ملي جمهوري غورځنګ پر محسن داوړ د برید پر ضد مظاهرې کړې دي

د ملي جمهوري غورځنګ پلویان د جنورۍ پر څلورمه د کراچۍ پریس کلب مخې ته مظاهره کوي.

د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) غړو او پلویانو په کراچۍ، کوټه او مردان کې پر خپل مشر محسن داوړ د برید پرضد احتجاجونه کړي دي.

د جنورۍ پر څلورمه په کراچۍ کې د ګوند د سیند څانګې مشر محمد شېر مسید د احتجاج پر مهال له مشال راډیو سره په خبرو کې د پاکستان له حکومته وغوښتل چې پر داوړ دې په برید کې ککړ کسان د قانون منګولو ته وسپاري.

هغه وویل "موږ دا غوښتنه کوو چې په دې کې چې څوک هم ککړ دي ورسره دې حساب وشي. دا ډالري جنګ دی او په دې کې سراسر نقصان زما د پښتونخوا د وطن خلکو دی، زما د خاورې دی."

د اېن ډي اېم او ځینو نورو ګوندونو سیاستوالانو وویل چې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ملتپاله ګوندونو مشران او غړي له زیاتېدونکي ګواښ سره مخامخ دي. دوی له حکومته وغوښتل چې د فبرورۍ اتمې د عامو انتخاباتو لپاره دې د کیمپېن پر مهال د نوماندانو امنیت باوري کړي.

په احتجاج کې شریک د پښتونخوا نېشنل عوامي پارټۍ د کراچۍ مشر صديق اغا مشال راډيو ته وويل، دراتلونکو انتخاباتو لپاره په ټول هېواد کې سياسي هلي ځلي روانې دي خو د خيبر پښتنو نخوا او بلوچستان په پښتون مېشتو سيمو کې د ملتپاله ګوندونو پر مشرانو بريدونه کېږي.

نوموړي تور پورې کړ چې تر يوې منصوبې لاندې پښتانه مشران له سیاسي هلو ځلو لېرې ساتل کېږي.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

محسن داوړ: د شمالي وزیرستان امنیتي چارې دې پولیسو ته وسپارل شي

هلته په کوټه کې د اېن ډي اېم پلويانو په مظاهره کې شریک د هغه ګوند د بلوچستان صوبې يو مشر نويد الرحمان مشال راډيو ته وويلچې د ۲۰۱۸ز کال د عامو انتخاباتو پر مهال هم پر پښتنو ملتپالو مشرانو بريدونو شوي ول او اوس يوځل بيا پښتانه په نښه دي او دا لړۍ دې ودرول شي.

د ګوند په وينا په اسلام اباد، پېښور او لورالايي په ګډون د هېواد په بېلابېلو برخو کې هم احتجاجي مظاهرې کوي او د احتجاج دا لړې به د جنورۍ تر اوومې روانه وي.

دا مظاهرې تر هغې وروسته شوې دي چې د شمالي وزيرستان پولیسو مشال راډيو ته ويلي چې وسلوالو د جنورۍ پر درېيمه د میرامشا په تپي سیمه کې پر محسن داوړ د انتخاباتي کيمپېن پر مهال ډزې وکړې چې پکې هغه او ملګرو ته یې زیان و نه رسېد.

داوړ تر پېښې وروسته وروسته پر خپله اېکس پاڼه ولیکل چې په تپي کلي‌ کې ورباندې دوه ځلې برید وشو. د نوموړي په وينا، تر دوو ساعتونو پورې ډزې روانې وي او هلته ولس، د ګوند غړو او پولیسو د وسلوالو پر ضد ځوابي ډزې وکړې.

داوړ تر برید وروسته په تپي‌ کلي کې خپلو پلويانو ته وینا وکړه او زیاته یې کړه چې "دا ښايي اخري حمله نه وي خو د وطن لپاره قربانۍ" ته تیار دی او هېڅوک یې د ترهګرو د ملاتړو پر ضد له مبارزې نه شي ګرځولای.

محسن داوړ د جنورۍ پر دريېمه له مشال راډيو سره په مرکه کې وويل چې ورباندې د شوي برید لامل دا دی چې نوموړی "په سيمه کې د مصنوعي جنګونو خلاف" دی.

هغه وویل، له سیاسي او سوله ییزې لارې به د سختدريځۍ او ترهګرۍ پر ضد کار ته ادامه ورکوي. "هغوی چې پر موږ بریدونه کوي، باید دا خبره له ذهنه وباسي چې موږ به په شا شو. موږ به ولس پر دې پوهوو چې له ټوپک کرکه وکړي، د جنګ خشاک جوړ نه شي او څوک يې د خپلو ناوړه ګټو لپاره ونه کاروي."

ملي جمهوري غورځنګ او د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ مشر علي وزير په شمول ګڼو سیاستوالانو په بېلابېلو بیانونو کې پر دواړ د برید غندنه کړې او پلټنې یې غوښتې دي.

پر داوړ او ملګرو یې د برید ذمه واري لا چا نه ده منلې.

محسن داوړ د پاکستان پر پوځ د نيوکو لپاره پېژندل کېږي. نوموړی پر هغوی تور پورې کوي چې د وسلوالو په وړاندې مبارزه کې توپيري چلند کوي.

خو د پاکستان حکومت او پوځ دا نه ده منلې او وايي چې له ترهګرو سره په جنګ کې یې په زرګونو سرتېري وژل شوي دي.

محسن داوړ چې پخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی وو، د خپل دريځ او په دې اړه د ويناوو له امله څو ځلې بندي شوی هم دی.

پر محسن داوړ حمله په داسې حال کې شوې چې د پاکستان ګوندونه او سیاستوالان د فبرورۍ پر اتمه د کېدونکو عامو انتخاباتو لپاره کیمپېنونه کوي. البته دوی وار له مخه پر خرابېدونکي امنیت اندېښمن دي.

د جنورۍ پر لومړې نېټه په ډېره اسماعیل خان کې د جمیعت علمای اسلام (ف) د مشر مولانا فضل الرحمان له موټرو سره نېږدې او په باجوړ کې پر یو انتخاباتي نوماند ډزې وشوې.

پولیسو د ډېره اسماعيل خان د پېښې په اړه ويلي ول چې د برید هدف مولانا فضل الرحمان نه وو خو د هغه ګوند د امنيت غوښتنه وکړه.

تر اوسه د دواړو بریدونو ذمه واري چا نه ده منلې. بلخوا د پاکستان پوځ او امنيتي ادارو ويلي چې هغوی د ناامنۍ د مخنيوي لپاره اقدامات کوي او خپلو هلو ځلو ته يې دوام ورکړی دی.