خیبرپښتونخوا: پر پولیو ضد ډلو بریدونو کې یو پولیس وژل شوی او ۲ کارکوونکي ټپيان دي

یو روغتیايي کارکوونکی یو ماشوم ته د ګوزڼ واکسیني څاڅکي ورکوي - پخوانی انځور.

د خيبر پښتونخوا په کرک او بنو کې د پوليو پر واکسيني ډلو بریدونو کې يو پوليس سرتېری وژل شوی او دوه کارکوونکي ژوبل دي.

د کرک پوليسو مشر خان خېل رسنیو ته ويلي چې نامعلومو وسلوالو د ډېسېمبر پر ۱۶مه په بانډه داود شاه کې د پوليو پر ډله بريد وکړ چې پکې د عرفان په نوم پوليس سرتېری وژل شوی او د پولیو کارکوونکی ټپي دی.

هلته په بنو کې د پوليسو وياند شبير جان رسنيو ته په استولي بیان کې ويلي چې د کلا خېل په مستي خېل سيمه کې د پولیو پر واکسيني ډله برید کې يو کارکوونکی ژوبل دی چې د بنو روغتون ته لېږدول شوی دی.

په لکي مروتو کې هم د پوليسو وياند شاهد خان مشال راډیو ته ويلي چې نامعلومه وسلوالو د پوليو واکسيني ډله یرغمل کړه چې وروسته يې خوشې کړه البته طبي سامان يې ورڅخه اخيستی دی.

دا هم وګورئ:

پاکستان کې د پوليو ۴ نوې پېښې ثبت شوې ديپاکستان کې درې ماشومان ګوزڼ وهلي دي

دا په داسې حال کې ده چې د ډسمبر پر ۶مه د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ګډون د پاکستان په ۱۴۳ ضلعو کې د پولیو ناروغۍ مخنیوي لپاره شپږ ورځنی واکسیني کیمپېن پیل شوی دی.

د پولیو مخنیوي ادارې پر ووبپاڼه په خبرپاڼه کې لیکلي، د ډېسېمبر له ۱۶مې څخه تر ۲۲مې پورې د هېواد په بېلابېلو برخو کې تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي شاوخوا ۴۴ مېلیونه ماشومان واکسینوي.

هغې ادارې تر دې مخکې د اکتوبر په پای کې د پاکستان په ټولو برخو کې ګوزڼ ضد کیمپېن ترسره کړی وو.

اداره وايي، دا کیمپېن پر داسې مهال کېږي چې د روغتیا ملي ادارې په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا د چارسدې او ډېره اسماعیل خان، د بلوچستان د کلا سیف الله، بارکان او مستونګ، د پنجاب د راولپېنډۍ او د سیند د قمبر او جامشورو ضلعو په ناپاکه اوبو کې د ګوزڼ وایرس موندلو خبر ورکړ.

په پېښور کې د پولیو مخنیوي ادارې مشر عبدالباسط د ډېسېمبر پر ۱۳مه یوې غونډې ته ویلي ول چې د خیبر پښتونخوا حکومت ۴۲،۰۰۰ پولیسو او نورو امنیتي سرتېرو ته د واکسیني ډلو د امنیت چارو سمبالولو دنده سپارلې ده.

د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې په ۰۲۴م کال کې تر اوسه په بلوچستان کې د پولیو ۲۶، په خیبر پښتونخوا کې ۱۸، په سیند کې ۱۷ او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.

په پاکستان کې سږ کال د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې دي. تېر کال د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

دا هم وګورئ:

ګوزڼ وهلې ماشومه وايي ارمان یې دی چې پښو درېدای شوای

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې د پولیو وایرس لا هم موجود دی. په افغانستان کې سږ کال تر اوسه ۲۳ ماشومان ګوزڼ وهلي دي چې زياتره يې د هېلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي دي. په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې شپږ ماشومان د ګوزڼ ښکار شوي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

د پولیو ناروغۍ لاملونه څه وي؟

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام او روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري نو ځکه دا اړینه ده چې میندې او پلرونه د هر کیمپېن پر مهال تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان واکسین کړي.

په پاکستان کې چارواکو او روغتیاپوهانو په تېرو وختونو کې مشال راډیو ته ویلي دي چې په افغانستان او پاکستان کې له لسیزو راهیسې د ګوزڼ واکسینو پرضد داسې ناسم معلومات خپاره شوي چې له کبله یې په یوشمېر سیمو کې ګڼې میندې او پلرونه خپلو بچیو ته څاڅکي نه ورکوي.

دوی وايي، له واکسینه انکار د وایرس د نه ختمېدو له لویو لاملونو یو دی.

له دې پرته، په تېرو دوو لسیزو کې د سختدریځه نظریاتو او افکارو کیمپېنونو له کبله هم له واکسینه د انکار کوونکو میندو او پلرونو شمېر لوړ شوی دی.