پر ارمي پبلک سکول د برید اووه کاله: د وژل شویو زده کوونکو والدین د انصاف په تمه دي

په کراچۍ کې یوې ښځې پر ارمي پبلک سکول په برید کې د وژل شویو ماشومانو په یاد شمعې بلې کړې دي - د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر ۱۶مې انځور

د پېښور پر ارمي پبلک سکول د وسله والو په برید کې د وژل شویو زده کوونکیو د میندو او پلرونو اتحاد (شهدا فورم) وايي، اووه کاله تېر شول خو دوی لا هم د انصاف په تمه دي.

د شهدا فورم مشر او د یو وژل شوي زده کوونکي پلار عجون خان اېډوکېټ د ډېسمبر پر ۱۴مه مشال راډیو ته وویل، دوی ځکه مطمین نه دي چې د انصاف لپاره پر کړې غوښتنه یې تر اوسه هېڅ عمل نه دی شوی.

ده وویل، د وژل شویو زده کوونکو میندې او پلرونه به هغه وخت د "ریاست سنجېدګي‌" ومني چې د دوی په خوښه مقدمه درج شي.

د ۲۰۱۴ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه پر ارمي پبلک سکول په برید کې ۱۴۷ کسان وژل شوي ول چې پکې زیاتره یې زده کوونکي او د ښوونځي کارکوونکي ول. تحریک طالبان پاکستان د هغې حملې ذمه واري منلې وه چې تر هغې وروسته اسلام اباد د ترهګرۍ پر وړاندې د پراخو اقداماتو لپاره د نیشنل ایکشن پلان په نوم قامي تګلاره جوړه کړې وه.

د پاکستان حکومت وايي، د برید په تور یې په پوځي عدالتونو کې خلک سزا کړي. خو په دې اړه په سپریم کورټ کې هم مقدمه روانه ده.

د میډیا پر لاره، د ژړا پر لاره، د فریاد پر لاره مو احتجاجونه کړي دي. داسې یو ځای مو نه دی پرېښی.
فضل خان

عجون خان زیاته کړه چې د پاکستان سپریم کورټ ته یې په رسمي توګه د اووه داسې کسانو نومونه ورکړي دي‌ چې د دوی په فکر پر ارمي پبلک سکول د برید مخنیوي نه کولو ذمه وار دي. "په هغو [کسانو] کې د وخت د [پوځ مشر] جنرال راحیل شریف دی، [د پېښور] کور کمانډر هدایت رحمان دی، د خیبر پښتونخوا [پخوانی] وزیراعلا پروېز خټک وو، د خیبر پښتونخوا د کورنیو چارو [پخوانی] وزیر اختر علي شاه وو او د کورنیو چارو [پخوانی] وفاقي وزیر چودري نثار وو، شامل دي."

د یاد فورم پخواني مشر او د یو بل وژل شوي زده کوونکي پلار اېډوکېټ فضل خان مشال راډیو ته وویل، له عدالتونو یې "زړه تور" شوی او هیله یې ختمه شوې ده.

د ده په وینا، دوی هوډ کړی چې د خپلو وژل شویو بچیو لپاره به په انصاف اخیستلو پسې تر هره حده ځي.

د ده په وینا، پر سړکونو د مظاهرو له لارې "د میډیا پر لاره، د ژړا پر لاره، د فریاد پر لاره مو احتجاجونه کړي دي. داسې یو ځای مو نه دی پرېښی. موږ درخواستونه لیکلي دي، موږ عریضې لیکلې دي، موږ عدالتونو ته تللي یو، یو ځل نه، په بیا بیا تللي یو خو له بده مرغه موږ ته تر اوسه انصاف رانکړل شو."

دا هم وګورئ:

طالبان د بښلو پرځای عدالتونو ته راکښ کړئ: د ارمي پبلک سکول د برید ښکار کورنۍپېښور کې پر ارمي پبلک سکول د برید شپږم تلین غونډه وشوهپېښور ارمي پبلک سکول برید کې سخت ژوبل احمد نواز اوکسفرډ پوهنتون ته بریالی شویپر ارمي پبلک سکول د برید عدالتي کمېشن راپور جاري شو

په سپریم کورټ کې مقدمه

د پېښور پر ارمي پبلک سکول د برید اووه کاله په داسې وخت کې پوره شوي‌ چې د پاکستان په سپریم کورټ کې د دې پېښې په اړه د درج مقدمې اورېدنې روانې دي.

سپریم کورټ د نومبر پر ۱۰مه امر کړی وو چې د ډېسمبر تر ۱۰مې دې په دې اړه داسې حکومتي رپورټ وړاندې شي چې وزیراعظم عمران خان لاسلیک کړی وي. د پاکستان وزیراعظم عمران خان پر هم هغه ورځ سپریم کورټ ته حاضر شوی وو.

په پېښور کې یوې مور د خپل وژل شوي زوی انځور نیولی دی - د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر ۱۵مه.

خو د شهدا فورم مشر عجون خان اېډوکېټ وايي، سپریم کورټ اوس حکومت ته د دې رپورټ وړاندې کولو لپاره درې اوونۍ نور وخت ورکړی دی.

ده وویل، دوی اوس "نهیلي" شوي دي خو بیا هم په سپریم کورټ کې روانې دې مقدمې ته انتظار کوي چې انصاف ورکوي او که نه؟ "که سپریم کورټ موږ ته انصاف رانکړ نو د وژل شویو زده کوونکو والدینو دا پرېکړه کړې ده چې موږ به ملګرو ملتونو ته ځو او ورته به وایو چې له موږ سره دا ظلم شوی دی او اوس تاسو موږ ته ځواب ووایاست."

د بشري حقونو کمېشن دریځ

د پاکستان د بشري حقونو خپلواک کمېشن هم پر ارمي سکول د برید له پلټنو مطمین نه دی.

د دې سازمان د خیبر پښتونخوا مشر اکبر خان د ډېسمبر پر ۱۵مه مشال راډیو ته وویل، د وژل شویو زده کوونکو د میندو او پلرونو شکایت پر ځای دی. "په کار خو دا وه چې پر وخت د دې پلټنې شوې وای خو دلته ادارې هغسې کار نه کوي لکه څنګه چې په کار ده. پولیس او اېجنسیانې پر وخت رپورټ نه ورکوي، عدالتونه په داسې مقدمو کې ځنډ کوي او تاریخونه نه ورکوي او له دې کبله پکې ځنډ راځي. او چې ثبونه ورک شي بیا خو انصاف نه کېږي."

حکومتي دریځ

د پاکستان حکومت وايي، د پېښور پر ارمي پبلک سکول په برید کې لاس لرونکي یې د پوځي عدالتونو له لارې سزا کړي دي.

د خیبر پښتونخوا د قانوني چارو وزیر فضل شکور خان وايي، هڅه یې کړې چې د وژل شویو زده کوونکو میندې او پلرونه مطمین کړي.

چې ثبونه ورک شي بیا خو انصاف نه کېږي.
اکبر خان

خو دی زیاتوي د شهدا فورم دا غوښتنه بې ځایه ده چې د پوځ پر پخواني مشر دې مقدمه درج شي. "دا خو یو جذباتي غوندې خبره ده، په ټول ملک کې د بغاوت په څېر یو څېز روان وو، په دې کې خو ته داسې نه شې کولای چې د پوځ [پر] مشر یا [پر] وزیراعظم تور پورې کړې چې دوی یې ذمه وار دي. زه وایم دا سمه نه ده."

د پاکستان حکومت وايي، پر ارمي پبلک سکول یې تر برید وروسته د هېواد پر کچ د وسله والو او ترهګرۍ ضد پراخ او "بریالي" عملیات وکړل. دا ځل په حمله کې د وژل شویو اووم تلین پرداسې مهال لمانځل کېږي چې اسلام اباد د تحریک طالبان پاکستان له وسله والو سره د سولې خبرو ته دوام ورکړی دی.

د وژل شویو زده کوونکو میندو او پلرونو په سېپټېمبر کې د سولې د خبرو ضد لاریون کړی وو او له حکومته یې غوښتي ول چې وسله وال طالبان دې نه بښي بلکې عدالت ته دې یې وړاندې کړي.