د شمالي وزيرستان کډوالو د مرستو تر اعلان وروسته احتجاج پای ته رسولی

د شمالي وزيرستان کډوالو وخت په وخت په بنو کې د مرستو پر وخت نه رسېدو خلاف او د ستنېدو په حق کې احتجاجونه کړې دي ـ انځور له ارشيفه

د خیبر پښتونخوا شمالي وزيرستان کډوالو د مرستو تر اعلان وروسته هغه احتجاج پای ته رسولی چې روانه میاشت یې د بکاخېل کډوالو کېمپ مخې ته پیل کړی وو.

د طبعي ناورینونو د نظم صوبایي ادارې (پي ډي اېم اې) مشر اسفندیار خټک د ډېسېمبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل چې حکومت د شمالي وزیرستان د کډوالو لپاره ۷۲ کروړه روپۍ منظورې کړې دي.

د پي ډي اېم اې ویاند احسان داوړ مشال راډیو ته ويلي چې دا فنډونه د ۱۸،۰۰۰ راجسټر شویو کورنیو لپاره جاري شوي او د سیم کارډونو له لارې به خلکو ته د مرستې دوه قسطونه ورکړل شي.

هغه وویل "چې کوم راجسټر کډوال دي او تر اوسه واپس نه دي تللي، حکومت ورسره میاشت په میاشت مالي مرستې کوي. اوس دوی ته د دوو میاشتو پیسې پر یو ځای ورکوو. د دوی نور بقایا جات هم شته. چې کله له خزانې پیسې راشي، نو هغه به هم دوی ته ورکړل شي."

حکومت دا مرستې تر هغه وروسته منظورې کړې چې کډوالو د احتجاج په توګه د بکاخېل کډوالو کیمپ مخې ته سړک د احتجاج په توګه وتاړه. دوی ویل چې حکومت ورته د څلورو میاشتو راهیسې مرستې نه دې ورکړي.

د شمالي وزیرستان کډوالو تر دې وړاندې د میاشتنیو مرستو د ځنډېدو خلاف په روانه میاشت کې په بکاخېلو کې تر یوې اونۍ پورې احتجاج هم کړی وو، چې د ډېسېمبر پر ۱۸مه يې تر حکومتي ډاډګیرنې وروسته ختم کړ.

د کډوالو د کمېټۍ مشر ملک رحمت غلام د ډېسمېبر پر ۱۹مه مشال راډیو ته وویل، حکومت دې د بې کوره خلکو د ستنېدو لړۍ هم ژر پیل کړي او د ړنګو کورونو تاوان دې هم ورته ورکړي.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال د جون په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو پرضد د "ضرب عضب" په نوم پراخ عملیات پیل کړل چې له وجې یې شاوخوا یو مېلیون وګړي بې کوره شول چې د يوشمېر د اوسېدو لپاره یې د بنو په بکاخېلو کې سرکاري کیمپ (پنډغالی) جوړ شو.

له دې پرته لسګونه زره کورنۍ د خیبر پښتونخوا او پاکستان په نورو سیمو کې مېشتې شوې او زرګونه نورې د افغانستان خوست، پکتیا او پکتیکا ته واوښتې.

دا هم وګورئ:

د بکاخېل کیمپ کډوالو د میاشتنیو مرستو او اسانتیاوو نه ترلاسه کېدو پرضد احتجاج ته دوام ورکړی دید بکاخېلو کډوال وايي د ژوند له بنیادي‌ اسانتیاوو بې برخې ديخيبر پښتونخوا حکومت د شمالي وزیرستان له کډوالو سره د مرستې لپاره ۳۵ کروړه روپۍ جاري کړې ديد شمالي وزیرستان کډوالو له بکاخېلو کیمپ سره بنو ته تلونکی سړک تړلی دی

په ۲۰۱۶ز کال کې د عملیاتو تر پای ته رسېدو وروسته زیاتره کډوال په شمالي وزیرستان کې خپلو کلیو او کورونو ته ستانه شول، خو د دته خېلو نیمايي او د شوال ټول وګړي، چې لسګونه زره کسان جوړېږي، لا هم په بکاخېلو کیمپ، د پاکستان په مختلفو برخو او په خوست کې پراته دي.

د پاکستان حکومت د شمالي وزیرستان هرې بې کوره شوې کورنۍ ته هره میاشت ۲۰،۰۰۰ روپۍ ورکوي او په عملیاتو کې یې د ړنګو او زیانمنو شویو کورونو او دوکانونو د تاوان ورکولو ژمنه هم کړې وه.

په خیبر پښتونخوا کې د ناورینونو پر وړاندې د مبارزې ادارې (پي ډي اېم اې) ترمخه له هغوی سره څه باندې ۱۷،۰۰۰ کورنۍ ثبت دي او کله، کله د پیسو د کمښت له وجې مرستې ځنډېږي.

اداره وایي چې حکومت هره میاشت له بې کوره شویو سره د نقدي مرستو لپاره ۳۵ کروړه روپۍ جاري کوي، او هرې کورنۍ ته د موبایل ټېلېفون د سېم کارډونو له لارې پیسې لېږدوي.

چارواکي وایي چې د بې کوره شویو کډوالو سیمې لا هم له وسلوالو نه دې پاکې شوې خو چارې په چټکۍ روانې دي. دوی وایي چې سیمې پاکې شي نو بيا به د کډوالو ستنېدل پیل شي او د نقدي مرستو قسطونه به هم ژر ورکړي.