ایا د کورمې جګړې فرقه ييزې دي؟
د دې اونۍ "د مشال تر رڼا لاندې" کې مو له شنونکو سره پر دې بحث کړی چې ایا په کورمه کې جګړې د شيعه ګانو او سنیانو د فرقه ییزو اختلافاتو له امله کېږي او که يې نور لاملونه دي چې د فرقه ییز تاوتریخوالي او نښتو په نوم یادېږي. په هغه سيمه کې په وروستيو کې په شویو نښتو کې شاوخوا ۱۲۴ کسان ووژل او تر ۲۰۰ زیات ژوبل شول. بشپړ بحث وګورئ.