د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ فعال او شاعر ګیله من وزیر ومړ


ګیله من وزیر د جولای پر اوومه په حمله کې تر ژوبلېدو وروسته په پېمز روغتون کې بستر وو.
ګیله من وزیر د جولای پر اوومه په حمله کې تر ژوبلېدو وروسته په پېمز روغتون کې بستر وو.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) ویلي دي چې د تحریک مخکښ فعال او شاعر ګيله من وزير د ټپونو له امله سا ورکړې ده.

د غورځنګ مشر منظور پشتین د جولای پر ۱۱مه شپې شاوخوا یوه بجه د پاکستان د طبي علومو انسټیټیوټ (پاکستان انسټيټیوټ اف میډیکل ساینسز یا پېمز) له روغتونه بهر د پي ټي اېم غړو او پلویانو ته په وینا کې د وزیر مړینه تایید کړه.

ګیله من وزیرد جولای پر اوومه په اسلام اباد کې په یوه حمله کې تر ژوبلېدو وروسته په پېمز روغتون کې بستر وو.

پشتین وايي چې وزیر د جولای پر اوومه په هغه ښار کې د ازاد خان دواړ په نامه يو تن او له هغه سره ۱۰ یا ۱۲ نورو کسانو په لرګیو پر سر وهلی وو.

داوړ په شمالي وزیرستان کې يو ځايي سیاستوال او په اسلام اباد کې د جایداد کاروبار لري.

داوړ لا په دې اړه څه نه دي ويلي.

پشتین د جولای پر ۱۱مه تر نیمې شپې وروسته د غورځنګ غړو او پلویانو ته په وینا کې وویل چې د ګیله من وزیر د درملنې پوره هڅه یې وکړه او ان د جولای پر ۱۰مه له امریکا څخه ورغلیو ډاکترانو هم د هغه معاینه وکړه خو هغه بچ نه شو. "زموږ د وطن، زموږ د ملت پر یو لوی اتل باندې ګوزار دومره سخت شوی وو چې د هغه علاج ناممکن حد ته رسېدلی وو."

هغه وویل چې ګیله من وزیر یې په غورځنګ کې "تر ټولو نېږدې ملګری" وو.

نوموړي زیاته کړه چې د غورځنګ غړي او پلویان د جولای ۱۱مې پر سهار د ګیله من وزیر مړی له اسلام اباده د پېښور او بنو پر لاره وزیرستان ته لېږدوي.

پشتین چې وینا کوله نو ورسره په څنګ کې د ګیله من وزیر عرفات وزیر هم ولاړ وو.

دا په داسې حال کې ده چې د پي ټي اېم مشر منظور پشتین د جولای پر نهمه د پېمز روغتون مخې ته د پي ټي اېم پلویانو ته په وینا کې ویلي ول چې د درملنې لپاره یو بهرني هېواد ته د ګيله من وزير د لېږدولو ټول تیاری یې کړی وو خو ډاکټرانو ورته ویلي چې په دې حالت کې د هغه استول خطر لري.

نوموړي پر پولیسو تنقید وکړ چې تر اوسه یې پر ګيله من وزیر په برید کې ککړ کسان نه دي نیولي.

خو د اسلام اباد پولیس وايي چې پر ګیله من وزیر یې د برید مقدمه دایره کړې او پلټنې یې پیل کړې دي.

د پولیسو یو ویاند تقي جواد اخوندزاده د جولای پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې پر وزیر حمله د "ذاتي دښمنۍ" پر اساس شوې ده.

د پولیسو د عملیاتي چارو د څانګې ویاند شریف الله خټک د جولای پر ۱۰مه مشال راډیو ته وویل چې پولیسو په مقدمه کې د تورنو کسانو پر دفترونو او کورونو چاپې وهلې دي خو هغوی ورک دي او لا یې هېڅوک نه دي نیولي.

د ګيله من وزیر خپل نوم حضرت نعيم وو. هغه د شمالي وزیرستان د رزمک اوسېدونکی وو. نوموړی د بشري حقونو لپاره د فعالیت او له پښتنو سره د مینې او ملتپالنې شاعرۍ لپاره ډېر مشهور وو.

هغه په خپلو شعرونو کې د لادرکو خلکو پر مسله هم غږېدلی او د پاکستان پر امنيتي مسایلو یې هم نیوکې کولې.

وزیر د پښتون ژغورنې غورځنګ د بنسټګر منظور احمد پشتین له نېږدې ملګرو او د هغه د مرکزي شورا غړی وو.

وزیر په ۲۰۲۳ز کال کې پر پوځ د نیوکو او د خلکو د پارونې تورونو پر اساس نیول شوی وو. هغه د ۲۰۲۴ز کال په فبرورۍ کې تر شاوخوا اته میاشتې زندان تېرولو وروسته خوشې شو.

XS
SM
MD
LG