د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بکاخېلو کډوال وايي د ژوند له بنیادي‌ اسانتیاوو بې برخې دي


د بکاخېلو کډوالو تر دې وړاندې هم د خپلو غوښتنو منلو لپاره مظاهرې کړې دي: انځور ۲۰۲۳زکال ، مارچ
د بکاخېلو کډوالو تر دې وړاندې هم د خپلو غوښتنو منلو لپاره مظاهرې کړې دي: انځور ۲۰۲۳زکال ، مارچ

د خیبر پښتونخوا د بنو په بکاخېلو کې اوسېدونکي وزیرستاني کډوال د ژوند د بنیادي سهلولتونو له نیشتوالي سر ټکوي او وايي چې نه بجلي لري او نه هم پاکې اوبه.

کډوالو له مشال راډيو سره په خبرو کې ويلي چې څو ځله یې له حکومته د بنیادي اسانتیاوو غوښتنه کړې خو ستونزې یې هوارې شوې نه دي. دا خلک د وزيرستان له جنګونو او پوځي عملياتو بې کوره شوي دي. دوی وايي میاشتنۍ مرستې هم ورته په ځنډ رسېږي.

دې کډوالو په حکومت د خپلو غوښتنو منلو لپاره له تېرو څو ورځو راهیسې په احتجاج لاس پورې کړی دی او له حکومته غواړي چې د دوی مسایل دې هوار کړي.

د دې کیمپ یو اوسېدونکي نورحسن مشال راډیو ته وویل چې په دې سخته ګرمۍ کې، له یوې خوا بجلي نه وي، له بلې خوا د څښلو اوبه هم په پنځو ورځو کې یو ځل وررسېږي چې د هغوی ژوند یې له ستونزو سره مخامخ کړی دی.

نوموړی وايي، حکومت میاشتنۍ مرستې هم له تېرو درو میاشتو راهیسې نه دي ورکړې. دا هغه مرستې دي چې حکومت یې د قدرتي افتونو پر وخت د انتظام ادارې له لارې پر بې کوره شويو خلکو وېشي.

په وزیرستان کې په ۲۰۱۴ز کال کې د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نوم عملياتو کې تر يو ميليون زیات کسان د پاکستان او افغانستان بېلابېلو سيمو ته کډه شوي ول. خو د عملیاتو تر پای ته رسېدو وروسته حکومت د بېکوره خلکو د ستنېدو لړۍ پیل کړه خو اوس هم په زرګونو کورنۍ په افغانستان، د بنو بکاخېل کېمپ او نور سيمو کې د بېکورۍ ژوند تېروي.

د بکاخېلو پنډغالي کډوال وايي، که حکومت یې غوښتنې ونه منلې نو د احتجاج لمن به وغځوي. د یاد کیمپ یو کډوال مسعود، مشال راډیو ته وویل، ترڅو حکومت د هغوی غوښتنې نه وي منلې او د ژوند بنیادي سهولتونه یې ورته نه وي برابر کړې او میاشتنۍ مرسته یې بحاله شوې نه وی، احتجاج به یې نه یوازې دوام ومومي بلکې لا نور به یې هم پسې وغځوي.

د شمالي وزیرستان پاتې کډوالو ته حکومت هره میاشت د یوې کورنۍ په سر ۲۰ زره نغدې مرستې ورکوي خو کډوال وايي چې ډیری کورنۍ داسې دي چې مرستې یې بندې دي.

بل پلو، د خیبر پښتونخوا د قدرتي افتونو سره د مبارزې ادارې ویاند احسان داوړ د جولای پر ۲۹مه مشال راډیو ته وویل، د بکاخېلو کډوالو ته د هغوی میاشتنۍ مرستې د مبایل سیمونو په واسطه استول کېږي.

نوموړی وايي، له هغوی سره د یاد کیمپ ۱۷زره کډوالو کورنۍ ثبت دي چې دغه مرستې ترلاسه کوي خو کله کله که د فنډونو د کمبوت له وجې دغه مرستې وځنډېږي نو بیا یو ځای وراستول کېږي. هغه وویل، د مخکې په شان به دا ځل هم د بکاخېلو کډوالو ته د مرستو پیسې زر واستول شي.

احسان داوړ زیاته کړه چې حکومت همدا رنګه کډوالو ته د اوبو، بجلۍ او نورو سهولتونو ورکولو لپاره هم لاس په کار دی او دا مسلې به زر هوارې شی.

XS
SM
MD
LG