پښتون ژغورنې غورځنګ د خپلو نیول شویو ملګرو د خوشې کولو لپاره مظاهرې کړې دي

پي ټي اېم وخت په وخت د ناامنۍ او بشري حقونو سرغړونو پرضد غونډې، جلسې او لاریونونه کوي - پخوانی انځور.

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) غړو او پلویانو د خپلو نیول شویو ملګرو د خوشې کولو او د امنیت ټینګښت لپاره د خیبر پښتونخوا او بلوچستان په ځينو سیمو کې احتجاجونه کړي دي.

د پي ټي اېم يو مخکښ مرید حیات د نومبر پر ۲۱مه د بنو په ميلاد پارک کې مظاهرچیانو ته وويل چې حکومت هيڅ قانوني جواز نه لري چې علي وزیر او د غورځنګ له ۱۰۰ زیات نور غړي او پلویان په جېلونو کې وساتي.

د اسلام اباد پولیسو د غورځنګ مخکښ مشر او د قامي اسمبلۍ پخوانی غړی علي وزیر د اګست پر درېیمه د امنیت ګډوډولو په تور نیولی وو. نوموړی له هغه وخت راهیسې د پنجاب په بېلابېلو زندانونو کې ساتل شوی دی. وزیر پر ځان لګېدلي تورونه ردوي. له دې پرته پي ټي اېم وايي چې پولیسو یې تر ۱۰۰ زیات فعالان نيولي‌ دي.

خو په خیبر پښتونخوا کې د واکمن تحریک انصاف سیاستوال او په قامي اسمبلۍ کې د خیبر استازي اقبال خان اپرېدي د نومبر پر ۲۱مه له مشال راډیو سره په خبرو کې دعوه وکړه چې د پي ټي اېم بېلابېل نیول شوي غړي خوشې شوي دي او یوازې یو کس بندي دی چې اعلاوزیر علي امین ګنډه پور یې د خوشې کولو هڅه کوي.

د خیبر پښتونخوا په خیبر کې د پي ټي اېم حسین احمد مشال راډیو ته وویل چې د نومبر پر ۲۱مه په هغه ضلع کې هم مظاهره وشوه چې پکې ګډونوالو د فعالانو د خوشې کولو او د ناامنۍ مخنیوي غوښتنې وکړې.

ده وویل چې مظاهرچینانو داراز له حکومته وغوښتل چې د وسلوالو پرضد د عملیاتو پر مهال دې د ولسي وګړو د ژوند او مال خوندیتوب باوري کړي.

د نومبر پر شپږمه په تیرا کې د مارټر يا هاوان مرميو په برید کې دوه ماشومان وژل شوي او پینځه ژوبل شوي ول چې پرضد يې باړې سياسي اتحاد د نومبر پر اتمه نېټه احتجاجي مظاهره وکړه.

د پاکستان پوځ وايي چې د وسلوالو پرضد د هدفي عملیاتو او نښتو پر مهال د ولسي وګړو د ژوند او مال د خوندیتوب پوره هڅې کوي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتين د نومبر پر ۱۳مه په ویډیويي بیان کې ویلي ول چې د خپلو ملګرو د روانو ګرفتاريو پر ضد د نومبر له ۲۱مې څخه مظاهرې پیلوي.

نوموړي دا خبره، پر هم هغه ورځ په جمرود کې د "پښتنو قامي عدالت" په نامه د خیبر جرګې د ۸۰ استازو تر غونډې وروسته کړې وه.

پشتین ویلي ول چې د خیبر پښتونخوا حکومت ته استازي ورلېږدوي چې د چارواکو د کړو وعدو د عملي‌ کولو په اړه ورسره وغږېږي.

د خیبر پښتونخوا حکومت د نوموړي د څرګندونو په اړه څه نه ول ویلي. خو اعلاوزیر علي ‌امين ګنډه پور د اکتوبر پر ۱۱مه په خیبر کې شوې جرګې ته د وينا په وخت ژمنه کړې وه چې د صوبايي حکومت پورې اړونده غوښتنې به پوره کوي.

د خیبر د جمرود په رېګي للمه کې د پي ټي اېم په کوربه توب د پښتنو درې ورځنۍ لویې جرګې ته په پښتون مېشتو سیمو کې د ټولو ګوندونو مخکښ سیاستوالان، د خیبر پښتونخوا ګورنر او اعلا وزیر، د صوبايي حکومت لوړپوړي چارواکي، د بېلابېلو ولسونو مشران، مدني فعالان، پوهان، هنرمندان، لیکوالان او په لسګونو زرو پښتانه ورغلي ول.

دا هم وګورئ:

پي ټي اېم د خپلو غړو او پلویانو د ګرفتاریو پرضد د نومبر له ۲۱مې مظاهرې کوي خیبر سیاسي اتحاد د خان ولي اپرېدي او نورو فعالانو د خوشې کولو غوښتنه کړېسیند های کورټ د پي ټي اېم د ۸ پلویانو ضمانتونو منظور کړي ديډاکټر عرفان اشرف: پښتون قامي جرګې پښتنو ته د راتلونکې لاره وښودهخیبر پښتونخوا اسمبلۍ د پښتنو قامي جرګې په غوښتنو بحث وکړ

د پي ټي اېم مشر منظور احمد پشتین د اکتوبر پر ۱۳مه شپې ناوخته د جرګې ۲۲ پرېکړې اعلان کړې چې پکې یوه دا وه چې پوځ او ټولو وسلوالو ډلو ته دوه میاشتې وخت ورکوي چې له پښتون مېشتو سیمو دې وځي. د جرګې ګډونوالو دعوه کړې چې هغه دواړه خواوې د امن خرابوونکې دي نو ځکه دې امنيتي چارې د قام استازو او پولیسو ته وسپارل شي.

خو د خیبرپښتونخوا ګورنر فیصل کريم کونډي ويلي چې پوځ له هېڅ سیمې نه شي وتلی.

هغه د نومبر پر ۱۲مه په پېښور کې خبریالانو ته وويل، "په سيند کې رېنجرز ځواکونه دي. په بلوچستان هم پوځ شته دی. نو که وزیراعلا فکر کوي چې پولیس په کوم ځای کې د ترهګرو مقابله نه شي کولی، هلته دې هم پوځ وروغواړي. اوس دا خبرې کېږي چې پوځ دې له سیمو وځي. که پوځ ووځي نو امنيت به څوک ساتي؟ ايا زموږ پولیس د ترهګرۍ مقابله کولی شي؟ البته زموږ پولیسو ډېرې قربانۍ ورکړې دي."

د پاکستاني پوځ وياند لېفټېننټ جنرال احمد شريف هم د نومبر پر ۱۲مه په کواټ کې په يوه غونډه کې ورته خبرې کړې وي او د خیبر د درې ورځنۍ جرګې هغه غوښتنه یې رد کړې وه.

تر هغې جرګې مخکې، د اکتوبر پر شپږمه د پاکستان حکومت پر پښتون ژغورنې غورځنګ د ریاست پر ضد بیانيې جوړولو تور پورې او غیرقانونه یې اعلان کړ. د پاکستان بشري حقونو کمېشن او د بشري حقونو ځينو نړیوالو ادارو دا پرېکړه وغندله او سختې نيوکې یې پرې وکړې.

پولیسو د اکتوبر پر شپږمه په رېګي للمه کې د خیبر جرګې پر ګډونوالو ‌ډزې کړې وي او درې کسان یې وژلي ول. حکومت تر هغې وروسته له پي ټي اېم سره مذاکرات وکړل چې پکې یې نه یوازې د جرګې د کولو اجازه ورکړه بلکې اعلاوزیر علي امين ګنډه پور او ګورنر کونډي پکې تقریرونه هم وکړل.

خو پر دې سربیره، د پښتون ژغورنې غورځنک د غړو او پلویانو پر ضد کاروايۍ روانې دي. غورځنګ مشال راډيو ته په لېږدولو معلوماتو کې دا هم ويلي چې حکومت د خیبر جرګې د لږ تر لږه ۹۵ ګډونوالو شناختي‌ کارډونه او بانک اکاونټونه (حسابونه) بند کړي دي.