د پاکستان د ګمرکي (کسټمز) او مهاجرت یا اېمېګرېشن ادارو چارواکي وايي چې د تورخم لاره د اګست پر ۱۵مه نېټه د خلکو او مال لېږدوونکو ګاډو تګ راتګ لپاره بیا پرانیستل شوې ده.
په تورخم کې د ګمرکي چارو چارواکي عدنان خان د اګست پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل چې د پېښور له وخت سره سم سهار شاوخوا ۱۰ نیمې بجې په مالونو بار لارۍ په وره واوښتې.
دی البته زیاتوي چې یوازې هغو مال لېږدوونکو ګاډو ته اجازه ورکوي چې د دخولۍ لنډمهالي یا عارضي اسناد (ټېمپرېري ایډمېشن ډاکومېنټ یا ټي اې ډي) لري.
په تورخم کې د اېمېګرېشن څانګې چارواکو هم تایید کړه چې پر هغه لاره د پلي (پیاده) مساپرو تګ راتګ هم بحال شوی دی.
هغه لاره د اګست پر ۱۲مه د تورخم په غوړکي کې د پاکستان او د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمینځ د ډزو له وجې تړل شوې وه. چارواکو تر هغې یوه ورځ وروسته مشال راډیو ته ویلي ول چې د لارې پرانیستو پرېکړه شوې، خو د پاکستان امنیتي ځواکونه چا ته د تګ راتګ اجازه نه ورکوي.
د طالبانو حکومت ویلي ول چې د اګست پر ۱۲مه یې په تورخم کې پوسته جوړوله چې پاکستانیو سرتېرو ورباندې ډزې وکړې چې پکې د افغانستان لوري ته یوه ښځه او دوه ماشومان ووژل شول. د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع په وینا چې په ځوابي ډزو کې یې د پاکستانیو ځواکونو دوه پوستې ورانې کړې وې.
پاکستانیو چارواکو افغان لوري ته د مرګژوبلې اړولو او د خپلو دوو پوستو ورانېدو دعوو په اړه رسماً څه نه ول ویلي خو په تورخم کې د سرحدي ځواکونو يو افسر د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډیو ته ویلي ول چې د طالبانو په ډزو کې درې پاکستاني سرتيري ژوبل شوي دي. هغه افسر تایید کړه چې نښته هغه وخت پیل شوه چې طالبانو مورچه جوړوله.
دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو او پاکستان حکومتي ځواکونه په تورخم کې نښتې کوي بلکې تر دې مخکې هم ورته پېښې شوې چې دواړو غاړو ته پکې مرګژوبله اوښتې ده.
دا هم وګورئ:
د تورخم دروازې د پرانیستلو د اعلان باوجود، د پاکستان امنيتي ځواکونو خلکو ته د تګ اجازه نه ده ورکړېد تورخم ګمرک کلېرینګ ایجنټانو د ټرکونو د سفر موقتي اسنادو پر ضد کاربندېز کړید اسنادو نه شتوالی: د تورخم دواړو خواوو ته سلګونه لارۍ ولاړې ديدا په داسې حال کې ده چې په تورخم کې د ګمرکي چارو شخصي ټولنې (کسټمز کلېیرنګ اېجنټس) د اګست پر ۱۲مه هلته کاربندیز پیل کړ. ټولنې د اګست پر ۱۱مه د کاربندیز اعلان پر مهال وویل چې تر هغو چې د پاکستان حکومت د دخولۍ لنډمهاله یا عارضي اسنادو په برخه کې نرمي نه وې راوستې، احتجاج ته دوام ورکوي.
د پاکستان حکومت د اګست له لومړۍ نېټې څخه د افغانستان او پاکستان د مال وړونکو ډرېورانو لپاره د دخولۍ اسنادو لرل لازمي کړل چې له وجې یې د تورخم دواړو خواوو ته د لاریو تګ راتګ اغېزمن شو.
په تورخم کې د ګمرک یا کسټمز ادارې یو چارواکي عدنان خان مشال راډیو ته ویلي ول چې یوازې هغه ډرېوران تګ راتګ کولای شي چې د ټي اې ډي په نوم اسناد لري.
چارواکي وايي چې د ډرېورانو لپاره د دخولۍ اسناد په کابل کې د پاکستان سفارت او په اسلام اباد کې د طالبانو تر واک لاندې سفارت او په پاکستان کې د افغانستان قونسلګرۍ تیاروي.
دوی زیاتوي چې ډرېوران په هغو اسنادو تر شپږو میاشتو پورې تګ راتګ کولای شي او بیا به یې تمدیدوي.
د طالبانو حکومت د اګست پر لومړۍ نېټه د هغو اسنادو د عملي کېدو په اړه څه نه ول ویلي.
د پاکستان له تازه اقدام سره د اګست پر لومړۍ نېټه د تورخم وره دواړو خواوو ته سلګونه مال لېږدوونکي ګاډي درېدلي دي او دوه اړخیزه سوداګري اغېزمنه شوې ده.
پر تورخم او نورو لارو به خلکو پخوا بې له ویزې او پاسپورټه تګ راتګ او تجارت کاوه خو د پاکستان وفاقي حکومت په ۲۰۱۶ز کال کې "د پولو د انتظام تګلاره" عملي کړه چې ورسره سم د خلکو تګ راتګ په پاسپورټ او ویزې شو، خو له ټرانزېټ تجارت سره تړلو سوداګرو او ډرېورانو به له سفري اسنادو پرته، په شناختي کارډ او تذکرو سفر کاوه.
تورخم د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د افغانستان او پاکستان ترمینځ د تګ راتګ او تجارت تر ټولو لویه لاره ده چې ورڅخه هره ورځ زرګونه کسان او ګڼ مال وړونکي ګاډي تېرېږي.
هغه لاره د مرکزي اسیا او جنوبي اسیا هېوادونه هم له یو بل سره نښلوي.