د خیبر پښتونخوا د ځنګلونو چارو اداره وايي چې د کوز دیر د ادینزیو تحصیل د "اوسکۍ" غره په ځنګله کې یې اور وژلی، خو په "تالاش" کې لا هم بل دی.
د کوز دير د ځنګلاتو چارواکی (ډېوېژنل فارېسټ افسر) اصف علي شاه وایي چې د ادينزۍ تحصيل په اوسکۍ غره کې لګېدلی اور د ضلعي ادارو، ليويز، پوليسو، پوځ او د علاقې د خلکو درې ورځو تر ګډو هڅو وروسته د جون پر لومړۍ (په بشپړ ډول) وژلی دی.
شاه وايي، د مې پر ۲۸مه چې له اوره خبر شو نو د ځنګلونو چارو ادارې او ژغورنې چارو ادارې (رېسکیو ۱۱۲۲) ګڼ کارکوونکي او د کلي اوسېدونکي د پېښې ځای ته ورسېدل.
دی وايي چې پر هم هغه شپه یې اور وواژه چې د مې پر ۲۹مه سهار مهال بیا بل شوی وو.
علي شاه وايي چې دی خپله د پېښې ځای ته ورغی، هلته د پولیسو او د پوځ سرتېرو هم د اور وژنې هڅه کوله خو د تاوده او تېز باد له وجې اور نورو سیمو ته وغځېد.
د نوموړي په خبره چې د جون پر لومړۍ یې د هېلېکاپټرو، حکومتي کارکوونکو، سرتېرو او ولسي وګړو په مرسته د اوسکۍ په غره کې اور وواژه.
خو شاه زياته کړه چې د جون له لومړې نېټې راهيسې له اوسکۍ سره د نېږدې کلي تالاش د غره په ونو او بوټو کې هم اور لګېدلی چې د وژلو هڅه یې کوي."له پرون راهيسې د يوه بل نېږدې کلي، تالاش په غره کې هم اور لګېدلی دی. زموږ وار له مخه ستړي کارمندان، پوليس او د ليويز ځواک سرتېري اوسمهال د تالاش په غر کې دي او د هغه کلي د اوسېدونکو په مرسته پر اور د قابو موندلو هڅه کوي."
اصف عليشاه زياته کړه چې هغه اورونه د خلکو په شخصي غرونو کې لګېدلي ول. نوموړي زياته کړه، د غرونو مالکانو د اونو پر وهلو، حتا د هغو د څانګو پر پرېکولو هم بنديز لګولی دی چې له وجې يې د ده په خبره، ځنګلونه ګڼ او اور وژل يې ستونزمن دي.
دا هم وګورئ:
د خېبر پښتونخوا په ځنګلونو کې د اور لګېدو لاملونه څه دي؟د شېراني په ځنګل اور ولې لګېدلی، څومره سوځېدلې او تاوانونه به یې څه وي؟د جنوبي وزیرستان خلک د ځنګلونو سوځېدو اندېښمن کړيبلخوا د ادينزۍ تحصيل د امن اصلاحي جرګې مشر او د باغ کنډۍ کلي اوسېدونکي مقرب خان د جون پر دويمه مشال راډيو ته وويل چې اور دا مهال تر ډېره بريده کنټرول شوی دی خو له وجې يې د سيمې خلکو تاوان موندلی او هغوی پرېشانه دي.
هغه وویل د اور رقبه یا ساحه څو کېلومیټره وه. "د اوسکۍ د غره ځنګل زموږ د علاقې تر ټولو لوی ځنګل دی چې ونې یې ډېرې او له کلونو راهیسې ساتل شوې دي. د ځنګله پوله د تالاش له غره سره لګېدلې. دوه هېلېکاپټرې هم راغلې وې، خو د دې وطن به سړی څه ووایي، یوه بوقه (بوکه، بړوکا یا ډولچه هم بلل کېږي) غوندې به ورپسې ځوړنده وه، هغه به یې د چکدرې له سینده ډکوله چې ورباندې به ګېنټه، یوه نیمه [ګېنټه] وخت لګېده، خو هغه کار هم نتیجه ور نه کړه."
دی وايي، وروسته ګڼ ولسي وګړي او پولیس غره ته وختل او اور یې کنټرول کړ، خو زیاتوي چې د "شاوخوا کلیو خلک پرېشانه دي ځکه چې مالي نقصان یې وشو او دا تېرې دوه، درې ورځې په دوړو او لوګیو کې پټ ول."
په پېښور پوهنتون کې د ماحولياتي یا چاپېریال چارو مطالعاتو د څانګې استاد ډاکټر حزب الله د جون پر دويمه مشال راډيو ته وويل چې په غرونو او ځنګلونو کې اور اکثر د انسان د غفلت له وجې لګي. "مثلاً يو څوک په ګاډي کې يا پيدل پر لار روان وي او بل سېګرېټ وغورځوي نو د هغې له وجې هم اور لګي. ځکه په ګرمۍ کې واښه وچ وي او د اور يو بڅری کافي وي چې اور ترې ولګي."
خو ډاکتر حزب الله وايي چې په ځنګلونو کې د اور لګېدو بل لوی لامل د ګرمۍ زیاتېدل دي. "دويمه وجه يې قدرتي ده او هغه د ګرمۍ له زياتېدو سره اړه لري. د ځنګلونو په ځینو ونو بوټو کې خاص ډول کیمیاوي مادې وي، چې د تېلو په څېر د ونو له تنې وځي او په اسانه اور اخلي."
دی وايي، هغه مایع مادې بوی هم لري نو ځکه ورته په ساينسي ژبه کې "اروميټېک (بوی لرونکي) هايډروکاربنز" ویل کېږي.
د ډاکتر حزب الله په خبره، "کله چې د تودوخې درجه سېوا شي نو هغه ونې، بوټي چې تېل پکې وي، خپله اور اخلي او همداسې په ټول ځنګل کې اور خپور شي."
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د کوز دير د (ډي اېف او) اصف علي شاه هم وایي چې د ادينزیو تحصيل د اوسکۍ او تالاش په ځنګلونو کې چون د چيړ په نوم يوه تېل لرونکې ونه زياته ده، ځکه نو ډېر احتمال دی چې د همدې ونو د سوځېدو له وجې اور لګېدلی وي.
خو نوموړي زياته کړه چې دوی د ضلعې پر کچ يوه کمېټي جوړه کړې ده چې په يادو دواړو ځايونو کې به د اور لګېدنې ممکنه عوامل وپلټي.
په عين وخت کې د خيبر پښتونخوا حکومت د ځنګلاتو وزارت د جون پر لومړۍ نېټه پر خپله رسمي فېسبوک پاڼه په یو اعلان کې خبرداری ورکړی چې ځنګل ته اور اچول د سزا وړ جرم دی.
په اعلان کې پر خلکو غږ شوی دی چې د ځنګل خوا ته د ماچس (اورلګیت) بل تيلی او يا هم بل سېګرېټ پر ځمکه وا نه چوي. په اعلان کې داراز د صوبې د ځنګلونو د حفاظت په چارو کې د ولس د مرستې غوښتنه هم شوې ده.