کورمه: د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ نښتو کې د وژل شویو شمېر ۳ ته رسېدلی، ۸ تنه ژوبل دي

چارواکي وايي وژل شوي او ژوبل د پاړه چینار روغتون ته لېږدول شوي دي - پخوانی انځور.

په کورمه کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ تازه نښتې شوې دي چې پکې د روغتیا ادارې په وینا، له دواړو لوریو لږترلږه دوه تنه وژل شوي او څلور ژوبل دي.

د پاړه چینار روغتون یو مشر ډاکتر قیصر عباس د سېپټېمبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې ځاني زیان د سېپټېمبر پر ۲۱مه شپې مهال په بالشخېلو او خوار کلي کې اوښتی دی.

عباس وايي چې د سیمې په روغتونونو کې یې بیړنی وضعیت اعلان کړې او زیاتوي روغتونونه د ژوبلو د درملنې لپاره دواګانې او نور شیان لري خو که په نښتو کې زیات کسان ژوبلېږي نو بیا به یې کار مشکل شي.

د سېپټېمبر پر ۲۰مه د بوشهرې (بوشارو او بوشېره هم بلل کېږ) د مدګي کلي او احمدزیو ترمینځ د ځمکې لانجې او مورچو جوړولو پر سر نښته پیل شوه چې د کورمې یوشمېر سیمو ته وغځېده.

له تازه مرګژوبلې سره په سیمه کې د سېپټېمبر له ۲۰مې راهیسې په روانو نښتو کې د وژل شویو شمېر درو او د ژوبلو اتو ته رسېدلی دی. په هغو کې یې یو پولیس سرتېری دی چې د سدې تاڼې مخې ته یې د پهرې ورکولو پر مهال په یوه سړه مرمۍ لګېدلی دی.

ځايي اوسېدونکي وايي چې په سده کې توغندي پر رهایشي ځایونو هم لګېدلي دي چې پکې ودانیو ته زیان اوښتی دی.

د تاوتریخوالي تازه پېښو له وجې په کورمه کې د تګ راتګ لارې او سرکاري دفترونه، ښوونځي او بازارونه تړلي دي چې له وجې یې د سیمې اوسېدونکي د خوراک څښاک او نورو شیانو په ترلاسه کولو کې له مشکلاتو سره مخامخ شوي دي.

د پاړه چینار یو مدني فعال میر افضل خان توري مشال راډیو ته وویل چې هلته جګړه د ځمکې لانجې پر سر پیل شوه چې فرقه ییزه بڼه یې واخیسته او دا ډول وضعیت د سیمې د "بدبختیو" لامل دی.

دی وايي چې ریاست باید خپله دنده ترسره کړي، نښتې ودروي او د ځمکو د لانجو دایمي حل پیدا کړي.

د کورمې انتظامیې او پولیسو لا رسماً د تاوتریخوالي پېښو په اړه څه نه دي ویلي خو د سرکاري جرګې یو غړي حاجي عزت ګل د سېپټېمبر پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل چې د بوشهرې د مدګي او احمدزیو مشران یې په اوربند سلا کړي دي خو په بالشخېلو او خوار کلي کې تر اوسه ډزبندي نه ده شوې.

دی وايي چې د جرګې غړي چې د سېپټېمبر پر ۲۱مه له بوشهرې فارغ شول نو شپې مهال بالشخېلو او خوار کلي ته ورسېدل او هلته د اوربند هڅې کوي.

عزت ګل زیاتوي چې لومړی اوربند کوي، بیا دا پلټنې کوي چې نښته چا پیل کړه او بیا د ځمکو د لانجو د دایمي هواري هڅې کوي.

دا هم وګورئ:

په کورمه کې د شیعه او سنيانو ترمنځ یو ځل بیا د مځکې پر سر نښتې شوې ديکورميوالو په خپله سيمه کې د امن لپاره احتجاجي مظاهره کړېپه کورمه کې شیعه او سنيان د سېپټمبر تر دویمې پر اوربند سلا شوي ديپه کورمه کې د شیعه ګانو او سنیانو تر نښتې وروسته ډز بندي شوې ده

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

سږ کال د اګست پر ۲۶مه شیعه او سني مشرانو موافقه کړې وه چې د خوار کلي او بالشخېلو ترمینځ په سیمه کې به هېڅوک نورې نوې مورچې نه جوړوي.

په کورمه کې د جولای پر ۲۴مه شیعه ګانو او سنیانو ترمينځ د ځمکې پر سر جګړې شروع شوې وې چې تر شپږو ورځو روانې وې او یوشمېر سیمو ته غځېدلې وې. وروسته له بهره ورغلیو مشرانو هلته اوربند وکړ. د روغتیا اداره وايي چې په هغو نښتو کې د دواړو خواوو ۲۹۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هوارېږي.