د لاسرسي ځای

تازه خبر

د طالبانو حکومت: بدخشان کې د پرېوتې شخصي الوتکې پیلوټ په ګډون ۴ تنه ژغورل شوي دي


طالب چارواکي وايي چې الوتکه د بدخشان ولایت په کوف اب ولسوالۍ کې پرېوتې ده - پخوانی انځور.
طالب چارواکي وايي چې الوتکه د بدخشان ولایت په کوف اب ولسوالۍ کې پرېوتې ده - پخوانی انځور.

د طالبانو حکومت وايي چې په افغانستان کې د روسیې یو شخصي جېټ الوتکه پرېوتې ده چې پکې شپږ تنه سپاره ول.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس وايي چې الوتکه د جنورۍ پر ۲۰مه د غرني بدخشان ولایت په کوف اب ولسوالۍ کې پرېوتې ده. بدخشان له پلازمېنې کابله شاوخوا ۲۵۰ کېلومیټره لیرې شمال ختیز لوري ته پروت دی.

د هغه ولایت د طالبانو حکومتي ویاند ذبیح الله امیري د جنورۍ پر ۲۰مه وویل چې د پېښې ځای ته یې د ژغورنې او مرستندویه چارو یوه ډله استولې ده.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د ملکي هوايي چلند ادارې د جنورۍ پر ۲۱مه په بیان کې ویلي دي چې ژغورونکو د الوتکې پیلوټ ژوندی ومونده.

بیان د پیلوټ له خولې وايي چې په الوتکه کې سپاره درې نور کسان هم ژوندي دي. د طالبانو د هوايي چلند اداره وايي چې د پاتې کسانو لټون روان دی.

د روسیې د ملکي هوايي چلند ادارې چارواکو ویلي دي چې په الوتکه کې څلور د عملې غړي او دوه مساپر سپاره ول.

اسوشيېټېډ پرېس اژانس د هغې ادارې په حواله وايي چې د الوتکې له راډاره ورکه شوه او ورسره رابطه پرې شوه. روسي چارواکي وايي چې د پېښې پلټنې کوي.

اژانس وايي، له هغې الوتکې څخه د یو چارټر امبولانس په توګه کار اخیستل کېده چې له هنده د ازبکستان پلازمېنې تاشقند ته پر لاره وه او ټاکل شوې وه چې وروسته د مسکو ژوکوفسکي نړیوال هوايي ډګر ته ولاړه شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروفا ویلي دي چې په کابل کې یې سفارت له ځايي چارواکو سره د پېښې په اړه په رابطه کې دی او ورسره ګډ کار کوي.

د طالبانو د حکومت د اطلاعاتو او فرهنګي چارو وزارت ویاند عبدالواحد ریان ویلي دي چې هغه الوتکه په یو مراکشي شرکت پورې تړاو لري. هندیو چارواکو هم ویلي دي چې الوتکه په مراکش کې ثبت شوې وه.

XS
SM
MD
LG