د طالبانو حکومت وایي د الوتکې پرېوتو له ځایه یې ۴ ژغورلي کسان کابل ته لېږدولي دي

د طالبانو حکومت وايي الوتکه د کوف اب ولسوالۍ په غرییزه سیمه کې پرېوتې ده - د جنورۍ ۲۱مې انځور.

په افغانستان کې د طالبانو حکومت ویلي دی چې د روسیې هغه شخصي الوتکه یې موندلې ده چې په بدخشان ولایت کې پرېوتې وه او ژغورل شوي څلور کسان یې کابل ته لېږدولي دي.

د طالبانو د ټرانسپورټ او ملکي هوایي چلند وزارت د جنورۍ پر ۲۱مه اعلان وکړ چې الوتکه یې د بدخشان په کوف اب ولسوالۍ کې، چې له مرکز فیض اباده شاوخوا ۲۰۰ کیلومیتره لیرې پرته ده، موندل شوې ده.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د الوتکې د پیلوټ په ګډون پکې سپاره څلور تنه ژغورل شوي دي.

مجاهد د جنورۍ پر ۲۲مه افغان اسلامي اژانس ته ویلي دي چې په پېښه کې ژغورل شوي کسان یې کابل ته انتقال کړي دي چې لومړنۍ روغتیايي مرسته یې ترلاسه کړې او حالت یې ښه دی.

په بدخشان کې د طالبانو د والي دفتر مشر خان محمد حاجي اسد په یو بیان کې وویل چې په الوتکه کې شپږ کسان سپاره ول چې دوه پکې وژل شوي دي.

د طالبانو حکومتي چارواکي وايي چې د وژل شویو جسدونه لومړی د بدخشان مرکز فیض اباد او بیا کابل ته لېږدوي.

د روسیې د ملکي هوایي چلند اداره وایي چې په الوتکه کې څلور د عملې کسان او دوه مساپر ناست ول.

د روسیې د بیړنیو چارو ادارې د جنورۍ پر ۲۲مه تایید کړې چې په پرېوتې الوتکه کې دوه تنه وژل شوي دي.

هغه الوتکه د تایلینډ له پټایا سیمې څخه مسکو ته تلله او ټاکل شوې وه چې روسیې ته تر رسېدو مخکې په هند او ازبکستان کې ناسته وکړي. الوتکې تر پېښې او له راډاره تر ورکېدو مخکې په هند کې تېل اچولي ول.

دا هم وګورئ: د طالبانو حکومت: بدخشان کې د پرېوتې شخصي الوتکې پیلوټ په ګډون ۴ تنه ژغورل شوي دي

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروفا تاس خبري اژانس ته ویلي، چې په کابل کې یې سفارت د پېښې په اړه له طالب چارواکو سره له نېږدې په رابطه کې دی.

هغې زياته کړه چې د مساپرو د لټون او ژغورنې د عملياتو په پیلولو د طالبانو د حکومت منندویه ده.

د روسیې د هوايي چلند د ادارې د چارواکو د اعلان له مخې هغه شخصي الوتکه په ۱۹۷۸ز کال کې په فرانسه کې جوړه شوې وه او اوس د ناروغانو د لېږدولو لپاره د چارټر امبولانس په توګه کارېده.

د روسیې ار ای اې (RIA) اژانس د تایلینډ د اوتاپاو په هوايي ډګر کې د یوې سرچینې په حواله ویلي چې په الوتکه کې یوه روسۍ جوړه سپره وه او د ښځې روغتیايي وضعیت نازک وو، نو مېړه یې پرېکړه وکړه چې د هوايي امبولانس له لارې یې مسکو ته ولېږدوي.

همداراز، ویل شوي چې د هغې ښځې مېړه یو سوداګر دی او د خپلې مېرمنې د لېږدولو لپاره یې د ټولې الوتنې لګښت ورکړی وو.

د "شوټ" په نوم یوې بلې روسي رسنۍ ویلي، چې د الوتکې عمله او مسافر ټول د روسیې وګړي ول.

د هغې رسنۍ د معلوماتو له مخې، پیلوټ له راډاره د الوتکې تر ورکېدو ۲۵ دقیقې مخکې خبرداری ورکړ چې تېل په ختمېدو دي او هڅه کوي چې د تاجکستان پر یو هوايي ډګر کوز شي.

تر دې وروسته پیلوټ ویلي دي چې لومړی یو انجن کار پرېښود او بیا دویم انجن بند شو چې له کبله یې الوتکه پرېوته.

خو د روسیې چارواکو لا د وژل شویو د هویت په اړه څه نه دي ویلي او داراز، د الوتکې د لوېدو په باب تخنیکي جزییات او څرګندونې لا خپلواکو سرچینو نه دي تایید کړي.