په سوات کې د یوې ښځې او یو سړي مړي موندل شوي دي

په پاکستان کې فعالان وخت په وخت پر ښځو د تشدد، بریدونو او د هغوی د حقونو لپاره مظاهرې کوي - پخوانی انځور.

پولیس وايي، د خیبر پښتونخوا په سوات کې یې د یوې ښځې په ګډون د دوو تنو مړي موندلي دي چې ښايي د "ناموس په نوم" وژل شوي وي.

د سوات د کبل تحصیل د شاه ډېري تاڼېدار محمد عارف د سېپټېمبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې د یوې واده شوې ښځې او یو سړي مړي یې د سېپټېمبر پر ۱۸مه شپې مهال د بر کلي ناران په یو کور کې موندلي دي.

دی وايي چې پولیسو د هغې ښځې لېور د وژنو په تړاو نیولی دی او ورڅخه یې یو کلاشنیکوف هم ترلاسه کړی دی.

عارف وايي چې له لومړنیو تحقیقاتو ښکاري چې هغه د "ناموس په نوم" وژنې وې خو زیاتوي چې په دې اړه یې پلټنو ته دوام ورکړی دی.

دا پېښه تر هغې دوه ورځې وروسته شوې چې پولیسو په اېبټ اباد کې پر یو سړي د خپلې خور د وژنې تور پورې کړ. د هغې نجلۍ مور هم دعوه وکړه چې هغه د "ناموس په نوم" وژل شوې ده.

دا هم وګورئ: پولیس: اېبټ اباد کې یو سړي خپله خور وژلې ده

په پاکستان کې وخت په وخت دا ډول وژنې کېږي چې پرضد یې فعالانو په بیا بیا مظاهرې کړې دي. د اګست پر اوومه د اسلام اباد پولیسو د هغه ښار په ترنول کې د خیبر پښتونخوا د هنګو د یوې ښځې او سړي د وژنې خبر ورکړی وو. پولیسو په بیان کې ویلي ول چې هغو دواړو کسانو د کورنۍ له رضامندۍ پرته واده کړی وو او له کورونو تښتېدلي ول.

تر دې مخکې د سېپټېمبر پر درېیمه په بونېر کې د ښوونځي یوه استاده له واده څخه د انکار له وجې وژل شوې وه. داراز، د جولای پر ۱۱مه د خیبر پښتونخوا په صوابۍ کې یو سړي له رشتې څخه د انکار پر سر خپلې درې خویندې ووژلې.

د پاکستان د بشري حقونو کمېشن وايي چې په هغه هېواد کې هر کال تر ۱،۰۰۰ زیاتې ښځې د 'ناموس په نوم' وژل کېږي.

کمېشن په وروستیو کې په خپل کلني رپورټ کې ویلي ول چې په ۲۰۲۳ز کال کې په خیبر پښتونخوا کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۳۸۷ پېښې ثبت شوې چې پکې ۲۹۵ ښځې وژل شوې وې.

د پاکستان حکومت په ۲۰۲۰ز کال کې د 'ناموس' په نوم د وژنو مخنيوي او مجازاتو په قانون کې بدلون وکړ چې پکې راغلي چې په هغو ډول پېښو کې به ریاست (دولت) د تورن کس پر ضد د مقدمې فریق یا لوری کېږي او قضیه به پرمخ وړي.