د ملي جمهوري غورځنګ د زده کوونکو سازمان د ناامنۍ خلاف احتجاج کړی دی

د ملي جمهوري غورځنګ غړو او فعالانو د جنورۍ پر ۱۴مه په پېښور کې مظاهره وکړه.

د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) د زده کوونکو سازمان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د ناامنۍ خلاف احتجاجي لاريون او مظاهره کړې ده.

د احتجاجي لاریون ګډونوالو د جنورۍ پر ۱۴مه په پېښور کې د خبريالانو د مرکز مخې ته په سیمه کې د ناامنۍ د روانو پېښو پر ضد شعارونه ورکړل او پر حکومت او پوځ یې غږ وکړ چې د امنیت لپاره خپله "ایيني ذمه واري" سر ته ورسوي.

د ملي جمهوري غورځنګ د زده کوونکو سازمان مشر نعمان وزیر احتجاجیانو ته په وینا کې وویل چې خيبر پښتونخوا یو ځل بیا د تشدد له زیاتېدونکو پیښو سره مخامخ شوې ده او له يوشمېر سيمو خلک کډو کولو ته مجبور شوي دي.

نوموړي پوځ ته په اشاره وويل: "کله جنګونه راوړي او بيا [له وسلوالو] سره مذاکرات کوي. دا تجربې پر موږ باندې روانې دي. کوم حالات پر موږ ۱۰ کاله وړاندې راغلي ول، نن هم موږ پر هغه ځای ولاړ يو. په پښتونخوا کې ترهګري اوج ته رسېدلې ده. هره ورځ خلک وژل کېږي او زموږ د شمالي وزيرستان د ميرلي خلک بيا مجبوره شوي چې کډې وکړي."

د احتجاج ګډونوالو د جنورۍ پر ۱۳مه په پېښور کې د پوځ د مشر جنرال عاصم منیر او د ځينو سیاسي ګوندونو د مشرانو تر مینځ پر ملاقات هم اندېښنه څرګنده کړه او و یې ویل چې ګومان لري په سیمه کې یو ځل بیا د پوځي عملیاتو او د ولس د بې کوره کولو پلانونه روان دي.

دا تر هغه وروسته ده چې د پاکستان پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) په بیان کې وویل چې جنرال منير په پېښور کې سیاسي مشرانو ته وویل چې پوځ به "د امن خرابوونکو پر ضد خپلې کاروايۍ جاري ساتي او ورانکاري به له لوی تاوان سره مخامخ کړي."

دا هم وګورئ:

د شمالي وزيرستان اتمانزيو جرګې له پوځ سره پر هر ډول جرګو کولو بنديز لګولیشمالي وزیرستان: داوړو جرګې له پوځ او حکومته د امنیت غوښتنه کړې دهدرې مسید جرګه: نه پوځي عمليات منو او نه کډې کوو د مکین جرګه وايي پوځ ورته له دوو کلیو د کډو بارولو امر کړی خو دوی نه ووځي

په عین وخت کې د شمالي وزيرستان په ميرلي کې د جنورۍ پر ۱۴مه د داوړو جرګې هم له حکومت او پوځ څخه د امنيت ټينګولو غوښتنه کړې ده.

د ميرلي په ايپي ميدان کې د شوې د هغې جرګې يو مشر او د عوامي نيشنل ګوند مخکښ نثار علي خان مشال راډيو ته وويل چې د وسلوالو خلاف د پوځ د عملياتو پر مهال عام ولس اغېزمنېږي او يوشمېر کورنۍ کډو کولو ته اړ شوې دي.

هغه وویل: "دلته چې د امن لپاره حکومت کوم اقدامات پيل کړي دي، هغه انتهايي ناقص دي، بالکل د عوامو خلاف دي. د کومو خلکو په اړه چې دوی (پوځ) ويلي ول چې هغوی خوارج دي يا ترهګر دي، د هغوی پر ځای عام خلک متاثره کېږي، زخميان کېږي او پر نقل مکانۍ مجبورېږي."

د جرګې ګډونوالو وويل چې د پوځ له خوا پر ولسي کورونو د ډزو، هاوان مرميو او ډرون توغولو په نتيجه کې د ښځو او ماشومانو په ګډون عام ولس ته مرګژوبله اوړي.

حکومت او پوځ لا د ملي جمهوري غورځنګ د زده کوونکو سازمان د احتجاج او د د داوړو د جرګې د دعوو او غوښتنو په اړه څه نه دي ويلي، البته د جنورۍ پر ۱۲مه د شمالي وزيرستان د پوځ پو لوړپوړي چارواکي مشال راډيو ته ويلي ول چې د وسلوالو پرضد يې هدفي عملیات ګړندي کړي او هڅه کوي چې ولسي وګړو ته زیان پکې و نه رسېږي.

نوموړي زياته کړې وه چې په میرلي کې يې پراخ عملیات نه دي پیل کړي او نه یې چا ته د کورونو یا سیمو پرېښودو ویلي دي.