د جنوبي وزیرستان د بدر اوسېدونکي وایي امنیتي ځواکونه د عملیاتو پر مهال ولسي وګړي ځوروي

په جنوبي وزیرستان کې یو پوځي سرتېری یو کس تالاشي کوي ـ پخوانی انځور.

د بر جنوبي وزیرستان د بدر سیمې اوسېدونکو له حکومته غوښتنه کړې چې په سیمه کې د روانو ناامنيو مخه ونیسي.

هغوی د ډېسېمبر پر اوومه مشال راډیو ته ویلي چې په بدر کې امنیتي حالات ورځ تر بلې خرابېږي، چې له وجې یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي.

د سیمې یو مشر ملک عصمت‌الله مشال راډیو ته دا هم وویل چې امنیتي ځواکونه د وسلوالو تر بریدونو وروسته عام خلک ځوروي.

هغه وویل چې څو ورځې مخکې خلکو پر کورونو د امنیتي ځواکونو د مارټر مرمیو د غورځېدو ضد احتجاجي ناسته کړې وه او هغه مهال ورته پوځي چارواکو ویلي ول چې ورڅخه تېروتنه شوې او په راتلونکې کې یې پر ولسي ځایونو د بمبارۍ نه کولو ژمنه کړې وه، "خو د دې باوجود د جمعې پر ورځ پر بدر باندې ګوله باري (بمباري) وشوه."

په جنوبي وزیرستان کې امنیتي چارواکو لا پر کورونو د بمبارۍ دعوو په اړه څه نه دي ویلي. خو امنیتي چارواکو تر دې مخکې په بیا بیا ویلي چې د عملیاتو پر مهال د خلکو د خوندیتوب او د ولسي وګړو د نه په تکلیف کولو هڅې کوي.

دا په داسې حال کې ده چې د بر سویلي وزیرستان د برملو د اعظم ورسک سیمې اوسېدونکو هم د ډېسمبر پر شپږمه احتجاجي مظاهره کړې وه او له حکومته یې په سیمه کې د امنیت د ټینګښت غوښتنه کړې وه.

اخوا د ضلعې انتظامي چارواکي وایي چې د وسلوالو پر ضد یې هدفي عملیات دوام لري.

د پاکستان پوځ وخت په وخت د استخباراتي معلوماتو پر اساس په عملیاتو کې د مشکوکو وسلوالو د وژنې دعوې کوي. خو تر عملياتو وروسته ځینې وخت ځايي ولس احتجاجونه کوي او وایي چې پکې ولسي وګړو ته هم مرګژوبله اوړي.

دا هم وګورئ:

څېړنیز رپورټ: په پاکستان کې د نومبر په میاشت کې ۲۴۰ کسان وژل شوي ديجنوبي وزیرستان کې د ناامنیو د زیاتېدونکو پېښو ضد احتجاج شوید بکاخېلو په عملیاتو کې خلکو ته د اوښتي زیانونو پرضد احتجاج دوام لريد بنو اوسېدونکي وايي وسلوال یې "په سپينه ورځ په سيمو کې ګرځي"

په تېرو څه باندې دوو کلونو کې په خیبر پښتونخوا کې ناامني خورا زیاته شوې ده. د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو مرکز په خپل تازه رپورټ کې ویلي دي چې په نومبر کې په ټول هېواد کې د "ترهګرۍ په پېښو" کې د امنیتي سرتېرو په ګډون له ۲۴۰ زیات کسان وژل شوي دي.

د رپورټ له مخې، په وژل شویو کې ۶۸ امنیتي سرتېري هم شامل دي، چې دا د روان کال په یوه میاشت کې د سرتېرو تر ټولو زیاته مرګژوبله ده.

راپور زیاتوي چې خیبر پښتونخوا د ترهګرۍ له کبله تر ټولو زیاته اغېزمنه صوبه ده او نومبر د روان کال یوه له خونړیو میاشتو څخه وه.

خو د خیبر پښتونخوا او پاکستان حکومتونه وايي چې د ترهګرۍ ضد مبارزې ته ژمن دي او په دې لړ کې یې اقداماتو ته دوام ورکړی دی. د پوځ د عامه اړيکو ادارې (ای اېس پي ار) د ډېسېمبر پر پینځمه د پوځ د مشر جنرال سید عاصم منیر په مشرۍ د قول اردو قومندانانو یا کور کمانډرانو او نورو لوړپوړو قومندانانو تر غونډې وروسته په بیان کې یو ځل بیا په هېواد کې د "ترهګرۍ پرضد د مبارزې هوډ" تکرار کړ.