د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې د ګوزڼ دوه نوې پېښې ثبت شوې دي چې ورسره سږ کال په هغه هېواد کې د پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۵۲ ته لوړ شوی دی.
هغې ادارې د نومبر پر ۲۲مه پر خپله ووبپاڼه په بيان کې ويلي دي چې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) د نومبر پر ۲۱مه د خيبر پښتونخوا په ډېره اسماعيل ضلع کې د دوو ماشومانو د وینو په نمونو کې یې پولیو وایرس تایید کړی دی.
د پولیو مخنیوي پروګرام وايي چې روان کال په بلوچستان کې د پولیو ۲۴، په سیند کې ۱۳، په خیبر پښتونخوا کې ۱۳ او په پنجاب او اسلام اباد کې یوه، یوه پېښه ثبت شوې ده.
په پاکستان کې سږ کال د ګوزڼ پېښې د ۲۰۲۳ز کال پرتله په بېساري ډول زیاتې شوې دي. په هغه هېواد کې تېر کال د ګوزڼ شپږ پېښې ثبت شوې وې چې ورڅخه یې څلور ماشومان د خیبر پښتونخوا او دوه د سیند اوسېدونکي ول.
په خیبر پښتونخوا او په ځانګړې توګه په جنوبي ضلعو کې د وروستۍ ناامنۍ، وسلوالو بریدونو او ګواښونو له کبله د پولیو د واکسیني کیمپېنونو چارې اغېزمنې شوې.
په شمالي وزیرستان کې د اکتوبر پر ۲۹مه وسلوالو په شوه کې د پولیو واکسیني ټیم یرغمل کړی وو او د هغوی له ساتونکو پولیسو یې وسلې اخیستې وې. پر هم هغه ورځ په اورکزیو کې وسلوالو د کیمېین دوه ساتونکي پولیس سرتېري وژلي ول.
په بنو، وزیرستان، او لکي مروتو کې د پولیو د کیمپېن ځینې کارکوونکو، چې د امنیتي وېرې له امله یې د نومونو له ښوولو ډډه وکړه، مشال راډیو ته وویل چې په ډېرو کیمپېنونو کې خپل هدف ته نه رسي.
دا هم وګورئ:
ټانک کې يوه بله ماشومه ګوزڼ وهلې دهپه خیبرپښتونخوا کې یو بل ماشوم پولیو وهلی دیپه لکي مروتو او ډېره اسماعیل خان کې ۲ نور ماشومان ګوزڼ وهلي ديشمالي وزیرستان کې وسلوالو د پوليو واکسيني ډلې له ساتونکو پولیسو وسلې اخيستيد پولیو مخنیوي پروګرام: د خیبر پښتونخوا زیاتره ګوزڼ وهلي ماشومان نه ول واکسین شويپاکستان او افغانستان د نړۍ یوازیني هېوادونه دي چې پکې لا هم د پولیو وایرس موجود دی. په افغانستان کې سږ کال تر اوسه ۲۳ ماشومان ګوزڼ وهلي دي چې زياتره يې د هېلمند او کندهار ولایتونو اوسېدونکي دي. په ۲۰۲۳ز کال کې په هغه هېواد کې شپږ ماشومان د ګوزڼ ښکار شوي ول چې ټول یې د ننګرهار ولایت ول.
په پاکستان کې د روغتیا ملي ادارې (نیشنل هېلت انسټيټیوټ یا اېن ای اېچ) د تېرو دوو کلونو پر مهال د هېواد د لسګونو ضلعو په ناپاکه اوبو کې پولیو وایرس موندلی دی.
روغتیاپالان وايي، که په یو کس کې د پولیو وایرس موجود وي نو په فضله کې یې له وجوده خارجېږي او د ناپاکه اوبو په ویالو یا ځمکلاندې زېرمو کې شاملېږي.
د دوی په خبره، که په ناپاکه اوبو کې وایرس موندل کېږي نو هلته بیا د واکسیني کیمپېن له لارې هدف ترلاسه کېدل ګران وي او دا د ماشومانو د بدنونو د کمزوري مدافعتي نظام ښکارندويي هم کوي.
د پاکستان د پولیو مخنیوي پروګرام او روغتیاپالان وايي چې پوليو يوه وايرسي ناروغي ده چې درملنه نه لري او يوازې واکسين کولاى شي چې ماشومان ورڅخه وژغوري نو ځکه دا اړینه ده چې میندې او پلرونه د هر کیمپېن پر مهال تر پینځو کلونو پورې عمر لرونکي ټول ماشومان واکسین کړي.
په پاکستان کې چارواکو او روغتیاپوهانو په تېرو وختونو کې مشال راډیو ته ویلي دي چې په افغانستان او پاکستان کې له لسیزو راهیسې د ګوزڼ واکسینو پرضد داسې ناسم معلومات خپاره شوي چې له کبله یې په یوشمېر سیمو کې ګڼې میندې او پلرونه خپلو بچیو ته څاڅکي نه ورکوي.
دوی وايي، له واکسینه انکار د وایرس د نه ختمېدو له لویو لاملونو یو دی.
له دې پرته، په تېرو دوو لسیزو کې د سختدریځه نظریاتو او افکارو کیمپېنونو له کبله هم له واکسینه د انکار کوونکو میندو او پلرونو شمېر لوړ شوی دی.