انوار الحق کاکړ د ای اېم اېف له مشرې سره پر اقتصادي مسلو غږېدلی دی

د پاکستان حکومت وايي انوار الحق کاکړ د ای اېم اېف له اداري مشرې سره پر اقتصادي موضوعاتو خبرې کړې دي - پخوانی انځور.

د پاکستان لنډمهالي وزیراعظم انوار الحق کاکړ د پیسو د نړیوال صندوق (ای اېم اېف) له اداري مشرې سره پر اقتصادي مسلو او د بېل اېنډ مېلېنډا ګېټس بنسټ له ګډ مشر سره د ګوزڼ پر ختمولو خبرې کړې دي.

د وزیراعظم دفتر د سېپټېمبر پر ۲۰مه په بیان کې ویلي دي چې نوموړی د ای اېم اېف له چارواکې کرېستالینا ګیورګیېوا سره د پاکستان د اقتصادي ثبات په اړه خبرې وکړې.

بیان وايي، نوموړي هیله وښوده چې د پیسو نړیوال صندوق به له اسلام اباد سره مالي او اقتصادي همکارۍ وغځوي.

دا په داسې حال کې ده چې ای اېم اېف د جولای پر ۱۲مه پاکستان ته د درې اربه ډالرو نهه میاشتنی پروګرام تایید کړ چې تر هغې وروسته اسلام اباد د پور د شرطونو پوره کولو لپاره په پړاوونو کې د برېښنا، تېلو او ګیس په بیو کې دولتي رعایت ختمولو ته دوام ورکړی دی چې ورسره د انرژۍ بیې خورا لوړې شوې دي او په هغه هېواد کې خلکو او ګوندونو مظاهرې کړې دي.

پاکستان له ۲۰۱۹ز کال راهیسې له اقتصادي بحران سره مخامخ دی او په هم هغه کال یې د پیسو له نړیوال صندوق سره د شپږو اربو ډالرو د پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو.

اسلام اباد له اوږدې مودې راهیسې له ای اېم اېف څخه د پور د نهم قسط ترلاسه کولو هڅې کولې خو د ۲۰۲۲ز کال له نومبر راهیسې هغه پروګرام د ځنډ ښکار وو.

په دې ترڅ کې د پخواني وزیراعظم شهباز شريف ترڅنګ د پاکستان لوړپوړو چارواکو د ای اېم اېف له مشرانو سره یوشمېر ناستې وکړې او د پیسو د نړیوال صندوق د شرطونو پوره کولو لپاره يې ګامونه پورته کړل.

په دې اقداماتو کې د انرژۍ د بیو لوړول، د حکومتي لګښتونو کمولو لپاره د کفایت شعارۍ پروګرام او د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ز مالي کال په بجټ کې د ۲۱۵ اربه روپيو نویو ټېکسونو لګول شامل دي.

نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ د سېپټېمبر پر ۱۷مه نیو یارک ته تر روانېدو مخکې ویلي ول چې له ای اېم اېف سره د بجلۍ او ګیس د بیو کمولو په اړه خبرې کوي.

د وزیراعظم دفتر البته په بیان کې نه دي ویلي چې ایا کاکړ له ګیورګیېوا سره په خبرو کې د انرژۍ بیو کمولو په اړه وغږېد او که نه.

دا هم وګورئ:

جماعت اسلامي د ګرانۍ پرضد په لاهور کې د پرلت وهلو اعلان کړی دید پاکستان حکومت تېل نور ګران کړلپاکستان کې د برېښنا لوړو بیو پرضد مظاهرې دوام لريبحث: د ګرانۍ وجه او حل څه دی؟د پاکستان لنډمهالی وزیراعظم د امریکا په ۵ ورځني سفر دی

د ګوزڼ ختمولو پر چارو خبرې

د پاکستان د لنډمهالي وزیراعظم دفتر د سېپټېمبر پر ۲۰مه په جلا بیان کې ویلي دي چې انوار الحق کاکړ په نیو یارک کې د ملګرو ملتونو د کلنۍ غونډې پر مهال د بېل اېنډ مېلېنډا ګېټس بنسټ له ګډ مشر بېل ګېټس سره په پاکستان کې د ګوزڼ وایرس پر ختمولو خبرې وکړې.

بېل او مېلېنډا ګېټس بنسټ د پولیو د ختمولو هغه نړیوال نوښت برخه دی چې د حکومتونو او نړیوالو سازمانونو یوه لویه پروژه ده.

د وزیراعظم دفتر په بیان کې ویلي دي چې بېل ګېټس کاکړ ته ډاډ ورکړ چې له افغانستانه د پولیو وایرس د لېږد او د خیبر پښتونخوا په جنوبي ضلعو کې یې د خپرېدو مخنیوي لپاره له اسلام اباد سره مرسته کوي.

دا هم وګورئ:

د قبایلي ضلعو پولیسو د ګوزڼ واکسیني ډلو امنیت ساتلو اعلان کړی دید پاکستان روغتیا اداره وايي د پېښور ناپاکه اوبو په نمونو کې یې د پولیو وایرس موندلی دیننګرهار کې د پولیو نوې پېښه ثبت شوې ده

دا په داسې حال کې ده چې سږ کال د خیبر پښتونخوا په بنو کې د پولیو دوه پېښې ثبت شوي او تېر کال په شمالي وزیرستان کې ۱۷، په لکي مروت کې دوه او په جنوبي وزیرستان کې يوه پېښه ثبت شوې وه.

د پاکستان د روغتیا ملي ادارې په جولای کې ویلي ول چې په پېښور کې یې د ناولو اوبو په نمونو کې د ګوزڼ ناروغۍ وایرس موندلی دی.

د روغتیا ملي ادارې په وینا، هغه وایرس په جېنیاتي یا جېنېټېک ډول په افغانستان کې په موجود وایرس پورې تړاو لري.

په خیبر پښتونخوا کې د پولیو مخنیوي ادارې مشر ډاکتر محمد عارف د جولای پر ۲۷مه مشال راډیو ته ویلي ول چې پېښور ته له افغانستانه د خلکو تګ راتګ زیات دی نو ځکه په اوبو کې وایرس موندل شوی دی.

هغه مهال د پاکستان حکومت ویلي ول چې په هغه هېواد او افغانستان کې د ګوزڼ ضد کیمپېنونه په همغږۍ ترسره کېږي او دواړه هېوادونه د ناروغۍ د وایرس ختمولو هڅې کوي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس او ناروغي موجوده ده.