په خیبر پښتونخوا کې د اپوزیشن ملتپاله ګوند عوامي نیشنل پارټۍ د بابړې د خونړۍ پېښې د عدالتي پلټنو غوښتنه کړې.
دا غوښتنه د ګوند مرکزي عمومي سېکرټر میا افتخار حسین د اګست پر ۱۲مه د چارسدې په غازي ګل بابا جومات کې "د بابړې شهیدانو ۷۳م تلین" په مناسبت ولسي غونډې ته کړې.
د ده په خبره، په ۱۹۴۸ز کال کې د اګست پر ۱۲مه د هغه وخت د مسلم لیګ حکومت په امر د خدايي خدمتګار تحریک پر مظاهرې په ډزو کې تر ۶۵۰ زیات کسان وژل شوي ول.
پر هغه ورځ خلک د غورځنګ د باني مشر خان عبدالغفار خان چې د باچا خان په نوم پېژندل کېږي، د ګرفتارۍ ضد احتجاج ته وروتلي ول.
دا هم وګورئ: د بابړې تاريخي پېښه او د پښتنو اوسنی حالتهغه مهال د خیبر پښتونخوا نوم صوبه سرحد وه او عبدالقیوم خان یې اعلا وزیر وو.
د خدايي خدمتګار تحریک د هغه وخت مشرانو او د عوامي نیشنل ګوند سیاستوالان وايي، امنیتي سرتېرو پر بې وسله او پرامنه مظاهرې ډزې کړې وې.
میا افتخار حسین وویل، د دې پېښې عدالتي پلټنې دې وشي او پکې ککړ کسان که مړه هم وي، باید ورته عدالت سزا واوروي چې په راتلونکې کې دا ډول پېښې تکرار نشي.
د پاکستان پخوانیو حکومتونو په پېښه کې د وژلیو د شمېر او د عوامي نیشنل ګوند د دعوو تصدیق نه دی کړی او نه یې په اړه کله پلټنې کړې دي.
عوامي نیشنل ګوند د پخواني خدايي خدمتګار ځایناستی دی.
دا ګوند او د خیبر پښتونخوا ځینې نور ملتپاله سازمانونه هر کال د اګست پر ۱۲مه د بابړې په پېښه کې د وژلیو تلین لمانځي او د حقونو مبارزې لپاره خپل هوډ بیا تازه کوي.