د اوکراین ۳ کلنه جګړه کې د ازادې اروپا راډیو خبریالان هم قرباني شوي او سختۍ یې ګاللې دي

په دې انځور کې په اوکراین کې د روسیې ویجاړ شوي پوځي ګاډي او سامانونه ښکاري - پخوانی انځور.

په دې انځور کې په اوکراین کې د روسیې ویجاړ شوي پوځي ګاډي او سامانونه ښکاري - پخوانی انځور.

اوکرایني خبریالان یوازې د روسیې د بشپړې جګړې په اړه راپور نه ورکوي بلکې د جګړې د قربانیانو په ډله کې هم دي.

یوه یې وېکتوریا روشچینا وه چې د ازادې اروپا راډیو پخوانۍ خپلواکه خبریاله وه چې د روسیې په بند کې مړه شوه. د ۲۷ کلنې روشچینا مرګ د ۲۰۲۴ز کال په اکتوبر کې تایید شو خو جسد یې لا هم کورنۍ ته نه دی سپارل شوی.

البته دا یوازینۍ پېښه نه ده.

په اوکراین کې د روسیې په درې کلنه جګړه کې اوکراینیو خبریالانو ته، چې ډیرو یې د حقایقو په اړه د راپور ورکولو لپاره خپل ژوند په خطر کې اچولی، ډېر تلفات اوښتي. په هغو کې د ازادې اروپا راډیو خبریالان هم شامل دي.

مشال راډیو د ازادې اروپا راډیو د پښتو څانګه ده او مرکزي دفتر یې د چېک جمهوریت په پلازمېنه پراګ کې دی.

په مارچ کې په کریمیا کې د خبریال ولادېسلاف یسېپېنکو د بند څلور کاله پوره کېږي. مسکو تر خپل اشغال لاندې هغه ټاپووزمه په یوه پوځي اډه بدله کړې ده.

یسېپېنکو د ازادې اروپا راډیو ته پر ټولنیزو او چاپېریالي مسلو راپورونه جوړول چې د چوونکو موادو د لېږد په تور محکوم شوی، چې هغه یې ردوي. هغه عدالت ته وویل چې په حراست کې ځورول شوی او تشدد ورباندې شوی دی.

ولادېسلاف یسېپېنکو له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې په کریمیا کې بندي دی - پخوانی انځور.

ولادېسلاف یسېپېنکو له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې په کریمیا کې بندي دی - پخوانی انځور.

د ازادې اروپا راډیو خبریال دېمېترو اېفچېن د اوکراین په جنوب کې د جګړې په لومړۍ کرښه کې سخت ټپي شو او بیا تر څو میاشتینۍ درملنې او بحالۍ وروسته په کییف کې کار ته ستون شو.

اېفګېنیا کېتایېوا بله خبریاله ده چې په ۲۰۲۳ز کال کې د اوکراین په ختیځ کې د جګړې لومړۍ کرښې ته نېږدې د خبریالۍ پر مهال د روسیې د توپونو په برید کې ایساره شوه. هغه له بریده روغه ووتله او هغه مهال یې یو ټپي اوکرایني سرتېري ته د لومړنیو طبي مرستو ورکولو هڅه کړې وه.

کېتایېوا څو میاشتې وخت واخیست چې له هغې صدمې روغه شي او یو کال وروسته یې لور وزېږېده. نوموړې اوس بیا د جګړې لومړۍ کرښې ته ستنه شوې او د هغو اوکراینیو ښځینه بندیانو په اړه خبریالي کوي چې له خپل پوځ سره یوځای کېدو ته چمتووالی نیسي. اوکراینی پوځ د سرتېرو له کمښت سره مخامخ دی.

خبریال ماریان کوشنېر د یوشمېر ویجاړوونکو جګړو فلمونه جوړ کړي. هغه د خپلو ژورنالېسټیکي انعامونو یا جایزو په اړه نه غږېږي بلکې د دې پر ځای د یو زاړه سړي په اړه خبرې کوي چې ده ورسره د راپور ورکولو پر مهال له سیمې څخه په وتلو کې مرسته کړې وه. هغه سړی د هغه کلي وروستی اوسېدونکی وو چې د جګړې په لومړۍ کرښه اوښتی وو.

د جګړې له لومړۍ کرښې لیرې ګواښونه

د ۲۰۲۴ز کال په مني کي په کییف کې د ازادې اروپا راډیو دفتر هم د اوکراین سلګونه ښوونځیو، سوداګریزو مرکزونو او دولتي ودانیو په څېر د بم ګواښ ترلاسه کړی وو.

د ازادې اروپا راډیو ته دا ګواښ تر هغه پلټنیز راپور خپرولو وروسته شوی وو چې پکې یې ښوولې وه چې روسي فعالان څنګه اوکرایني تنکي ځوانان او ماشومان، چې ځینې یې ۱۲ کلن دي، د خپل هېواد د پوځ تخریب لپاره استخداموي.

د جګړې د انساني تلفاتو په اړه خبریالي د ازادې اروپا راډیو د پوښښ یوه برخه ده. دې راډیو د اوکراین په پوځ کې د فساد په اړه پلټنې کړې دي، هغه چارواکي یې افشا کړي چې له هېواده بهر یې ګران بیه جایدادونه اخیستي او هغه قاضیان یې په ډاګه کړي دي چې خپل روسی تابعیت (شهریت) یې پټ کړی دی.

د ازادې اروپا راډیو د اوکراینۍ څانګې ځینې راپورونه د تاریخ برخه ګرځېدلي دي. د اوکراین ملي پوست (د ډاکخانو ادارې) په ۲۰۲۲ز کال کې کیییف ولایت د ازادېدو په ویاړ یو پوستي ټېکېټ خپور کړ چې ورباندې درې انځورونه خپاره شوي دي. له هغو څخه یې دوه انځورونه د ازادې اروپا راډیو خبریال سېرګې نوژنېنکو اخیستي ول.

په دې انځور کې هغه پوستي ټېکېټ ښکاري چې اوکرایني حکومت د کییف ولایت د ازادولو په ویاړ خپور کړی وو. په هغه کې انځورونه د ازادې اروپا راډیو خبریال اخیستي - انځورونه له ارشیفه.

په هغو انځورونو کې یې یو د کییف ښار په څنډه کې د پروت وړوکي ښار بوچا وو چې پکې روسیو سرتېرو د سلګونه ملکیانو تر وژلو وروسته د هغوی جسدونه پر سړکونو پرېښي ول. بوچا په اوکراین کې د روسیې د ظلمونو یو علامت (سېمبول) شو. پر ډېرو شواهدو سربېره هم مسکو ادعا کوي چې هغه ډلوژنه یا عامه وژنه "جعلي یا ساختګي" ده.

له قربانیانو څخه یو د سیمې د یو دوکاندار اولېکسي پوبېهای مړی د ځنګله په مینځ کې په یو ډله ییز قبر کې وموندل شو. هغه چا او ولې وواژه؟ د ازادې اروپا راډیو د عامه معلوماتو د پلټنیزې څانګې خبریال دېمېترو جولای د ظلمونو پلټنه وکړه او مسوول روسي پوځي واحدونه یا ډلې یې په ګوته کړې. اوکراینیو څارنوالانو د هغو موندنو په نتیجه کې رسمي تحقیبات پیل کړل.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

روسیو ځواکونو څنګه د اوکراین بوچا کې یو دوکاندار وواژه؟

له بوچا څخه په موټر کې د ۱۵ دقیقو یا مېنټو په واټن یو بل ښار نیمېشایېفې پروت دی چې روسیو ځواکونو د لنډ وخت لپاره نیولی وو.

د هغه ښار په یوه خاموشه هدیره کې ویرا هېرېچ (ګېرېچ هم ویل کېږي)، د خپل مور او پلار له کور سره نېږدې، ښخه ده. د ازادې اروپا راډیو هغه خبریاله د ۲۰۲۲ز کال په اپرېل کې په کییف کې پر اپارتمان د روسیې د توغندي په برید کې ووژل شوه.

هغې خپل وروستی راپور تر دویمې نړیوالې جګړې مخکې په اروپا کې د یهودانو له ټولوژنې (هولوکاسټ) څخه د پاتې شوې یوې زړې ښځې په اړه وو چې د روسیو ځواکونو په محاصره کړي جنوب ختیز ښار ماریوپول کې اوسېده. روسیې هغه ښار په ۲۰۲۲ز کال کې ونیوه.

هېرېچ د هغې ښځې د مړینې په اړه د پلټنو په جریان کې د روسیې د قوماندې په سلسله کې له مهمو څهرو سره مخامخ شوه.

نو دا هر څه هغه وخت پېښېږي چې جګړه د یو چا تر کوره ورسي.

دا د ازادې اروپا راډیو د اوکراینۍ څانګې خبریالې ماریانا دراچ لیکنه ده چې مشال راډیو ژباړلې.