چارواکي: د "تخنیکي چارو" تر بشپړېدو وروسته پر تورخم وره تګ راتګ پیلېږي

د پاکستان او افغانستان ترمینځ تر ټولو زیات تګ راتګ او تجارت د تورخم پر لاره کېږي - پخوانی انځور.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت وايي، د تورخم ور یې تر څلورو ورځو وروسته بیا پرانیستی دی خو پر هغه لاره تګ راتګ لا نه دی پیل شوی.

په تورخم کې پاکستانیو چارواکو د فبرورۍ پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې له طالبانو سره یې غونډه کړې چې پکې د لارې د بیا پرانیستو پر "تخنیکي چارو" بحث شوی دی. دوی په دې اړه نور معلومات ور نه کړل.

تر دې څو ساعته مخکې په ننګرهار کې د طالبانو د حکومت والي له دفتره په بیان کې راغلي ول چې "افغان او پاکستانیو چارواکو" د تورخم دروازه د فبرورۍ پر ۲۳مه سهار نهه بجې د "هر ډول تګ راتګ" لپاره خلاصه کړه.

البته وروسته معلومه شوه چې پر لاره تګ راتګ نه دی پیل شوی. تر دې مخکې په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان سفارت هم د فبرورۍ پر ۲۲مه ماخوستن مهال پر ټوېټر په بیان کې د پنجشنبې (زیارت) له ورځې څخه د لارې بیا پرانیستو خبر ورکړی وو.

دا پرمختګونه تر هغې وروسته شوي دي چې د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف په مشرۍ یو لوړپوړي پلاوي د فبرورۍ پر ۲۲مه کابل ته د یو ورځني سفر پر مهال د طالبانو د حکومت له لوړپوړو چارواکو سره ولیدل.

د طالبانو د حکومت د رییس الوزرا د اقتصادي چارو مرستیال ملا عبدالغني برادر دفتر په بیان کې ویلي دي چې د پاکستان له پلاوي سره یې پر اقتصاد، سوداګرۍ او داراز، د تورخم او چمن پر دروازو د خلکو تګ راتګ په اړه خبرې وکړې.

خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پر هم هغه ورځ په بیان کې ویلي ول چې د پلاوي د سفر موخه پر "امنیتي موضوعاتو" له طالب چارواکو سره خبرې کول دي.

د طالبانو د حکومت چارواکو د فبرورۍ پر ۱۹ مه د تورخم دروازه تړلې وه چې تر هغې وروسته د پاکستان لوري ته ټول سرکاري دفترونه وتړل شول او دوه اړخيزه تجارت ودرېد.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ خونې مشر ضياالحق سرحدي رويټرز خبري اژانس ته ویلي ول چې له هغې ورځې راهیسې تر ۶،۰۰۰ پورې په سامانونو بار ټرکونه د تورخم پولې دواړو خواو ته ولاړ ول.

د هغې دروازې تړل کېدو له کبله له پېښوره تورخمه ته پر غځېدلې لاره افغانستان ته مالونه وړونکي په سلګونه ټرکونه ولاړ دي.

طالب چارواکو د تورخم دروازه تر هغې وروسته تړلې وه چې د دوی په وینا، د پاکستان سرحدي ځواکونو ځینې افغان ناروغان او ورسره خدمتګاران د سفري اسنادو نه لرلو له وجې ستانه کړي ول نو ځکه یی دا ګام احتجاجاً پورته کړ.

دوی زیاته کړې چې تر بل امر پورې دې افغان وګړي د تورخم په دروازه پاکستان ته نه اوړي او په کار ده چې پاکستاني چارواکي ورسره هغه کړې ژمنې پوره کړې چې په تېرو غونډو کې یې کړې وې.

پاکستانیو چارواکو دا نه دي ویلي چې دوی له طالب چارواکو سره کړې کومې ژمنې نه دي پوره کړي.

دا هم وګورئ:

د تورخم دروازې تړلو له کبله د خلکو او ټرانسپورټرانو ستونزې زیاتې شوې ديد خواجه اصف په مشرۍ پلاوی کابل کې د طالبانو له حکومت سره پر "امنیتي موضوعاتو" غږېږيد خیبر کاروباریان د تورخم لارې د خوندیتوب غوښتنه کويسوداګر وايي د چمن ــ سپين بولدک لارې بندېدو د ميليونو روپيو زيانونه ورته اړولي

په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو ورسته د اسلام اباد او طالبانو حکومت اړيکې نسبتاً ښه شوې دي، خو د دواړو غاړو ترمینځ پر ډېورنډ کرښه وخت نا وخته نښتې کېږي چې له کبله يې د تورخم، چمن او خرلڅیو پر لارو تګ راتګ اغېزمن شوی دی او په وروستیو کې خو د چمن او خرلڅیو لاره تر یوشمېر ورځو پورې تړلې وه.

دواړو غاړو په وار وار د دې ستونزو پر حل خبرې هم کړې دي. د پاکستان د بهرنيو چارو مملکتي یا ریاستي وزیرې حنا رباني کر د ۲۰۲۲ز کال د نومبر پر ۲۹مه افغانستان ته يو ورځنۍ سفر کړی وو چې پکې يې له طالب مشرانو سره د نورو مسلو ترڅنګ پر لارو د تګ راتګ ستونزو هم څېړلې وه.

د دې ترڅنګ د افغانستان او پاکستان ټيټ رتبه چارواکو هم وخت نا وخته پر ورپېښو ستونزو خبرې کړې دي. د ۲۰۲۲ز کال د ډېسېمبر پر ۲۴مه هم د پاکستان چارواکو پر تورخم د سوداګرۍ اسانولو او زیاتولو لپاره یې د طالب چارواکو سره خبرې کړې وې.

د تورخم کسټم ډپټي کليکټر یاور حیات د ډیسمبر پر ۲۴مه مشال راډیو ته ويلي ول چې دواړو خواوې پر دې سلا شوي چې د ګاډو او مالونو د څار عمل به تېزوي او ټرافیکي ستونزې به هواروي.