پوځ په شمالي وزیرستان کې د ۷ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده

پوځي سرتېري د شمالي وزیرستان په میرامشا کې د ګزمې پر مهال - پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ د خيبر پښتونخوا د شمالي وزیرستان په دوو برخو کې د عملیاتو پر مهال د اووه مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوه کړې ده.

د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ډېسېمبر پر ۱۱مه په بيان کې ويلي دي چې امنیتي سرتېرو پر هم هغه ورځ د شمالي وزیرستان په میرامشا او سپینوام کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات وکړل چې پر مهال یې له وسلوالو سره نښتې وشوې.

بیان وايي چې په میرامشا کې د عملیاتو پر مهال په نښته کې څلور او په سپینوام کې په نښته کې درې مشکوک وسلوال ووژل شول.

ای اېس پي ار ویلي دي چې په سپینوام کې په نښته کې د پوځ یو سرتېری هم ووژل شو.

پوځ د وژل شویو مشکوکو وسلوالو پېژندګلوي او تړاو نه دی په ډاګه کړی او تر اوسه کومې وسلوالې ډلې هم د پوځ د دعوې په غبرګون کې څه نه دي ویلي.

د پاکستان پوځ وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي. ای اېس پي ار روانه میاشت د خیبر پښتونخوا په ټانک، شمالي او جنوبي وزیرستان، لکي مروتو او په ټل کې د استخباراتي معلوماتو پر مهال په عملیاتو او نښتو کې د لسګونه مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کړې دي. پوځ وايي چې د ډېسېمبر پر اوومه په ټل کې د عملیاتو پر مهال په نښته کې شپږ سرتېري هم ووژل شول.

البته په تېرو وختونو کې د عملیاتو پر مهال ولسي وګړو ته هم مرګژوبله اوښتې ده او د بېلابېلو ضلعو خلکو ګیله کړې چې امنیتي ځواکونه یې د لټون عملیاتو پر مهال ځوروي. د بر جنوبي وزیرستان د بدر اوسېدونکو د ډېسېمبر پر اوومه مشال راډیو ته ویلي ول چې امنیتي ځواکونه تر وسلوالو بریدونو وروسته عام خلک ځوروي.

تر دې مخکې، د نومبر پر ۲۹مه امنیتي او استخباراتي چارواکو مشال راډیو ته ویلي ول چې د بنو په بکاخېلو کې یې په عملیاتو کې اته مشکوک وسلوال وژلي او پکې یې یو سرتېری هم وژل شوی دی.

خو تر هغو عملياتو وروسته ځايي ولس دوه ورځې احتجاج کړی وو او ویلي یې ول چې په غوړه بکاخېلو کې د امنیتي سرتېرو په عملیاتو کې د سیمې خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده او يو کس پکې وژل شوی او دوه ژوبل دي.

البته د خیبر پښتونخوا ضلعي او امنیتي چارواکي وايي چې د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو خوندیتوب ته پام کوي.

په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې ده. د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې په نومبر کې په ټول هېواد کې د "ترهګرۍ په پېښو" کې د امنیتي سرتېرو په ګډون له ۲۴۰ زیات کسان وژل شوي دي.

د راپور له مخې، په وژل شویو کې ۶۸ امنیتي سرتېري هم شامل دي، چې دا د روان کال په یوه میاشت کې د سرتېرو تر ټولو زیاته مرګژوبله ده.

راپور زیاتوي چې خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ له کبله تر ټولو زیاته اغېزمنه صوبه ده او نومبر د روان کال یوه له خونړیو میاشتو څخه وه.

خو د خیبر پښتونخوا او پاکستان حکومتونه وايي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دي او په دې لړ کې یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی. د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ډېسېمبر پر پینځمه د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر په مشرۍ د قول اردو قومندانانو یا کور کمانډرانو او نورو لوړپوړو قومندانانو تر غونډې وروسته په بیان کې یو ځل بیا په هېواد کې د "ترهګرۍ پرضد د مبارزې هوډ" تکرار کړ.