په شمالي وزیرستان کې د ځنګلونو ادارې یو کارکوونکی وژل شوی دی

د شمالي وزیرستان د شوال د غرونو په مینځ کې سړک تېر شوی دی - پخوانی انځور.

چارواکي وايي، په شمالي وزیرستان کې په یو وسلوال برید کې د ځنګلونو د ادارې یو کارکوونکی وژل شوی دی.

د پولیسو یو چارواکي د نوم نه ښوولو په شرط او د ځنګلونو د ادارې یو چارواکي احسان خان مشال راډیو ته وویل چې په میرامشا کې وسلوالو د نومبر پر ۲۳مه د ځنګلونو ادارې کارکوونکی حسن تواب وویشت او د پېښې له ځایه وتښتېدل.

د برید ذمه واري چا نه ده منلې خو پولیس وايي چې مقدمه یې دایره کړې، د پېښې پلټنې او د وسلوالو لټون کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د امنیتي او انتظامي چارواکو پر ژمنو سربېره په شمالي وزیرستان او د خیبر پښتونخوا په نورو سیمو کې وخت په وخت حملې کېږي.

د نومبر پر ۲۲مه په شمالي وزیرستان کې ځمکلاندې بمي چاودنې دوه پوځیان ووژل او پر هم هغه ورځ په خیبر کې پر پوستې په برید کې یو پولیس ووژل شو.

پر هم هغه ورځ د جنوبي وزیرستان په اعظم ورسک کې په بمي چاودنه کې د یو ولسي مشر په ګډون درې ملکي وګړي ووژل او څلور ژوبل شول.

د هغو بریدونو ذمه واري لا چا نه ده منلې.

له دې پرته، د نومبر پر ۲۲مه د جنوبي وزیرستان په سره روغه کې پر پوستې په وسلوال برید کې دوه سرتېري ووژل شول چې ذمه واري یې وسلوالې ډلې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ومنله.

دا هم وګورئ:

شمالي وزیرستان او خیبر کې په بریدونو کې ۳ سرتېري وژل شوي ديجنوبي وزیرستان کې د يو قومي مشر په ګډون ۳ ولسي وګړي او ۲ پوځيان وژل شويباجوړ کې د ځمکلاندې بمونو چاودنې دوه تنه وژلي ديپوځ پېښور او ټانک کې په نښتو کې د ۱۱ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې ده

د نومبر پر ۲۲مه د باجوړ په خار او ډمه ډوله کې په دوو چاودنو کې دوه تنه ووژل او درې ژوبل شول. د هغو چاودنو ذمه واري چا نه وه منلې.

تر دې یوه ورځ مخکې د شمالي وزیرستان په میرلي کې په دوو جلا، جلا حملو کې یو کس او د نومبر پر ۱۵مه هم په هغه ښار کې په حمله کې دوه تنه وژل شوي ول.

د مشال راډیو غونډ کړي ارقام ښيي چې د نومبر ۲۳مې له حملې سره په شمالي وزیرستان کې د سږنیو بریدونو شمېر ۴۷ ته رسېدلی دی چې پکې تر ۵۰ زیاتو ځايي مشرانو، ځوانانو، فعالانو او حکومتي کارکوونکو ته مرګژوبله اوښتې ده.

په ۲۰۲۲ز کال کې په شمالي وزیرستان کې په ۴۶ هدفي بریدونو کې تر ۶۰ زیات کسان وژل شوي ول.

خو په عین حال کې د پاکستان حکومت او پوځ وايي چې د وسلوالو پرضد یې عملیاتو ته دوام ورکړی دی.

پوځ د نومبر پر ۲۱مه وویل چې په شمالي وزیرستان کې یې په نښته کې درې مشکوک وسلوال وژلي دي. پوځ زیاته کړې وه چې په نښته کې یې یو سرتېری هم وژل شوی وو.

پوځ تر دې مخکې د نومبر پر ۱۶مه د خیبر پښتونخوا په پېښور او ټانک کې د عملیاتو پر مهال په نښتو کې د ۱۱ مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوه کړې وه.