خیبر پښتونخوا کې د اوړو او د چرګ غوښې بیې لوړې شوې دي

د اوړو کاروباریان تور پورې کوي چې د بیو لوړېدو لامل له پنجابه خیبر پښتونخوا ته د غنمو او اوړو پر لېږد بندیز دی چې وفاقي حکومت یې ردوي - پخوانی انځور.

په خیبر پښتونخوا کې د روژې تر پای وروسته د اوړو او د چرګ غوښې بیې بیا لوړې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په روژه کې حکومت د صوبې په یوشمېر ښارونو کې ارزان بازارونه پرانیستي ول او په حکومتي دوکانونو (یوټېلېټي سټورونو) کې یې هم شیان ارزان خرڅول، خو د حکومتي رعایت تر ختمېدو سمدستي وروسته په هغو دوکانونو کې هم د اوړو په ګډون د نورو خوړو بیې لوړې شوې دي.

تر اختر سمدستي وروسته د اوړو د ۲۰ کېلو بوجۍ (ګونۍ) بیه ۱،۴۵۰ روپۍ ته لوړه شوې ده چې په روژه کې د ارزان بازارونو او یوټېلېټي سټورونو له بیې شاوخوا ۷۰۰ روپۍ زیاته ده.

د خیبر پښتونخوا د اوړو د ژرندو (مېلونو) د مالکانو سازمان مشر حاجي اقبال خان د مې پر اتمه مشال راډیو ته وویل، د دې لامل د پنجاب له لوري هغې صوبې ته د غنمو پر لېږد بندیز دی.

د اوړو یو دوکاندار حاجي تعریف خان هم ورته خبره کوي او زیاتوي چې د تېلو د بیو لوړېدو له وجې د ټرانسپورټي لګښتونه زیات شوي چې له وجې یې د اوړو او غنمو نرخونه هم لوړ شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې شهباز شریف په اپرېل کې د وزیراعظم په توګه تر منتخبېدو وروسته چارواکو ته امر وکړ چې خیبر پښتونخوا ته د اوړو او غنمو د نه لېږد دعوې دې وڅېړي او ورته دې یې لېږد باوري کړي.

خو تعریف خان وايي، پر دې سربېره هم پنجاب خیبر پښتونخوا ته اوړه نه لېږدوي.

کاروباریان وايي، د چرګ د غوښې د بیې لوړېدو لامل تر اختر وروسته د ودونو زیاتېدل دي - پخوانی انځور.

په خیبر پښتونخوا کې د اوړو ترڅنګ د اختر له پیل راهیسې د چرګ د غوښې بیه هم لوړه شوې ده. د هغې صوبې د چرګ غوښې او هګیو د سازمان (پولټری اسوسيېشن) یو غړي عباد الله مشال راډیو ته وویل چې تر اختر وروسته په خیبر پښتونخوا کې د ودونو دود دی چې له وجې یې د چرګ د غوښې تقاضا زیاته شوې او پیداوار او له پنجابه یې درامد کم دی نو ځکه یې نرخ هم ختلی دی.

د خیبر پښتونخوا صوبايي حکومت ویاند بیرسټر محمد علي سیف د مې پر اوومه په یوه وینا کې تور پورې کړی وو چې د پنجاب حکومت یې صوبې ته د اوړو لېږد درولی نو ځکه یې بیه لوړه شوې. خو پر هم هغې ورځ وزیراعظم شهباز شریف په شانګله کې جلسې ته په وینا کې ټینګار وکړ چې خیبر پښتونخوا ته یې د غنمو او اوړو پر لېږد بندیز لیرې کړی دی او همداراز یې د بیو ټیټولو امر هم کړی دی.

دا هم وګورئ:

شهباز شریف: پاکستان له سختو اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی د پاکستان مالیې وزیر له ای اېم اېف سره پر پور د خبرو لپاره د واشنګټن په سفر دیشهباز شريف: د هېواد د اقتصادي او نورو مسلو د هواري لپاره یووالي ته اړتیا دهد پاکستان نوی وزیراعظم شهباز شريف له کومو چيلېنجونو سره مخامخ دی؟

د پاکستان اقتصاد له څه د پاسه درې کلونو راهیسې خراب دی او له یولړ مشکلاتو سره مخامخ دی. همدا لامل دی چې د تحریک انصاف په مشرۍ پخواني حکومت په ۲۰۱۹ز کال کې د پیسو له نړیوال صندوق (ای اېم اېفه) د پور ترلاسه کولو موافقه وکړه. ای اېم اېف اکثر هېوادونو ته پورونه د ځینو شرطونو په عملي کولو ورکوي چې پکې یې یو د حکومتي رعایتونو ختمول دي.

د پاکستان حکومت وايي، له دې پرته په تېرو څه د پاسه درو میاشتو کې په نړیوال بازار کې د تېلو د بیو لوړېدو له وجې هم په هغه هېواد کې د ورځني استعمال د شیانو نرخونه زیات شوي دي.

د شهباز شریف په مشرۍ اېتلافي حکومت وايي، پاکستان له لویو اقتصادي مشکلاتو سره مخامخ دی چې د هواري هڅې یې کوي.