د خیبر پښتونخوا د بنو د بکاخېلو اوسېدونکو په سیمه کې په پوځي عملیاتو کې ولسي وګړو ته د اوښتو زیانونو ضد احتجاج ته دوام ورکړی دی.
هغوی د نومبر ۳۰مې پر سهار د بکاخېلو په منډیۍ احتجاج پیل کړ او وايي چې د نومبر له ۲۹مې نېټې څخه په غوړا بکاخېلو کې د امنیتي سرتېرو په عملیاتو کې د سیمې خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده، د ګرځبندیز له وجې خلک په کورونو کې ایسار دي او له نورو ستونزو سره هم مخامخ دي.
د غونډې یو ګډونوال او د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) د مرکزي کمېټۍ غړی حاجي عبدالصمد خان وایي چې که پوځ د وسلوالو پر ضد عملیات کوي، نو چا یې مخه نه ده نیولې خو پوښتنه دا ده چې په هغو عملیاتو کې ولسي وګړي ولې ځورېږي؟
امنیتي ځواکونو او استخباراتي ادارو چارواکو د نومبر ۲۹مې پر ماخوستن مشال راډیو ته ویلي ول چې په بکاخېلو کې یې په عملیاتو کې ۱۰ مشکوک وسلوال وژلي او پکې دوه زده کوونکي ژوبل شوي دي.
د غونډې بل ګډونوال ملک ولي الله وویل چې د پوځ عملیاتو پر مهال یې د سیمې یوشمېر کسان نیول شوي، د خلکو کورونه ړنګ او ولسي وګړي "سخت ځورول" شوي دي.
هغه زیاته کړه چې د خلکو د ځان او مال ساتنه د حکومت ذمه واري ده او باید عام ولس خوندي کړي.
پوځي چارواکو د بکاخېلو د احتجاج په اړه مشال راډیو ته ویلي چې په هغه سیمه کې وسلوال فعال دي او د هغوی د پټنځایونو ختمولو لپاره یې عملیات پیل کړي دي.
هغوی له رسنیو سره د خبرو اجازې نه لرلو له کبله د نوم نه ښوولو په شرط وویل چې د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو خوندیتوب ته پام کوي.
دا هم وګورئ:
د بکاخېلو خلک وایي د وسلوالو ضد پوځي عملیاتو کې دوی ته تاوانونه اوښتي ديد بنو سوداګرو د خپل ملګري د تښتونې پر ضد احتجاج کړی دید بنو اوسېدونکي وايي وسلوال یې "په سپينه ورځ په سيمو کې ګرځي"د بنو په ځونیخېلو کې د خلکو د ځورنۍ خلاف جرګه دوام لريله تېرو څه د پاسه دوو کلونو راهیسې د خیبر پښتونخوا په مختلفو برخو کې ناامني زیاته شوې چې د پاکستان پوځ په وینا، د مخنیوي لپاره یې هدفي عملیات کوي خو د ځینو ځایونو خلک پکې ولسي وګړو ته د زیانونو اوښتو پر ضد احتجاجي مظاهرې او جرګې کوي.
تر دې مخکې په خیبر کې هم خلکو احتجاج کړی وو او ویلي یې ول چې په تیرا کې د عملیاتو پر مهال امنیتي سرتېرو پر کورونو مارټر ګولۍ ویشتلې دي او مالي او ځاني تاوانونه ورته اړولي دي.
داراز د بنو په ځونیخېلو (جانیخېلو) کې خلکو د وسلوالو او امنیتي ځواکونو تر نښتو وروسته په عملیاتو کې د خلکو د ځورونې ضد جرګه دوام لري.
د ځونیخېلو اوسېدونکو د نومبر پر ۲۲مه په سیمه کې احتجاج پیل کړی دی. هلته جرګې له حکومته دا غوښتنه هم کړې چې په سیمه کې دې پر امنیتي پوسته په وروستي برید کې د ککړتیا په تور نیولي کسان خوشې کړي.
د جرګې ګډونوال وایي چې هغوی "بې ګناه" دي نو ځکه یې په بند کې ساتل ناسم دي.
دا په داسې حال کې ده چې د نومبر پر ۱۹مه په بنو کې په امنيتي پوسته پر ځانمرګي بريد کې ۱۲ سرتېري ووژل شول. د پاکستانيو طالبانو حافظ ګل بهادر ډلې د بريد ذمه واري منلې وه.
امنيتي ځواکونو تر پېښې وروسته لسګونه کسان ونیول.
د جرګې یو ګډونوال مشال راډیو ته وویل له حملې راهیسې په سیمه کې لارې تړل شوي او ګرځبندیز لګول شوی چې له وجې یې خلک له ډېرو ستونزو سره مخامخ دي.