د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پاکستان دولتي بانک د سود کچ ۱۵ فیصده ته لوړ کړ


دولتي بانک وايي، د سود سطحې لوړولو پرېکړه یې د انفلېشن کنټرولولو لپاره کړې - پخوانی انځور.
دولتي بانک وايي، د سود سطحې لوړولو پرېکړه یې د انفلېشن کنټرولولو لپاره کړې - پخوانی انځور.

د پاکستان دولتي بانک د انفلېشن (افراط زر) کنټرولولو او د روپۍ ارزښت لوړولو په موخه پر پورونو د سود شرح ۱۵ فیصده ته لوړه کړې ده خو د اقتصادي چارو پوهانو د دې اقدام موثریت تر پوښتنې لاندې راوستی دی او وايي، له دې سره به کاروباري هلې ځلې ټکنۍ شي.

د پاکستان دولتي بانک مشر د جولای پر اوومه د نوې مالیاتي تګلارې (مانېټري پالیسۍ) د اعلانولو پر مهال وویل، د بانک پر پورونو سود ۱.۲۵ فیصده لوړوي چې ورسره به د سود ټول کچ ۱۵ فیصده ته وخېژي.

د بانک لنډمهالي مشر مرتضا سید په کراچۍ کې خبري غونډې ته وویل، که دا کار یې نه وای کړای نو د هېواد اقتصاد به له لا زیاتو ستونزو سره مخامخ شوی وای. "دا یو مشکل وخت دی. [په پاکستان کې] به انفلېشن تر شاوخوا یو کال پورې لوړ وي او په [تازه پیل شوي] مالي کال کې به د اقتصادي پیداوار د ودې کچ له درې څخه تر څلور فیصده پورې وي. د انفلېشن سطح به له ۱۸ څخه تر ۲۰ فیصده پورې وي. که موږ دا پرېکړه نه وای کړې نو د هېواد اقتصاد به له لا زیاتو مشکلاتو سره مخامخ شوی وای."

دولتي بانک وايي، د سود سطحې لوړولو پرېکړه یې د هېواد اقتصادي حالت سمولو لپاره کړې - پخوانی انځور.
دولتي بانک وايي، د سود سطحې لوړولو پرېکړه یې د هېواد اقتصادي حالت سمولو لپاره کړې - پخوانی انځور.

سید زیاته کړه چې یوازې د پاکستان مالي او اقتصادي ستونزو ته په کتو یې د سود سطحې لوړولو پرېکړه نه ده کړې بلکې په اوکراین کې د جګړې له وجې په نړیوال بازار کې د تېلو بیې لوړې شوې دي نو ځکه هم دا کار اړین وو.

خو د اقتصادي چارو پوهان وايي، پر پورونو د سود زیاتول اقتصاد ته ګټه نه رسوي بلکې د ګرانۍ د لا زیاتېدو لامل به شي.

د اقتصادي چارو پوه او خبریال وکیل الرحمان د جولای پر اوومه مشال راډیو ته وویل، د سود لوړولو له وجې به د ټیکس غونډولو عمل اغېزمن شي او همداراز، کاري موقعې به کمې شي.

دی وايي، د سود له لوړېدو سره کاروبارونه له دولتي بانکه کم پور اخلي چې له وجې یې نوې کاري موقعې نه شي زېږولای او همداراز، کاروباري هلې ځلې یې هم ټکنۍ کېږي.

خو په کراچۍ پوهنتون کې د اقتصاد استاد ډاکتر ریاض وايي، پاکستان مجبور دی چې د پیسو د نړیوال صندوق (ای اېم اېف) د شپږ اربه امریکايي ډالرو د بل قسط ترلاسه کولو لپاره دا ډول اقدامات وکړي.

دی وايي، په پاکستان کې د بهرنیو اسعارو (پیسو) زېرمې په کمېدو دي او یوشمېر نورې اقتصادي ستونزې دي چې د هغې د هواري هڅې په کار دي.

دولتي بانک د سود سطحې لوړولو اعلان پر داسې مهال کړی دی چې اسلام اباد د مې میاشتې له اخري اوونۍ راهیسې څلور ځلې د تېلو بیې لوړې کړې دي.

د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د جون په پای کې وویل چې ای اېم اېف به "ژر ورته د دوه اربه ډالرو پور" قسط ورکړي.

په پاکستان کې د بهرنیو اسعارو (پیسو) د زېرمو کمېدو تر څنګ په تېرو څه د پاسه درو کلونو کې د افراط زر یا انفلېشن سطح هم خورا لوړه شوې چې له کبله یې د امریکايي ډالر پرتله د روپۍ ارزښت پرېوتی. همدا لامل دی چې په پاکستان کې ګراني زیاته شوې چې پرضد یې د هېواد په بېلابېلو برخو کې احتجاجونه شوي. خو حکومت وايي، د اقتصادي حالت سمولو ته ژمن دی.

XS
SM
MD
LG