د پاکستان پوځ د خيبر پښتونخوا په ټانک، شمالي وزیرستان او مومندو کې د عملیاتو پر مهال د ۱۱ مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوه کړې ده.
د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ډېسېمبر پر ۱۸مه په بيان کې د ډېسېمبر ۱۷مې او ۱۸مې ترمینځ د شویو عملیاتو تفصیل خپور کړی دی.
په بیان کې دعوه شوې چې امنیتي ځواکونو په ټانک کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس په کړیو عملیاتو کې اووه مشکوکه وسلوال وژلي دي.
خبرپاڼه وايي، پوځ د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې هم عملیات کړي دي چې پکې يې له وسلوالو سره نښته وشوه او دوه مشکوک وسلوال ووژل شول.
پوځ داراز، دعوه کوي چې د مومندو په مامدګټ سیمه کې يې هم د عملیاتو پر وخت دوه وسلوال وژلي دي.
ای اېس پي ار د وژل شویو مشکوکو وسلوالو پېژندګلوي او تړاو نه دی په ډاګه کړی.
خپلواکه سرچينو لا د پوځ تازه دعوې نه دې تاييد کړې او کومې وسلوالې ډلې یې هم په اړه څه ويلي دي.
د پاکستان پوځ وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي. پوځ تر دې مخکې د ډېسېمبر پر ۱۱مه د شمالي وزیرستان په میرامشا او سپینوام کې د دوو عملیاتو پر مهال د اووه مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوه کړې وه. پوځ ویلي ول چې له وسلوالو سره په نښته کې یو سرتېری هم وژل شوی وو.
ای اېس پي ار روانه میاشت د خیبر پښتونخوا په ټانک، شمالي او جنوبي وزیرستان، لکي مروتو او په ټل کې د استخباراتي معلوماتو پر مهال په عملیاتو او نښتو کې د لسګونه مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کړې دي. پوځ وايي چې د ډېسېمبر پر اوومه په ټل کې د عملیاتو پر مهال په نښته کې شپږ سرتېري هم ووژل شول.
البته په تېرو وختونو کې د عملیاتو پر مهال ولسي وګړو ته هم مرګژوبله اوښتې ده او د بېلابېلو ضلعو خلکو ګیله کړې چې امنیتي ځواکونه یې د لټون عملیاتو پر مهال ځوروي. د بر جنوبي وزیرستان د بدر اوسېدونکو د ډېسېمبر پر اوومه مشال راډیو ته ویلي ول چې امنیتي ځواکونه تر وسلوالو بریدونو وروسته عام خلک ځوروي.
تر دې مخکې، د نومبر پر ۲۹مه امنیتي او استخباراتي چارواکو مشال راډیو ته ویلي ول چې د بنو په بکاخېلو کې یې په عملیاتو کې اته مشکوک وسلوال وژلي او پکې یې یو سرتېری هم وژل شوی دی.
خو تر هغو عملياتو وروسته ځايي ولس دوه ورځې احتجاج کړی وو او ویلي یې ول چې په غوړه بکاخېلو کې د امنیتي سرتېرو په عملیاتو کې د سیمې خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده او يو کس پکې وژل شوی او دوه ژوبل دي.
البته د خیبر پښتونخوا ضلعي او امنیتي چارواکي وايي چې د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو خوندیتوب ته پام کوي.
په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې ده. د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز په خپل تازه راپور کې ویلي دي چې په نومبر کې په ټول هېواد کې د "ترهګرۍ په پېښو" کې د ۶۸ امنیتي سرتېرو په ګډون له ۲۴۰ زیات کسان وژل شوي دي.
داراز، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت وايي ، د ۲۰۲۴ز کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې ۳۴۱ مشکوک وسلوال وژل شوي دي.
د خیبر پښتونخوا او پاکستان حکومتونه وايي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دي او په دې لړ کې یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی. د پوځ د عامه اړيکو ادارې د ډېسېمبر پر پینځمه د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر په مشرۍ د قول اردو قومندانانو یا کور کمانډرانو او نورو لوړپوړو قومندانانو تر غونډې وروسته په بیان کې یو ځل بیا په هېواد کې د "ترهګرۍ پرضد د مبارزې هوډ" تکرار کړ.