د خیبر پښتونخوا حکومت د کورمې پاړه چنار سړک د امنیت لپاره د ۳۹۹ ځانګړو پوليس سرتېرو د ګومارلو اعلان کړی دی.
د ډېسېمبر پر ۲۳مه د اعلا وزیر علي امین ګنډه پور په مشرۍ د صوبايي کابینې په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د دې ډلې لومړنۍ دنده به د لویې لارې خوندي کول وي او په سیمه کې به په هر څو کیلوميټرو کې پوستې جوړېږي.
د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو ادارې په خپاره کړي بيان کې ویلي دي چې پر لارې به ځای پر ځای عارضي پوستې جوړېږي، چې وروسته به يې دایمي کوي.
صوبايي حکومت کورمه د "ناورين ځپلې" ضلعې په ګرځولو سره هلته د بېړنيو مرستو رسولو اعلان هم وکړ چې د خوراکي توکو د کمښت لپاره پر رعایتي نرخونو د غنمو ورکول پکې شامل دي.
په بيان کې راغلي دي چې په مرستندويه عملیاتو کې د هوا له لارې د درملو او خوراکي توکو رسولو تر څنګ د ټرانسپورټ چمتو کول هم شامل دي.
دا په داسې حال کې ده چې په کورمه کې له اوږدې مودې راهیسې د لارو بندېدو له امله د خوراکي توکو، درملو، تېلو، د سون لرګيو او ګيۍ په ګډون د اړتیا وړ توکو سخت کمښت رامينځ ته شوی، او ورځنی ژوند او اقتصادي فعالیتونه ډېر اغېزمن شوي دي.
په غونډه کې دا پرېکړه هم وشوه چې د وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف ای اې) یوه ځانګړې څانګه به د ټولنیزو شبکو هغه حسابونه څاري چې کرکجن مواد خپروي او فرقه ييز تاوتريخوالي ته لمن وهي.
د خبر پاڼې ترمخه، په غونډه کې پرېکړه وشوه چې په کورمه کې شيعه او سني ډلې باید د فبرورۍ تر لومړۍ نېټې ټولې درنې وسلې حکومت ته وسپاري او ټولې مورچې ړنګې کړي.
تر دې وړاندې، د ډېسېمبر پر ۲۰مه، په پېښور کې د لوړپوړو حکومتي او امنیتي چارواکو کمېټې (اپېکس کمېټې) په کورمه کې د روانې شخړې درولو لپاره پرېکړه وکړه چې په هغه سيمه کې به له سنيانو او شيعه ګانو وسلې ټولوي او د هغوی سنګرونه به ختموي.
د کابينې په غونډه کې وویل شول چې په کورمه کې تر هغه دوامداره امن نه شي راتلی، تر څو هلته وسلې او مورچې ختمې کړل شوې نه وي.
دا هم وګورئ:
جرګه: وسلې او مورچې د کورمې امن مخې ته خنډ ديکورمه: شیعه مشرانو د پښتون قامي عدالت استازو ته د ډزبندۍ واک ورکړی دیپښتون قامي جرګې په سدې او پاړه چینار کې له مشرانو سره پر دایمي اوربند خبرې کړې ديکورمه کې تر اوربند وروسته هم لارې بندې ديدا تر هغه وروسته ده چې د نومبر پر ۲۱مه د کورمې په مندوريو او ډډ کمر کې د مساپرو د ګاډو پر يوه کاروان په بريد کې شاوخوا ۴۶ شیعه ګان او څلور سنیان ووژل شول. وروسته د شيعه او سني ډلو ترمينځ جګړه پيل شوه چې پکې د هغې پېښې په ګډون ټول ۱۲۴ کسان ووژل شول او شاوخوا ۲۰۰ نور ژوبل شول.
د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه د خیبر پښتونخوا د حکومت په مينځګړتوب په سیمه کې اوربند وشو، خو د ځايي خلکو په وینا، مهمې عمومي لارې لا هم نه دې خلاصې شوې.
د اونيو تر کراري وروسته، د ډېسېمبر پر ۲۲مه د کورمې په اوچت سيمه کې دوه شيعه ګان وژل شوي دي، چې په غبرګون کې يې په پاړه چينار کې احتجاج پيل شوی دی.
د د ډېسېمبر پر ۲۴مه احتجاج کوونکو د مړو جسدونه د پرېس کلب مخې ته اېښي ول او له حکومته يې د امنيت ټينګولو غوښتنه کوله.
بلخوا ځايي پوليس چارواکي وايي چې په سیمه کې د جرګو له لارې د دواړو فریقینو ترمینځ د راپورته شويو کشالو د هواري لپاره هڅې روانې دي.
په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.
په سیمه کې د سني او شیعه ډلو ترمینځ د نښتو لپاره دواړو خواو په غرونو، د سړکونو پر غاړو او مهمو ځایونو کې مورچې جوړې کړې دي او د جګړې پر وخت له دغو مورچو پر یو بل بریدونه کوي.
په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هواروي.