امنیتي سرتېرو شمالي وزیرستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ ۳ غړي نیولي دي

پښتون ژغورنې غورځنګ له ۲۰۱۸ز کال راهیسې د شمالي وزیرستان په ګډون په یوشمېر سیمو کې د پښتنو د حقونو لپاره جلسې کړې دي.

پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) وايي، امنیتي سرتېرو په شمالي وزیرستان کې د غورځنګ ضلعي رابطه کار (کووارډینېټر) عید رحمان وزیر او دوه نور غړي نیولي دي.

په بنو کې د غورځنګ یو مخکښ فعال ګران وزیر د مې پر ۳۱مه مشال راډیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو وزیر د مې پر ۳۰مه او دوه نور غړي زکیم وزیر او جلال خان سیدګی یې د مې پر ۳۱مه وزیرستان ته د تګ پر مهال پر امنیتي پوسته نیولي دي.

غورځنګ ویلي دي چې که پر هغو کسانو کوم تور وي نو ورباندې دې مقدمه دایره شي او ځواکونه دې یې پولیسو ته وسپاري.

د شمالي وزیرستان انتظامیې او پوځ لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

امنیتي سرتېرو تر دې مخکې د مې پر ۱۹مه هم عید رحمان وزیر نیولی وو چې یوشمېر ساعتونه وروسته یې خوشې کړ.

دا هم وګورئ:

د پښتون ژغورنې غورځنګ فعال عید رحمان وزیر خوشې شوپښتون ژغورنې غورځنګ د خړ کمر پېښې د ښکار شویو په یاد غونډه کړې ده

تر اوسه معلومه نه ده چې هغه درې فعالان ولې نیول شوي دي خو عید رحمان وزیر او د غورځنګ د یوه مخکښ مشر علي وزیر په ګډون یوشمېر فعالان چې تېره اوونۍ د شمالي وزیرستان په دته خېلو کې د خړ کمر په پېښه کې د وژل شویو په یاد غونډې ته روان ول نو هغه مهال یې په میرامشا کې له امنیتي سرتېرو سره لفظي شخړه شوې وه.

د هغې پېښې یوه ویډیو هم پر ټولنیزو شبکو خپره شوې وه چې پکې عید رحمان وزیر ښکاري چې له یوه سرتېري سره تود بحث کوي.

د غورځنګ په وینا، امنیتي سرتېرو د مې پر ۲۵مه د پي ټي اېم غړو مخه نیولې وه او ورته یې دته خېلو ته د تګ اجازه نه ورکوله چې په غبرګون کې یې هلته فعالانو احتجاج وکړ.

د شمالي وزیرستان ملکي او امنیتي چارواکو د هغې پېښې په اړه هم څه نه دي ویلي.

پښتون ژغورنې غورځنګ په ۲۰۱۸ز کال کې له جوړېدو راهیسې د ناامنۍ پرضد او د پښتنو د مدني او بشري حقونو لپاره احتجاجونه، جلسې، لاریونونه او غونډې کوي او وايي، ټولې هلې ځلې یې د پاکستان له ایین او قانون سره سمې دي.

په تېرو وختونو کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران او پلویان نیول شوي چې وروسته په ضمانت خوشې شوي دي. داراز، د غورځنګ یو مخکښ حنیف پښتین له تېرو نېږدې څلورو کلونو راهیسې د بنو په جېل کې دی.

پي ټي اېم وايي، پر ګرفتاریو سربېره د پښتنو د مدني او بشري حقونو لپاره سوله ییزې او قانوني مبارزې ته دوام ورکوي.