کورمه: د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ نښتو کې ۱۰ نور کسان وژل شوي

په کورمه کې د روغتون مخې ته د خلکو ګڼه ګوڼه ده ـ پخوانی انځور.

په کورمه کې د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ تازه نښتې شوې دي چې پکې د روغتیا ادارې په وینا، له دواړو لوریو ۱۰ نور کسان وژل شوي او ۲۷ ژوبل دي.

د روغتیا محکمې چارواکي وایي په تازه نښتو کې په تېرو درې ورځو کې ټول ۱۴ کسان وژل شوي او ۳۵ ژوبل شوي دي.

دا جګړه د سېپټېمبر پر ۲۰مه، په بوشارو کې د مورچو جوړولو په سر د مدګي کلي او احمدزیو ترمینځ شروع شوې وه چې اوس باليشخېل، خوار کلی، پیواړ، تری منګل، مقبل، کونج علي زو، بغکې، بدامه، کړمان او خومڅو سیمو ته غځېدلې ده.

د سېمې خلک وایي، په بوشارو کې د سېپټېمبر پر ۲۱مه جګړه ودرېدله، خو په څلورو نورو ځایونو کې لا هم روانه ده. ځای استوګن وایي په سده او پاړه چینار کې د خلکو په کورونو د توغندیو پرېوتو له امله ځاني او مالي تاوانونه اوښتي دي.

د سدې هسپتال مشر ډاکټر رحیم ګل د سېپټېمبر پر ۲۳ مه مشال راډیو ته وویل چې تر خپل وسه د ژوبلو درملنه کوي خو دومره وسایل نه لري چې دا هر څه په سمه طریقه وکړای شي.

په سیمه کې د جګړې ضد د سېپټېمبر پر ۲۲مه لسګونه کسانو په پاړه چینار کې احتجاج وکړ او له حکومته یې غوښتنه وکړه چې جګړه دې ودرول شي. د هغې احتجاج مشري د قامي اسمبلۍ غړي انجینر حمید حسین کړې وه. نوموړي وویل، که حکومت امن نه شي راوستلی نو له سیمې دې ووځي ځکه چې نور د خپلو خلکو وینه تویدل نه شي زغملای او ژړا او فریاد یې نه شي اورېدلای.

د تاوتریخوالي تازه پېښو له وجې په کورمه کې د تګ راتګ لارې او سرکاري دفترونه، ښوونځي او بازارونه تړلي دي چې له وجې یې د سیمې اوسېدونکي د خوراک څښاک او نورو شیانو په ترلاسه کولو کې له مشکلاتو سره مخامخ شوي دي.

په پاړه چینار کې د شیعه ګانو د یو تنظیم انجمن حسينیه مشر جلال حسین بنګش مشال راډیو ته وویل چې هلته جګړه د ځمکې لانجې پر سر پیل شوه چې فرقه ییزه بڼه یې واخیسته او دا ډول وضعیت د سیمې د "بدبختیو" لامل دی.

کورمې ته د جنګ ودرولو لپاره له هنګو، اورکزو او کواټه د مشرانو جرګه هم ورغلې، خو تر اوسه د جګړې په ودرولو کې کامیاب شوي نه دي.

په سده کې د سنیانو یو مشر ملک حاجي سلیم خان اورکزي ویلي که د چا دا خیال وي چې د جنګونو په لاره به خپلې مسلې حل کړي نو هیڅ داسې نه شي کېدای. اورکزي زیاته کړې چې د سیمې د امنیت په بېرته بحالولو کې دوی هر ډول همکارۍ کولو ته تیار دي.

د کورمې انتظامیې او پولیسو لا رسماً د تاوتریخوالي پېښو په اړه څه نه دي ویلي خو د سرکاري جرګې یو غړي حاجي عزت ګل د سېپټېمبر پر ۲۳مه مشال راډیو ته وویل چې دا کولی شي چې د غلطۍ نشاندهي وکړي، بد ته بد او ښو ته ښه ووايي، سوال او زاري وکړي، خو خلک یې نه مني او نه حکومت پر وړاندې کړل شويو تجاویزو عمل کولو ته تیار دی.

هغه وویل چې یو ځل بیا د جنګ ودرولو لپاره خپلې هلې ځلې کوي، خو که هدف یې حاصل نه شو نو جرګه ماتول به یې تر غور لاندې وي ځکه چې نور هلته د خبرو هیڅ ګټه نشته.

کورمه یوه داسې حساسه قبایلي سیمه ده چیرې چې سنیان او شیعه ګان په ګډه پاتې کېږي، او هلته وخت په وخت د ځمکو په مختلفو شخړو د هغوی ترمینځ جګړې شوي، چې په کې دواړو خواوو عام وګړو ته مالي او ځاني تاوانونه اړولي.

دا هم وګورئ:

په کورمه کې د شیعه او سنيانو ترمنځ یو ځل بیا د مځکې پر سر نښتې شوې ديکورميوالو په خپله سيمه کې د امن لپاره احتجاجي مظاهره کړېپه کورمه کې شیعه او سنيان د سېپټمبر تر دویمې پر اوربند سلا شوي ديپه کورمه کې د شیعه ګانو او سنیانو تر نښتې وروسته ډز بندي شوې ده

په کورمه کې سنیان او شیعه ګان ګډ ژوند کوي خو په بېلابېلو وختونو کې یې ترمینځ د ځمکو، ځنګلونو او نورو ملکيتونو پر سر وسلوالې نښتې شوې دي چې پکې ګڼ کسان وژل شوي او بې کوره شوي دي. له دې پرته، د شیعه ګانو او سنیانو ترمینځ د دیني رسوماتو پر سر اختلافات او یا هم د دیني مشرانو پر ضد ویناګانې هم د وسلوالو نښتو لامل کېږي.

سږ کال د اګست پر ۲۶مه شیعه او سني مشرانو موافقه کړې وه چې د خوار کلي او بالشخېلو ترمینځ په سیمه کې به هېڅوک نورې نوې مورچې نه جوړوي.

په کورمه کې د جولای پر ۲۴مه شیعه ګانو او سنیانو ترمينځ د ځمکې پر سر جګړې شروع شوې وې چې تر شپږو ورځو روانې وې او یوشمېر سیمو ته غځېدلې وې. وروسته له بهره ورغلیو مشرانو هلته اوربند وکړ. د روغتیا اداره وايي چې په هغو نښتو کې د دواړو خواوو ۲۹۰ کسانو ته مرګژوبله اوښتې وه.

په ۲۰۰۸ز کال کې په مري کې د اهل تشیع او سنیانو ترمینځ د امن موافقه شوې وه. په هغه تړون کې راغلي ول چې دواړه خواوې به د تګ راتګ ټولې لارې پرانیستې ساتي، د امنیت د خرابولو مخه به نیسي، بې کوره خلک به خپلو کلیو ته ستنېږي او د کاغذات مال په نوم د پخوانیو اسنادو او د پښتنو د دود پر اساس به د ځمکو لانجې هوارېږي.