د خيبر پښتونخوا د پولیسو مشر د خاصه دار او لېویز ځواکونو د سرتېرو سروېس سټرکچر منظور کړی

په خیبر کې د خاصه دار ځواک سرتېري د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

د خيبر پښتونخوا د پوليسو مشر وايي، د قبایلي ضلعو د خاصه دار او لېویز ځواکونو د غړو د دندو د جوړښت او نظام چارې (سروېس سټرکچر) یې منظور کړی دی.

د پولیسو مشر اختر حيات خان ګنډه پور د مارچ پر ۱۱مه پر ټوېټر په یو ویډیويي بیان کې ویلي چې اوس یې په دې اړه نور کار صوبايي حکومت ته سپارلی دی. د هغه په وینا، اوس به د قبایلي ضلعو د خاصه دارو او لېویزو هم د صوبې د نورو برخو د پولیسو په څېر مراعات وي او هم به یې ترقۍ کېږي.

په ۲۰۱۸ز کال کې په خیبر پښتونخوا له ګډېدو سره د پخوانیو قبایلي سیمو د خاصه دارو او لېویز ځواکونو په زرګونو سرتېرو د دې غوښتنې لپاره په وار وار غږ پورته کړی وو او په دې لړ کې څو ځلې مظاهرې هم کړې وې.

د حکومتي شمېرو له مخې، په هغه صوبه کې خواشا ۲۹،۰۰۰ کسان د خاصه دار او لېويز ځواکونو غړي دي چې په ۲۰۱۹ز کال کې په قانون کې له بدلون سره په پولیسو کې شامل شول.

د ليویز او خاصه دارو د اتحادیې مشر حبيب الله چې له ډېر وخت راهیسې د خپل سروېس سټرکچر او حقونو لپاره احتجاجونه او هلې ځلې کوي، وايي چې د حکومت دغه نوی اعلان پر ښه لوري قدم دی خو لا هم ځيني مسايل بايد حل شي.

هغه د مارچ پر ۱۱مه له مشال راډيو سره په خبرو کې زیاته کړه چې د نوي سټرکچر مسوده باید ورسره شريکه شي. دی وايي، د پولیسو مشر چې ورسره د مسودې متن شریک کړي نو "تر هغه وروسته به پرې ښه بحث وکړای شي."