د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان کې درې ماشومان ګوزڼ وهلي دي


د پاکستان حکومت د پولیو وایرس ضد ماشومانو ته د واکسينو ورکولو ته دوام ورکړی دی. پخوانی انځور
د پاکستان حکومت د پولیو وایرس ضد ماشومانو ته د واکسينو ورکولو ته دوام ورکړی دی. پخوانی انځور

د پاکستان پولیو مخنيوي پروګرام وايي چې د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې يو او په سيند کې دوه نور ماشومان په پوليو وایرس اخته شوي دي.

دې ادارې د ډېسېمبر پر درېيمه پر خپله ووبپاڼه لیکلي چې د دېسېمبر پر دويمه لېبارټرۍ د کراچۍ په کېماړۍ، د سيند په کشمور ضلع او د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل خان کې په درو ماشومانو کې د پوليو وایرس د شتون تصديق وکړ.

اداره زیاتوي چې له تازه پېښو سره په پاکستان کې سږکال د ګوزڼ وهلو ماشومانو شمېر ۵۹ ته ورسېد.

په تېرو اونیو کې په ډېره اسماعیل خان کې د ګوزڼ یوشمېر پېښې تایید شوې دي. د پولیو مخنیوي پروګرام د نومبر پر ۲۴مه په هغه ضلع کې یوه او د نومبر پر ۲۲مه یې پکې دوه او پر نومبر ۲۸مه پکې يوه نوې پېښې تایید کړې وې. اداره وايي چې د ډېسېمبر تر درېيمې پورې یې سږ کال په ډېره اسماعیل خان کې د ګوزڼ وهلیو ماشومانو شمېر اتو ته لوړ شوی دی.

د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې روان کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۶، په خیبر پښتونخوا کې ۱۶، په سیند کې ۱۵ او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.

په پاکستان کې سږ کال د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې دي. په هغه هېواد کې تېر کال د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.

په خیبر پښتونخوا او په ځانګړې توګه په جنوبي ضلعو کې د وروستۍ ناامنۍ، وسلوالو بریدونو او ګواښونو له کبله د پولیو د واکسیني کیمپېنونو چارې اغېزمنې شوې.

په شمالي وزیرستان کې د اکتوبر پر ۲۹مه وسلوالو په شوه کې د پولیو واکسیني ټیم یرغمل کړی وو او د هغوی له ساتونکو پولیسو یې وسلې اخیستې وې. پر هم هغه ورځ په اورکزیو کې وسلوالو د کیمېین دوه ساتونکي پولیس سرتېري وژلي ول.

په بنو، وزیرستان، او لکي مروتو کې د پولیو د کیمپېن ځینې کارکوونکو، چې د امنیتي وېرې له امله یې د نومونو له ښوولو ډډه وکړه، مشال راډیو ته وویل چې په ډېرو کیمپېنونو کې خپل هدف ته نه رسي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په افغانستان کې سږ کال تر اوسه ۲۳ ماشومان ګوزڼ وهلي دي چې زياتره يې د هېلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي دي. په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې شپږ ماشومان د ګوزڼ ښکار شوي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.

ګوزڼ وهلې ماشومه وايي ارمان یې دی چې پښو درېدای شوای
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:57 0:00

په پاکستان کې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) د تېرو دوو کلونو پر مهال د هېواد د لسګونو ضلعو په ناپاکه اوبو کې پولیو وایرس موندلی دی.

روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.

د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.

د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام او روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه ‌لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري نو ځکه دا اړینه ده چې میندې او پلرونه د هر کیمپېن پر مهال تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان واکسین کړي.

په پاکستان کې چارواکو او روغتیاپوهانو په تېرو وختونو کې مشال راډیو ته ویلي دي چې په افغانستان او پاکستان کې له لسیزو راهیسې د ګوزڼ واکسینو پرضد داسې ناسم معلومات خپاره شوي چې له کبله یې په یوشمېر سیمو کې ګڼې میندې او پلرونه خپلو بچیو ته څاڅکي نه ورکوي.

دوی وايي، له واکسینه انکار د وایرس د نه ختمېدو له لویو لاملونو یو دی.

له دې پرته، په تېرو دوو لسیزو کې د سختدریځه نظریاتو او افکارو کیمپېنونو له کبله هم له واکسینه د انکار کوونکو میندو او پلرونو شمېر لوړ شوی دی.

XS
SM
MD
LG