د لاسرسي ځای

تازه خبر

جنوبي وزیرستان کې د يو قومي مشر په ګډون ۳ ولسي وګړي او ۲ پوځيان وژل شوي


د جنوبي وزیرستان غرنۍ سیمې یو پخوانی انځور.
د جنوبي وزیرستان غرنۍ سیمې یو پخوانی انځور.

د جنوبي وزیرستان چارواکي‌ وايي، په دوو بېلابېلو پېښو کې د يو قومي مشر په ګډون درې ولسي وګړي او دوه پوځيان وژل شوي دي.

د کوز جنوبي وزیرستان پولیس چارواکو مشال رېډیو ته ویلي چې د نومبر پر ۲۲مه ماښام مهال د اعظم ورسک د ژه غونډۍ په کلي کې یوه بمي چاودنه وشوه.

د واڼه تاڼېدار الله نور وویل، په دې حمله کې ځایي مشر ملک اسلم نور، د هغه زوی او يو بل تن وژل شوي او څلور تنه ژوبل دي.

ده وويل چې ملک اسلم نور يو مخور سړی او د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې فعال وو او د امن لپاره یې غږ پورته کاوه.

تر اوسه پورې چا په واڼه کې د هغې چاودنې ذمه واري نه ده منلې.

اسلم نور د پاکستان حکومت پلوی قومي مشر وو. د جنوبي وزیرستان يو بل ولسي مشر ایاز وزیر له مشال راډيو سره په خبرو کې د اسلم نور پر وژنه خفګان وښود او دا یې د جنوبي وزیرستان لپاره لويه ضايع وبلله.

هغه زیاته کړه چې د پاکستان حکومت اسلم نور ته د امن د هڅو لپاره صدارتي جایزه هم ورکړې وه.

بلخوا د بر جنوبي وزیرستان يو امنيتي چارواکي‌، چې له رسنیو سره یې د خبرو اجازه نه لرله، د نوم نه خپرولو په شرط مشال راډيو ته وويل چې د نومبر پر ۲۲مه په سره روغه کې پر يوې پوځي پوستې د وسلوالو په حمله کې دوه سرتېري وژل شوې دي.

د هغه چارواکي په وينا، په برید کې څلور سرتېري ژوبل شوي هم دي.

وسلوالې ډلې تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پر پوستې د حملې برید ذمه واري‌ منلې ده.

په جنوبي وزیرستان کې ځايي خلکو په وروستيو کې د ناامنيو زیاتېدو‌ پر ضد جرګې او مظاهرې کړې دي.

د اګست په میاشت کې د جنوبي وزیرستان د درې مسيد جرګې د امن لښکرو له جوړولو انکار کړی وو او په جرګه کې یې حکومت او امنیتي ځواکونو ته ویلي ول چې د امنیت ټینګښت ذمه واري‌ د ریاست ده.

دوی همداراز غوښتنه کړې وه چې د هدفي‌ وژنو مخنيوي لپاره دې د وسلوالو پر ضد بې توپيره کار وکړي.

د پاکستان پوځ تل ټینګار کړی چې په وسلوالو کې ښه او بد نه ګوري او د ټولو پر ضد يو شان عمليات کوي.

د جنوبي وزیرستان ځايي انتظامیې په وروستيو کې له قومي مشرانو سره د جرګو له لارې د امن لپاره د هغوی مرسته غوښتې ده.

  • انځور سایز

    اشتیاق مسید

    اشتیاق مسید د مشال راډیو خبریال دی چې د جنوبي وزیرستان، ډېره اسماعیل خان، ټانک او لکي مروت د امنیتي، سیاسي او ټولنیزو حالاتو په اړه راپورونه جوړوي.

XS
SM
MD
LG