د بر جنوبي وزیرستان په مکین کې په یو وسلوال برید کې د پاکستان ۱۶ امنیتي سرتیري وژل شوي او ۸ نور زخمیان شوي دي.
د لدهې د پولیسو ډي ایس پي هدایت الله د دسمبر پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې دا برید بیګاه شپه دوې بجې د مکین سیمې د لټه سر پر امنیتي پوسته شوی دی.
هدایت الله وویل چې تر برید وروسته د وسله والو او امنیتي ځواکونو تر مینځ د ډزو لړۍ پیل شوه، چې په نتیجه کې ۱۶ پوځیان وژل شوي او ۸ نور ژوبل دي.
انتظامي او پوځي چارواکو لا تر اوسهه وسله والو ته د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي. تر اوسه کومې وسله والې ډلې هم د برید ذمه واري نه ده منلې.
خو ځینو استختباراتي چارواکیو د نوم نه ښودو په شرط مشال رادیو ته ویلي چې په سیمه کې د لټون عملیات روان دي.
دا په داسې حال کې ده چې د دسمبر پر ۲۰مه د بر جنوبي وزيرستان په سره روغه سيمه کې د درې مسيد مشرانو جرګه کړې او له حکومته يې په هغه سيمه کې د امنيت ټينګولو غوښتنه کړې ده.
د جرګې يو مشر اېډوکېټ شېرپاو مسيد مشال راډيو ته وويل چې د پوځ ځايي چارواکو د جرګې مشرانو ته په هغه ضلع کې پر ولسي کورونو د توپونو او مارټر ګولو (هاوان مرميو) د استعمال بندولو باور ورکړ.
په ځانګړې توګه جنوبي او شمالي وزیرستان کې په دې وروستیو کې نه یوازې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې دي بلکې پاکستاني پوځ هم د وسلوالو پرضد د کارروایو زیاتولو خبره کوي.
پوځي چارواکي وايي چې د وسلوالو پرضد د پټو معلوماتو پر اساس هدفي عملیات کوي خو ځايي خلک وايي چې له دې کبله عام ولس ته زیان رسېږي.
د بر جنوبي وزیرستان د سروکۍ تحصیل د سپلاتوي اوسېدونکیو د دسمبر پر۱۴مه مشال راډیو ته ویلي وو چې پوځ یې پر کلي د توپونو او مارټر ګولۍ ویشتلې دي چې له کبله یې دوی له خطر سره مخامخ دي.
دوی وویل چې پوځ اکثر شپې مهال درنې وسلې کاروي او د کلي خلک "له وېرې خوب نه شي کولای."
دا هم وګورئ:
د جنوبي وزیرستان د یو کلي اوسېدونکي وايي د توپونو او مارټر مرمیو له وېرې خوب نه شي کولاید جنوبي وزيرستان ولس يو ځل بيا د ړنګو کورونو د معاوضو غوښتنه کړېد خیبر پښتونخوا حکومتي او امنیتي چارواکو په بیا بیا ټینګار کړی چې د وسلوالو پرضد د عملیاتو پر مهال د ولسي وګړو خوندیتوب ته پام کوي.
د پاکستان پوځ وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي.
د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ۲۰۲۴م کال د دسمبر په میاشت د خیبر پښتونخوا په ټانک، شمالي او جنوبي وزیرستان، لکي مروتو او په ټل کې د استخباراتي معلوماتو پر مهال په عملیاتو او نښتو کې د لسګونه مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوې کړې دي.
پوځ وايي چې د ډېسېمبر پر اوومه په ټل کې د عملیاتو پر مهال په نښته کې شپږ سرتېري هم ووژل شول.
په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې ده. د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز په خپل تازه رپورټ کې ویلي دي چې په نومبر کې په ټول هېواد کې د "ترهګرۍ په پېښو" کې د امنیتي سرتېرو په ګډون له ۲۴۰ زیات کسان وژل شوي دي.
دا هم وګورئ: د پاکستان پوځ په خیبر پښتونخوا کې د ۱۱ مشکوکو وسلوالو د وژلو دعوه کړې دهد رپورټ له مخې، په وژل شویو کې ۶۸ امنیتي سرتېري هم شامل دي، چې دا د روان کال په یوه میاشت کې د سرتېرو تر ټولو زیاته مرګژوبله ده.
راپور زیاتوي چې خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ له کبله تر ټولو زیاته اغېزمنه صوبه ده او نومبر د روان کال یوه له خونړیو میاشتو څخه وه.
د خیبر پښتونخوا او پاکستان حکومتونه وايي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دي. د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ډېسېمبر پر پینځمه د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر په مشرۍ د قول اردو قومندانانو یا کور کمانډرانو او نورو لوړپوړو قومندانانو تر غونډې وروسته په بیان کې یو ځل بیا په هېواد کې د "ترهګرۍ پرضد د مبارزې هوډ" تکرار کړ.