کابل کې پر مساپر وړونکي ګاډي چاودنه کې ۳ تنه وژل شوي، ۴ ژوبل دي

په کابل کې د طالبانو د حکومت سرتېري د پهرې پر مهال - پخوانی انځور.

د افغانستان په پلازمېنه کابل کې پر یوه مساپر وړونکي ګاډي په چاودنه کې درې ولسي وګړي وژل شوي او څلور ژوبل دي.

د طالبانو د حکومت د کابل د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ په بیان کې ویلي دي چې برید د جنورۍ نهمې پر ماښام د ښار د ۱۶مې ناحیې په الوخېلو سیمه کې شوی دی.

پر ټولنیزو شبکو په خپرو شویو ویډیوګانو کې ښکاري چې یو وړوکی مساپر وړونکی ګاډی د چاودنې ښکار شوی دی.

د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې د جنورۍ پر ۱۰مه په یو بیان کې د حملې ذمه واري منلې ده او دعوه یې کړې ده چې په چاودنه کې یې د څرخي پله (پلچرخي) زندان یو موټر په نښه کړی دی او پکې یې زندان لږترلږه ۱۰ کارکوونکو ته مرګژوبله اړولې ده.

د طالبانو چارواکو تر اوسه نه دي ویلي چې حمله چا کړې خو زیاتوي چې د برید په تړاو یې یو مشکوک تن نیولی دی.

دا د تېرې یوې اوونۍ په موده کې په کابل کې دویمه چاودنه ده چې د داعش خراسان څانګې یې ذمه واري ومنله. تر دې مخکې د جنورۍ پر شپږمه د ښار په دشت برچي سیمه کې د سپرلیو پر یوه ګاډي په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي او ۱۴ ژوبل شوي ول.

د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې د هغې چاودنې ذمه واري منلې وه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي ماموریت (یوناما) د جنورۍ پر اوومه پر اېکس پاڼې په بیان کې ویلي ول چې په پېښه کې هزاره ګانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

د کابل دشت برچي سيمه، چې ډېری اوسېدونکي يې شيعه ګان دي، په تېرو کلونو کې هم پکې بریدونه شوي دي. هلته د يوشمېر حملو ذمه واري د اسلامي دولت (داعش) ډلې خراسان څانګې منلې ده.

دا هم وګورئ:

د کابل په دشت برچي کې چاودنې ۲ تنه وژلي ديد طالبانو حکومت وايي له تاجکستان او پاکستانه وسلوال افغانستان ته ورځي

د طالبانو د حکومت د دفاع سرپرست وزیر ملا محمد یعقوب مجاهد د ډېسېمبر پر ۳۱مه په کابل کې خبري غونډې ته وویل چې د هغې ډلې حملې ۹۰ سلنه کمې شوې دي.

هغه وویل چې په افغانستان کې د داعش په وروستیو بریدونو کې پاکستاني او تاجکستاني وګړي ښکېل ول. مجاهد دعوه کړې وه چې د طالبانو ځواکونو د داعش پر ضد د جګړو په مهال په لسګونو تاجکستاني او له ۲۰ زيات پاکستاني وګړي وژلي او په سلګونو یې ژوندي نيولي دي.

د پاکستان او تاجکستان حکومتونو د مجاهد څرګندونو ته غبرګون نه ښوولی. خو په اسلام اباد کې د نګران حکومت چارواکو تر دې مخکې ويلي ول چې د طالبانو حکومت د تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د هغو وسلوالو پر وړاندې څه نه دي کړي چې په پاکستان کې بريدونه کوي.

اسلام اباد په ځينو حملو کې د افغان وګړو د ښکېلتیا ادعا هم کړې وه چې د طالبانو حکومت او ټي ټي پي یې ردوي.

خو د طالبانو د حکومت د نورو چارواکو په څېر ملا یعقوب مجاهد هم دا تور رد کړ او ټينګار یې وکړ چې د افغانستان خاوره د هېڅ هېواد پر ضد استعمالېدو ته نه پرېږدي.