له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د ایستلو بهير دوام لري او ګڼې کورنۍ د تورخم او چمن له لارو افغانستان ته ستنې شوې دي.
په خیبر ضلع کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې (یو اېن اېچ سي ار) یو چارواکي ارشاد خان د نومبر پر اتمه مشال راډیو ته وویل چې تېره شپه تر ۱۱ نیمو بجو پورې پر تورخم دروازه شاوخوا ۵،۲۰۰ کډوال خپل هېواد ته ستانه شول.
هغه وویل چې له دې سره د نومبر تر اوومې پورې پر تورخم د ستنو شویو کډوالو شمېر تر ۲۰۵،۰۰۰ څخه زیات شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د اکتوبر پر ۳۱مه بې اسناده بهرنیانو، چې لوی اکثریت یې افغانان دي، ته د اسلام اباد ورکړی مهلت پای ته ورسېد چې تر هغې وروسته چارواکو د هغوی د ستنولو بهیر پیل کړ.
اخوا په چمن کې چارواکو ویلي دي چې د نومبر له لومړۍ راهیسې یې لسګونه زره افغانان سپین بولدک ته لېږدولي دي.
بې اسناده کډوال د کراچۍ، لاهور، ګوجرانواله، سیالکوټ، صوابۍ او د پاکستان له نورو برخو لومړی پېښور او بیا لواړګي ته رسي او له هغه ځایه هېواد ته لېږدول کېږي.
بلخوا متحده عربي اماراتو له پاکستانه د ستنو شویو کډوالو د سرپناه لپاره ۲۰،۰۰۰ خیمې افغانستان ته استولې دي.
د طالبانو د حکومت د کډوالو او ورستنېدونکو چارو وزارت د نومبر پر اوومه په یوه خبرپاڼه کې وویل، د متحده عربي اماراتو دا مرسته یو ورځ مخکې د کابل هوايي ډګر ته رسېدلې ده.
ټاکل شوې چې چارواکي هغه خیمې له پاکستانه تازه ورستنو شویو کډوالو ته ورکړي.
وزارت وايي، د ورستنېدونکو کډوالو د شمېر زیاتوالي ته په پام له نورو هېوادونو هم د مرستو هیله لري.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې په وينا، په پاکستان کې دا مهال شاوخوا ۱۴ لکه راجسټر افغان کډوال مېشت دي او شاوخوا همدومره شمېر ناراجسټر افغانان ژوند کوي.
د پاکستان حکومت وايي، له دې پرته څو لکه افغانان په ۲۰۲۱ز کال کې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو راهیسې هلته ورغلي دي.
د حکومت په وینا، په دې توګه په هغه هېواد کې د ټولو بې اسناده افغانانو شمېر شاوخوا ۱۷ لکه دی.
د طالبانو تر واکمنېدو وروسته پاکستان ته ګڼ داسې افغانان هم تللي دي چې له هغه ځایه اروپا او امریکا ته د تګ په انتظار دي.
دا په داسې حال کې ده چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د مشر محمود خان اڅکزي په امر د نومبر پر دويمه د کوټې په ګډون د بلوچستان په پښتون مېشتو سیمو کې مظاهرې وشوې.
تر دې مخکې د پاکستان د بشري حقونو کمېشن هم ویلي ول چې د افغانانو په زور لېږدول "بشري ناورین" زېږولای شي.
د پاکستان د کورنیو چارو لنډمهالي وزیر سرفراز بګټي د اکتوبر پر ۳۱مه په ویډیويي بیان کې وویل چې د نومبر له پیله څخه د بې اسناده بهرنیانو پرضد قانوني کاروايي پیلوي.
اخوا د ملګرو ملتونو ادارو د اکتوبر پر ۲۷مه وویل چې له پاکستانه د بې اسناده افغانانو د تګ بهیر خورا ګړندی شوی دی.
هغو ادارو پر اسلام اباد ټینګار کړی دی چې د "بشري حقونو د ناورین" تر زېږېدو مخکې دې له خپلې پرېکړې په شا شي.
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د اکتوبر پر ۲۶مه پر پاکستاني حکومت غږ وکړ چې هغه کډوال دې نه باسي چې په افغانستان کې یې ژوند ته خطر دی.
دا راز د بشري حقونو د څار نړیوال سازمان (هیومن رایټس واچ)، د بښنې نړیوال سازمان، د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د کډوالۍ نړيوالې ادارې (اې او اېم) له پاکستانه غوښتي چې د ټولو هغو افغان کډوالو خوندیتوب ته دوام ورکړي.
د بې پولې خبریالانو سازمان (ار اېس اېف) ویلي، په پاکستان کې تر ۲۰۰ څخه زیات افغان خبریالان ژوند کوي او که د بې اسناده افغانانو په بهیر کې دوی هم ولېږل شول نو په افغانستان کې یې ژوند له خطر سره مخامخېدلی شی.
له دې پرته د جمعیت علمای اسلام (ف)، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نیشنل ګوند، ملي جمهوري ګوند، له پښتونخوا ملي عوامي ګونده جلا شوې ډلې، پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په ګډون یوشمېر سیاستوالانو او فعالانو د افغانانو د نیولو پر ضد غونډې او مظاهرې کړې دي.
بل لوري ته د بلوچستان پولیسو د کډوالو د ملاتړ په سر د بلوچستان د ځینو سیاستوالانو او فعالانو پرضد پرچه دایره کړې ده.
مقدمه د نومبر پر شپږمه د کچلاغ (کچلاک) پولیسو د عوامي نیشنل ګوند د صوبايي مشر اصغر خان اڅکزي او صوبايي سېکرټر مهابت کاکا، له پښتونخوا ملي عوامي ګوند څخه د جلا شوې ډلې صوبايي مشر یوسف خان، د ملي جمهوري غورځنګ د صوبايي مشر احمد جان او د پښتون ژغورنې غورځنګ د حاجي نصیرالدین او ځینو نورو پر ضد دایره شوې ده.
په اېف ای ار یا پرچه کې ویل شوي چې د نومبر پر څلورمه هغو مشرانو په کچلاغ کې د جلسې پر مهال د بې اسناده کډوالو په حق کې شعارونه ورکول او لویې لارې یې بندې کړې وې.