د خیبر پولیسو وياند ظهير اپرېدي د مې پر ۲۷مه مشال راډيو ته وويل چې په لیرې پرتو سيمو کې یې د وسلوالو د منظمېدو مخنيوي لپاره امنيتي تدابیر نيولي دي.

د هغه په وينا، په امنیتي تدابيرو کې د استخباراتي معلوماتو ټولول او پر لارو چېک پوسټونه زیاتول شامل دي. ''د ضلعې په داخلي او خارجي لارو څارنه زیاته شوې ده. د مشکوکو خلکو باقاعده لټون کېږي. د تورو ښيښو والا ګاډي نه پرېښوول کېږي. مشکوک ګاډي هم ګورو. پوستې زیاتې شوې دي. په سپينو جامو کې پولیس معلومات غونډوي. د شپې ګشتونه زیات شوي دي. د امنيت لپاره مو کوټلي ګامونه اخیستي دي.''

دا په داسې حال کې ده چې د خیبر پښتونخوا په یوشمېر سیمو او په ځانګړې توګه قبایلي ضلعو کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي او په مې میاشت کې پر امنیتي ځواکونو یوشمېر وسلوال بریدونه وشول.

دا هم وګورئ:

په خیبر او هرنايي کې د ۲ پولیسو په ګډون ۴ تنه وژل شوي ديپه ډېره اسماعیل خان کې ځانمرګي برید ۲۳ سرتېري ژوبل کړي په شمالي وزیرستان کې د نجونو ښوونځیو ړنګولو ضد مظاهره شوې ده

د روانې میاشتې پر ۲۵مه په تیرا کې د پولیو د واکسیني ډلې پر ساتونکو په برید کې درې پولیس سرتېري ژوبل شوي ول.

دا راز د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د مې پر ۲۷مه په ځانمرګي بريد کې ۲۳ سرتېري ژوبل شول. تر دې مخکې د مې پر ۲۴مه د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې پر امنیتي پوستې په ځانمرګي برید کې د درو سرتېرو په ګډون څلور تنه ووژل شول.

د مې پر ۲۱مه شپې مهال وسلوالو په میرلي کې د نجونو دوه ښوونځي په بارودو والوځول. تر دې شاوخوا یوه اوونۍ مخکې د مې پر ۱۵مه په میرلي کې په ځانمرګي برید کې پینځه پوځیان او درې ولسي وګړي ژوبل شوي ول. د هغه برید ذمه واري تحریک طالبان پاکستان ډلې منلې وه.

د خیبر پښتونخوا صوبې ولسي وګړو، سیاستوالانو او فعالانو زیاتېدونکې ناامنۍ پرضد پراخې مظاهرې، جرګې او لاریونونه کړي دي.

په همدې حال کې پولیسو او امنیتي ځواکونو هم د وسلوالو پرضد عملیاتو ته دوام ورکړی دی. د پاکستان د پوځ ویاند جنرال احمد شریف چودري د اپرېل پر ۲۵مه په راولپېنډۍ کې یوې خبري غونډې ته وویل، په پاکستان کې پوځ، پولیس او نورې امنيتي ادارې هره ورځ تر ۷۰ زيات عمليات کوي.