په داسې حال کې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مخکښ فعال او شاعر ګيله من وزير د جنازې قافله له اسلام اباده د شمالي وزیرستان پر لوري روانه ده، د پاکستان او افغانستان ګڼو سیاستوالانو او فعالانو د نوموړي پر مړینه د خپګان څرګندونه کړې ده.
په قافله کې د غورځنګ د مشر منظور پشتین په ګډون لسګونه مخکښه مشران، غړي او فعالان ګډون کوي.
دا تر هغې وروسته ده چې وزیر د جولای پر ۱۱مه تر نیمې شپې وروسته د ټپونو له امله سا ورکړه.
ګیله من وزیرد جولای پر اوومه په اسلام اباد کې په یوه حمله کې تر ژوبلېدو وروسته د پاکستان د طبي علومو انسټیټیوټ (پاکستان انسټيټیوټ اف میډیکل ساینسز یا پېمز) په روغتون کې بستر وو.
پشتین وايي چې وزیر د ازاد خان دواړ په نامه يو تن او له هغه سره ۱۰ یا ۱۲ نورو کسانو په لرګیو پر سر وهلی وو.
داوړ په شمالي وزیرستان کې يو ځايي سیاستوال او په اسلام اباد کې د جایداد کاروبار لري.
داوړ لا په دې اړه څه نه دي ويلي.
خو د اسلام اباد پولیس وايي چې پر ګیله من وزیر یې د برید مقدمه دایره کړې او پلټنې یې پیل کړې دي.
د پولیسو یو ویاند تقي جواد اخوندزاده د جولای پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې پر وزیر حمله د "ذاتي دښمنۍ" پر اساس شوې ده.
د پولیسو د عملیاتي چارو د څانګې ویاند شریف الله خټک د جولای پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې پولیسو په مقدمه کې د تورنو کسانو پر دفترونو او کورونو چاپې وهلې دي خو هغوی ورک دي او لا یې هېڅوک نه دي نیولي.
پشتین د جولای پر ۱۱مه تر نیمې شپې وروسته د غورځنګ غړو او پلویانو ته په وینا کې وویل چې ګیله من وزیر یې په غورځنګ کې "تر ټولو نېږدې ملګری" وو.
د وزیر د جنازې قافله د جولای ۱۱مې پر سهار له اسلام اباده روانه شوه او له صوابۍ او پېښوره تر تېرېدو وروسته د بنو پر لوري روانه ده.
د خیبر پښتونخوا حکومت شمالي وزیرستان ته د ګیله من وزیر د جسد لېږدولو لپاره اسلام اباد ته سرکاري امبولانس استولی وو.
غورځنګ وايي چې د نوموړي د جنازې لمونځ د جولای پر ۱۲مه مازیګر څلور بجې د شمالي وزیرستان د رزمک په اسدخېلو کې کېږي او بیا به په پلرنۍ هدیره کې خاورو ته سپارل کېږي.
غبرګونونه
د پي ټي اېم د مخکښه مشرانو په ګډون ګڼو سیاستوالانو او فعالانو د ګیله من وزیر پر مړینه خپګان ښوولی دی.
د پي ټي اېم مخکښه مشر او د قامي اسمبلۍ پخواني غړي علي وزیر پر اېکس، چې پخوا ټوېټر نومېده، لیکلي دي چې ګیله من وزیر "پښتو شاعرۍ ته د انقلاب نوښت بخښلی" وو.
إِنَّا ِلِلَّٰهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَRIP #GilamanWazir If the Pashtun land is indebted to anyone in history, it is only to Gilamin Pashtun. He blessed Pashto poetry with the innovation of the revolution. His space will never be filled.#StopStateTerrorism pic.twitter.com/TMKdyX8qZH
— Ali Wazir (@Aliwazirna50) July 11, 2024
د ملي جمهوري غورځنګ (اېن ډي اېم) مشر او په قامي اسمبلۍ کې د شمالي وزیرستان پخواني استازي محسن داوړ پر اېکس لیکلي چې د ګیله من وزیر "شاعري د افغان وطن له مینې ډکه" وه او هغه پکې د "جبر د حالاتو اظهار" په خورا ښه ډول کړی وو.
RIP #GilamanWazir, your melodious poetry, full of love for the Afghan watan, will forever be etched in our hearts. Few could express the oppressive circumstances like Gilaman did. His poetry will continue to inspire generations to come. pic.twitter.com/o7aflsjvZ6
— Mohsin Dawar (@mjdawar) July 10, 2024
فعال او د سولې نوبېل انعام ګټونکې ملالې یوسفزۍ پلار ضیا الدین یوسفزي پر اېکس لیکلي دي چې د ګیله من وزیر "په اظهار او اواز کې لوی تاثیر وو" او د "وطن درد" یې د پښتنو تر زړونو رسولی وو.
د ګیله من په اظهار او آواز کښې لوې تاثېروو. د وطن هر درد یې دپښتنو زړونو ته کوز کړې وو. روح یې ښاد او یاد یې تل پاتې. #GilamanWazir #JusticeForGilamanWazir pic.twitter.com/ePrphMdqLJ
— Ziauddin Yousafzai (@ZiauddinY) July 10, 2024
د افغانستان د جمهوري نظام ګوښه شوي ولسمشر اشرف غني پر اېکس په بیان کې د وزیر له کورنۍ او ملګرو سره خواخوږي ښوولې او هغه یې د "یو ریښتیني وطنپال" په نوم یاد کړی دی او زیاته کړې یې ده چې هغه د "ژوند تر پایه پر خپل دریځ کلک" ولاړ پاتې شو.
په ژور درد او افسوس د مبارز شاعر ګیله من وزیر پر شهادت د هغه ځوانیمرګ کورنۍ، دوستانو، ملګرو او ملت ته تسلیت وایم.ګیله من د یوه ریښتیني وطنپال په توګه تر پایه پر خپل دریځ کلک ودرېد او ژوند یې همدغې داعیې ته وباښه.د ګیله من شهید وطنپالنه به راتلونکو نسلونو ته دده په شعرو کې رسېږي… pic.twitter.com/QxIx1kn919
— Ashraf Ghani (@ashrafghani) July 11, 2024
د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر اېکس په بیان کې د وزیر له کورنۍ سره خواخوږي ښوولې ده.
په ډیر افسوس چې با احساسه او خوږ ژبی شاعر ګیلهمن وزیر له دې نړۍ سترګې پتې کړې.انا لله و انا الیه راجعوند خپلې خواشینۍ او ډاډګیرنې مراتب د ارواښاد ګیله من وزیر کورنۍ او دوستانو ته وړاندې کوم او د لوی خدای (ج) له درباره متوفی ته د جنت او کورنۍ ته یې د جمیل صبر استدعا کوم. pic.twitter.com/TlV1TTyfDa
— Hamid Karzai (@KarzaiH) July 11, 2024
د بشري حقونو چارو وکیلې او فعالې ایمان زینب مزارۍ په خپل بیان کې ویلي دي چې پر ګیله من وزیر په برید کې ککړ کسان "ازاد ګرځي". هغې تور پورې کړی دی چې "ریاست یا دولت نه یوازې د هغه ډول مجرمانو ساتنه کوي بلکې د پښتنو د وینې بهونې پر سر انعام هم ورکوي."
Heartbreaking news that Gilaman has left us, while his murderers roam free. State not only protects such criminals but also rewards them for spilling Pashtun blood.Prayers for all of Gilaman’s loved ones & friends in this unimaginably difficult time. RIP #GilamanWazir 💔
— Imaan Zainab Mazari-Hazir (@ImaanZHazir) July 11, 2024
ایمان مزارۍ اکثر د پاکستان دولت پر تګلارو نیوکې کوي. خو د پاکستان حکومت په بیا بیا دا ډول انتقادونه، دعوې او تورونه رد کړي دي. له دې پرته د اسلام اباد پولیسو ټینګار کړی دی چې د وزیر په وژنه کې د ککړو کسانو لټون ته یې دوام ورکړی دی او په دې لړ کې یې چاپې هم وهلې دي.
د قامي وطن ګوند مشر او د پاکستان د کورنیو چارو پخواني وزیر افتاب احمد خان شېرپاو پر اېکس لیکلي دي چې که حکومت د درملنې لپاره ګیله من وزیر د هوايي امبولانس په ذریعه بهر استولی وو نو ښايي د کورنۍ تسلي یې شوې وه.
پی ٹی ایم رہنما اور شاعر گیلامن وزیر کی حملہ کی وجہ سے شدید زخمی ہونے کے بعد آج وفات پا جانے پر دل نہایت رنجیدہ ہے۔میری تمام ہمدردیاں غمزدہ خاندان کے ساتھ ہیںاگر انہیں ائیر ایمبولنس کے ذریعے اعلی علاج کی خاطر بیرون ملک لے جایا جاتا تو ان کے لواحقین کو تسلی ہوجاتیایک شاعر… pic.twitter.com/QERVgp3vZS
— Aftab Khan Sherpao (@AftabSherpao) July 11, 2024
شېرپاو په بیان کې زیاته کړې چې ګیله من وزیر د شاعرۍ له لارې د "خپلو حقونو لپاره غږ" پورته کړی وو او وژنه یې په سختو ټکو کې غندي.
دا په داسې حال کې ده چې د پي ټي اېم مشر منظور پشتین د جولای پر نهمه د پېمز روغتون مخې ته د پي ټي اېم پلویانو ته په وینا کې ویلي ول چې د درملنې لپاره یو بهرني هېواد ته د ګيله من وزير د لېږدولو ټول تیاری یې کړی وو خو ډاکټرانو ورته ویلي چې په دې حالت کې د هغه استول خطر لري.
د بلوڅانو د حقونو او د ورکو بلوڅانو د موندلو لپاره د مبارزه کوونکې بلوڅ یووالي یا یکجهتي کمېټۍ مخکښې سمي دین بلوڅې لیکلي دې چې وزیر د خپلې "شاعرۍ له لارې" ولس "باشعوره" کاوه او د هغه "ځای به هېڅوک ډک نه کړای شي."
گیلامن وزیر کی شہادت کا سن کر انتہائی دکھ اور تکلیف ہوئی اور شاید انکا خلا کھبی پرُ نہ ہوسکے، وہ اپنی شاعری کے زریعے شعور پھیلاتا رہا اور انکے جانے کے بعد انکی شاعری اپنی قوم کو یوں ہی ظلم اور جبر کے خلاف لڑنے کی تلقین کرتی رہے گی۔جس ریاست میں لاقانونیت کا راج رائج ہو وہاں کسی… pic.twitter.com/wgmz3IaJYY
— Sammi Deen Baloch (@SammiBaluch) July 11, 2024
بلوڅې په بیان کې پر "لاقانونیت" انتقاد کړی دی او زیاتوي چې د دې له وجې د خلکو ځان او مال خوندي نه دی. خو د پاکستان حکومت په بیا بیا ویلي دي چې امنیت او د خلکو خوندیتوب ته ژمن دی او د دې لپاره یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی.
سیاستوال او پخواني سېنېټر افراسیاب خټک ګیله من وزیر په "کم عمر" کې د "مقاومت او مبارزې" د "سېمبول (علامت)" په نوم یاد کړی دی.
ګیله من پشتون په خپل کم عمر کې د مقاومت او مبارزې سمبول وو او په مرګ یې هم د لر او بر افغان اولسونو زړونو ته لار بیامونده ، او هغه یې د یوه بل سره وګنډلو ، الله پاک دې یې جنتونه ځاې کړیچې د شفق لمنو اور واخستود لمر د قتل کیسې زور واخستو#GilamanLivesOn
— Afrasiab Khattak (@a_siab) July 11, 2024
د ګيله من وزیر خپل نوم حضرت نعيم وو. هغه د شمالي وزیرستان د رزمک اوسېدونکی وو. نوموړی د بشري حقونو لپاره د فعالیت او له پښتنو سره د مینې او ملتپالنې شاعرۍ لپاره ډېر مشهور وو.
هغه په خپلو شعرونو کې د لادرکو خلکو پر مسله هم غږېدلی او د پاکستان پر امنيتي مسایلو یې هم نیوکې کولې.
وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ د بنسټګر منظور احمد پشتین له نېږدې ملګرو او د هغه د مرکزي شورا غړی وو.
وزیر په ۲۰۲۳ز کال کې پر پوځ د نیوکو او د خلکو د پارونې تورونو پر اساس نیول شوی وو. هغه د ۲۰۲۴ز کال په فبرورۍ کې تر شاوخوا اته میاشتې زندان تېرولو وروسته خوشې شو.