پاکستان هیله من دی چې په اګست کې به د پیسو نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د مشرتابه بورډ په غونډه کې ورته د پور له پروګرام سره سم، د څه د پاسه یو ارب ډالرو قسط ورکړي چې ورسره به په هغه هېواد کې د بهرنیو پیسو (اسعارو) د زېرمو کچ لږ څه لوړ شي.
دا تر هغې وروسته ده چې ای اېم اېف د جولای پر ۱۳مه وویل چې چارواکو یې د پاکستان حکومت له پلاوي سره هغه هېواد ته د پور پر بحالولو موافقه کړې ده خو وروستۍ منظوري به یې د هغې نړیوالې مالي ادارې د مشرتابه ډله (اېګزېکېټېو بورډ) کوي.
هغې نړیوالې مالیاتي ادارې په بیان کې ویلي ول چې تر منظورۍ وروسته به پاکستان ته شاوخوا "۱.۱۱۷ اربه امریکايي ډالر" پور ورکړي چې ورسره به هغه هېواد ته له پروګرام سره سم، ټول پور "۴.۲ اربه ډالرو" ته ورسېږي.
پاکستان په ۲۰۱۹ز کال کې له ای اېم اېف سره د شپږ اربه پور درې کلن تړون لاسلیک کړی وو خو د سختو اقتصادي اصلاحاتو په عملي کولو کې له ستونزو سره مخامخ وو. همدا لامل وو چې ای اېم اېف هغه هېواد ته د پور د بل قسط ورکړه ځنډولې وه.
خو دا لومړی ځل نه دی چې اسلام اباد د اقتصادي او مالي ستونزو د هواري لپاره د پیسو له نړیوال صندوقه پور اخیستی، بلکې تر دې مخکې یې ۲۱ ځلې له هغې ادارې څخه پورونه او مالي مرستې ترلاسه کړې دي. اسلام اباد په ۲۲م ځل په ۲۰۱۹ز کال کې له ای اېم اېف سره د پور درې کلنه موافقه لاسلیک کړه.
دا چې ای اېم اېف څه ډول اداره ده، څه کار کوي او پاکستان ورڅخه په کومو وختونو کې پورونه اخیستي، ځواب یې په دې لیکنه کې درکوو.
د پيسو نړيوال صندوق (ای اېم اېف) تاريخ
پاکستان په ۱۹۴۷ز کال کې د هند د نیمه وچې له وېش سره جوړ شو او په ۱۹۵۰ز کال کې د ای اېم اېف غړی شو.
ای اېم اېف او نړيوال بانک په ۱۹۴۴ز کال کې د برېټن ووډز کنفرانس په جریان کې جوړ شوي ول چې دواړو دوه مهمې موخې لرلې. د نړیوال بانک بشپړ نوم د بیارغونې او پرمختیايي چارو نړیوال بانک دی چې مهم کار یې په دویمه نړیواله جګړه کې د اغېزمنو شویو هېوادونو بیا وداني وه.
د پیسو نړیوال صندوق پر ووبپاڼه راغلي چې د هغې ادارې کار د مالي بحرانونو پر مهال د هېوادونو مرسته کول ول. ای اېم اېف رسماً د ۱۹۴۵ز کال د ډېسېمبر پر ۲۷مه کار پیل کړ او په پیل کې یې ۲۹ هېوادونه غړي ول چې بل کال ته یې د غړو شمېر ۳۹ ته ورسېد او په ۱۹۴۷ز کال کې فرانسه لومړی هېواد شو چې له ای اېم اېفه یې پور واخیست.
ای اېم اېف څه دندې لري؟
نړیوال بانک او ای اېم اېف دواړه د ملګرو ملتونو د سازمان ادارې دي چې دواړه پورونه ورکوي او له هېوادونو سره مالي مرستې کوي، خو شنونکي وايي چې د دواړو پورونه توپیر لري.
په اسلام اباد کې د اقتصادي چارو پوه ډاکتر غلام صمد وايي، نړيوال بانک د پرمختيايي پروژو لکه بندونو (ډيمونو)، سړکونو یا د ودانيو جوړولو لپاره پورونه ورکوي.
د ده په خبره، البته کله چې یو هېواد "د مالي بحران" ښکار شي نو بیا ورته ای اېم اېف پور ورکوي.
ډاکتر صمد وايي، کله چې د یو هېواد "په خرڅونو او ګټو کې فرق ډېر زیات شي نو د پوره کولو لپاره ورته ای اېم اېف پورونه ورکوي."
ای اېم اېف پر خپله ووبپاڼه لیکلي دي چې "د خپلو ټولو ۱۹۰ غړو هېوادونو د اقتصادونو دوامداره ودې او سوکالۍ هڅې کوي او دا کار د هغو اقتصادي تګلارو د ملاتړ له لارې کوي چې د مالي ثبات لامل ګرځي."
هغې ادارې پر خپله ووبپاڼه لیکلي دي چې درې مهم ماموریتونه لري. یو، نړیواله مالي همکاري زیاتول، دویم، د سوداګرۍ پراختیا او درېیم، غړي هېوادونه اقتصادي ودې زیاتولو ته هڅول.
ای اېم اېف پیسې له کوم ځایه کوي او څنګه پور ورکوي؟
ډاکتر صمد وايي، د ملګرو ملتونو د نورو ادارو په څېر، هر غړی هېواد ای اېم اېف ته هم پیسې ورکوي چې هغه یې په صندوق کې ساتي او بیا یې اړمنو هېوادونو ته د پورونو پروګرام په بڼه ورکوي.
دی وايي، د ای اېم اېف د مشرتابه غړي په خپلو غونډو کې د رایو له لارې یوه هېواد ته د پور ورکړې یا نه ورکولو پرېکړه کوي.
دا هم وګورئ:
د پاکستان حکومت د تېلو د بیو کمولو اعلان وکړد ګرانۍ زیاتېدو له وجې د نړۍ ډېریو هېوادونو کې لوی اختر کمرنګه دید پاکستان دولتي بانک د سود کچ ۱۵ فیصده ته لوړ کړد ای اېم اېف کاري ډله د پاکستان له حکومت سره د پور پر بحالۍ سلا شوېد ډاکتر صمد په خبره، امریکا او یوشمېر اروپايي هېوادونه هر کال ای اېم اېف ته زیاتې پیسې ورکوي نو ځکه ورسره د پورونو ورکولو واک تر ټولو زیات وي. دی وايي، پاکستان ای اېم اېف ته پیسې نه ورکوي نو ځکه د ووټ واک نه لري.
کله چې غړي هېوادونه له مالي بحران سره مخامخېږي نو هڅه کوي چې پر وخت له ای اېم اېفه پور واخلي. ای اې اېف وايي، کله چې یو هېواد ورڅخه پور وغواړي نو بیا یې د مشرتابه ډله کښېني او د هغه هېواد له چارواکو سره د پور پر شرطونو غږېږي.
پاکستان کله له ای اېم اېفه پورونه او مرستې اخیستي؟
د پاکستان تر جوړېدو وروسته د شاوخوا لومړۍ لسیزې په موده کې هغه هېواد له ای اېم اېفه د پیسو اخیستو ته اړ شو. له هغه وخت راهیسې د هېواد شاوخوا هر اوږدمهاله واکمن پور او مالي مرستې ترلاسه کړې دي.
د ای اېم اېف پر ووبپاڼه معلومات ښيي چې پاکستان له هغې ادارې څخه په بېلابېلو وختونو کې مالي مرستې او پورونه اخیستي دي.
- په ۱۹۵۸ز کال کې د پوځي واکمن جنرال ایوب خان حکومت له ای اېم اېفه پور واخیست.
- جنرال ایوب خان په ۱۹۶۶ز او بیا په ۱۹۶۹ز کال کې هم له ای اېم اېفه مالي مرسته ترلاسه کړه.
- په ۱۹۷۱ز کال کې د بنګلادېش پر سر له هند سره جګړې پاکستان ته لوی زیانونه واړول او د هغه مهال وزیراعظم ذوالفقار علي بوټو په ۱۹۷۲ز کال کې د پیسو له نړیوال صندوقه قرض اخیستو ته اړ شو.
- بوټو په ۱۹۷۳ز، ۱۹۷۴ز او بیا په ۱۹۷۷ز کال کې د خپل حکومت تر نسکورېدو پورې درې ځلې له ای اېم اېفه مالي مرسته ترلاسه کړه.
- د پاکستان پوځي واکمن جنرال محمد ضیا الحق په ۱۹۸۰ز او ۱۹۸۳ز کلونو کې دوه ځلې له ای اېم اېفه قرض واخیست.
- په ۱۹۸۸ز کال کې د جنرال ضیا الحق تر مړینې وروسته چې بېنظیر بوټو وزیراعظمه منتخبه شوه نو د پیسو له نړیوال صندوق څخه یې مالي مرسته ترلاسه کړه.
- په ۱۹۹۳ز کال کې وزیراعظم میا محمد نواز شریف له ای اېم اېفه پیسې واخیستې.
- د شریف د حکومت تر ړنګېدو وروسته بېنظیر بوټو بیا واکمنه شوه او په ۱۹۹۴ز او ۱۹۹۵ز کلونو کې یې له هغې نړیوالې مالي ادارې څخه پیسې واخیستې.
- نواز شریف د ۱۹۹۶ز کال په پای کې انتخابات وګټل او په ۱۹۹۷ز کال کې له واکمنېدو سره یې سم دوه ځلې له اې اېم اېف سره د پورونو موافقه وکړه.
- د پوځ مشر جنرال پروېز مشرف په ۱۹۹۹ز کال کې د شریف حکومت ړنګ کړ او بیا یې په ۲۰۰۰ز او ۲۰۰۲ز کال کې له ای اېم اېفه قرض واخیست.
- په ۲۰۰۸ز کال کې په پاکستان کې جمهوریت بحال شو او د پیپلز ګوند په مشرۍ اېتلافي حکومت د پیسو له نړیوال صندوقه پور ترلاسه کړ.
- په ۲۰۱۳ز کال کې میا نواز شریف له واکمنېدو سره سم له ای اېم اېفه پور واخیست.
- د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان چې په ۲۰۱۸ز کال کې واکمن شو نو د مالي ستونزو د هواري لپاره یې له سعودي عرب، متحده عربي اماراتو او چینه دوستانه پورونه واخیستل چې ای اېم اېف ته اړ نه شي او د هغې ادارې له شرطونو ځان وساتي. خو د پاکستان مالي حالت خرابېده او نوموړي په ۲۰۱۹ز کال کې له ای اېم اېف سره د پور موافقه وکړه چې د هغه تر ګوښه کېدو وروسته د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ اېتلافي حکومت ته ورپاتې ده.
اې اېم اېف چې هېوادونو ته پورونه ورکوي نو ورسره د اقتصادي اصلاحاتو شرطونه ږدي. په هغو شرطونو کې د حکومتي لګښوتو کمول، د مالي تګلارو سمول، د انرژۍ په ګډون پر یوشمېر شیانو د حکومتي رعایت ختمول او همداراز، د زیاتو ټیکسونو یا مالیو غونډول شامل دي.