د مومندو او باجوړ ترمنځ د پولې د لانجې هواري هڅې روانې دي

د ساپیو او د ناوګۍ مشرانو ترمنځ د مومند او باجوړ پر پوله لانجه څه د پاسه ۱۰۰ کاله تاریخ لري (ارشیف انځور).

د اګست پر شپږمه د مومندو په مامد ګټ کې ځینې خلک لښکر شول او د یوه کس کور ړنګولو پسې ورغلل چې هلته ډزې او اخ و ډب وشو چې پکې اووه کسان ژوبل شول.

پولیسو سمدستي په تاوتریخوالي کې د ککړوالي په تور اووه کسان بندیان کړل او مقدمه یې جوړه کړه.

لښکر دعوه کړې وه چې میا لال باچا ساپي په مامد ګټ کې د مومندو او باجوړ ترمنځ پر لانجمنه ځمکه کور جوړ کړی وو.

ساپی وايي، له اوږدې مودې راهیسې هلته کور لري او لښکر ناقانونه کار کړی.

پر پوله د پولیسو پوستې پر سر اختلاف او د ساپیو ناسته

د مومندو د ساپیو او د باجوړ د ناوګۍ ترمنځ د پولې لانجه څه د پاسه ۱۰۰ کاله پخوانۍ ده چې د ۲۰۲۰ز کال په اپرېل کې هغه مهال بیا تازه شوه چې د مومندو پولیسو په دربنو کې پر پوسته سرتېري ځای پر ځای کړل خو د باجوړ پولیسو ورته وویل چې هغه سیمه یې تر واک لاندې نه راځي.

د مومندو یو مشر ملک زاهد خان په دې لانجه کې د ساپیو د ولس استازی دی.

ده د سېپټېمبر پر درېیمه مشال راډیو ته وویل، د باجوړ او مومندو ترمنځ پر پوله د پولیسو د دې اقدام په غبرګون یې احتجاجي ناسته پیل کړه او باجوړ ته تلونکی سړک یې بند کړ:

د باجوړ انتظامیه او د ناوګۍ مشران "پر هغه پوله د پېشقدمۍ کوشش کوي او پوله مخې ته راوړي. نو موږ له روژې یو څو ورځې مخکې" احتجاج وکړ "۱۷ ورځې مو [سړک] بند کړی وو، درنا (ناسته) مو وکړه."

قبایلو کې د ځمکو لانجو په اړه ځانګړي رپورټونه ولولئ

په شمالي وزیرستان کې د ځمکو لانجې څنګه هوارېدای شي؟د جنوبي وزیرستان د ځمکو د لانجو لاملونه او د حل لارې یېکورمه کې د ځمکو لانجو لاملونه او د هواري لارې

د جرګې جوړېدل

د ساپیو احتجاجي ناستې ته په کتو، له خیبر ضلعې څخه د قامي اسمبلۍ پخواني غړي حاجي شاه جي ګل اپرېدي د اپرېدیو جرګه جوړه کړه، سیمې ته ورغی، سړک یې پرانیست او د ساپیو او ناوګۍ له مشرانو څخه یې د لانجې هوارولو واک واخیست.

د باجوړ انتظامیه وايي، د خیبر پښتونخوا حکومت لومړی د شخړې هواري لپاره د کمېشن جوړولو اعلان کړی وو خو بیا یې هغه کار ونکړ.

خو چارواکي او د جرګې مشر حاجي شاه جي ګل اپرېدی وايي، د پولې د لانجې هواري هڅو ته یې دوام ورکړی.

اپرېدي د سېپټېمبر پر څلورمه مشال راډیو ته وویل چې صوبايي حکومت د باجوړ او مومندو انتظامیې ته وینا کړې چې د ستونزې په هواري کې دې له جرګې سره مرسته وکړي.

د ده په خبره، جرګه یوازې د پولې معلومولو او د لانجې هواري واک لري:

په لانجمنه سیمه کې "د مومند د خلکو کورونه هم شته، د باجوړ د خلکو کورونه هم شته او هغه ځمکې ټولې ابادې دي. خو موږ د ځمکو دعوه نه ده اخیستې، موږ د ځمکو فیصله نه کوو. موږ به صرف د ضلع باجوړ او ضلع مومند حدود معلوموو. نه موږ د ځمکو اختیار اخیستی، نه یې راکړی."

د لانجې تاریخ او د مومندو دعوه

ملک زاهد خان وايي، د پاکستان تر جوړېدو مخکې، په ۱۹۱۲ز کال کې د باجوړ د مرکز خار نواب پر مومندو یرغل وکړ او د ساپیو سیمه یې ونیوله چې وروسته مومندو لښکر وکړ او خپله سیمه یې خلاصه کړه البته دا هم هغه وخت وو چې لانجه وزېږېده.

په ۱۹۶۹ز کال کې چې ملاکنډ او باجوړ په پاکستان ورګډ شول نو ساپیو د دې پرېکړې نه منلو اعلان وکړ او ویې ویل چې ورسره مشوره نه وه شوې.

پیسه قصورواره ده. د ځمکو قیمت زیات شو. له دغې وجې دا خلک راوچت شول.
حاجي شاه جي ګل اپرېدی

د ملک زاهد خان په خبره، لانجه په ۱۹۹۴ز کې بل مهم پړاو ته داخله شوه چې په ملاکنډ او باجوړ کې د تحریک نفاذ شریعت محمدي په نوم یوې ډلې فعالیتونه پیل کړل او د غلجو له جووړه یې تر دربنو پورې ځمکه ونیوله چې شاوخوا څلور کیلومیټره لار جوړېږي.

د مولانا صوفي محمد په مشرۍ دې تحریک وروسته په سوات کې د طالبانو د نفوذ په پراخولو کې فعاله ونډه واخیسته چې بالاخره طالبان د سیمې په کنټرول ترلاسه کولو کې بریالي شول او د پاکستان پوځ یې پر ضد په ۲۰۰۹ز کال کې عملیات وکړل.

مومند په ۱۹۵۱ز کال کې ضلع شوه

ملک زاهد خان تور پورې کوي چې کله په قبایلي سیمو کې د وسله والو ډلو فعالیتونه روان ول او پوځ یې پر ضد عملیات کول نو د خیبر پښتونخوا د پخواني ګورنر انجینر شوکت الله کورنۍ لانجمنې ځمکې پر خلکو خرڅې کړې.

شوکت الله له ۲۰۱۳ز څخه تر ۲۰۱۴ز پورې د صوبې ګورنر وو.

د ناوګۍ خان یا مشر بسم الله خان د انجینر شوکت الله او په سېنېټ کې د باجوړ د استازي هدایت الله پلار دی.

موږ له درېواړو سره په بیا بیا رابطې وکړې خو بریالي نشو.

انجینر شوکت الله او سېنېټر هدایت الله پر وټس ایپ هم زموږ د پیغام ځواب رانکړ او د پخواني ګورنر زوی نجیب الله راته وویل چې د کورنۍ مشرانو ورته پر دې لانجه د خبرو واک او اجازت نه دی ورکړی.

موږ همداراز د ناوګۍ له ځايي مشرانو شیخ جانزاده او د هغه له ورور خانزېب سره هم رابطې وکړې خو په خبرو ورسره و نه توانېدو.

د باجوړ د مشرانو دریځ

البته په پاکستان کې د ټرایبل نیوز نېټورک (د قبایلو خبري شبکه) او د وایس اف خیبر پښتونخوا (د خیبر پښتونخوا غږ) په نوم ووبپاڼو د ۲۰۲۰ز په اپرېل کې په خپلو لیکنو کې د باجوړ د مشرانو په حواله ویلي چې لانجمنه سیمه د باجوړ د خان ملکیت ده.

وایس اف خیبر پښتونخوا لیکي، د ساپیو خلکو د باجوړ له خانه ځمکه په پیسو اخیستې وه او اباده کړې یې وه.

ټرایبل نیوز نېټورک د باجوړ د مشرانو له خولې ویلي چې د لانجمنې سیمې د ملکیت ټول اسناد لري.

د باجوړ مشرانو رسنیو ته ویلي چې ټول تاریخي کاغذونه لري او د سیمې ملکیت د باجوړ د خانانو دی.

د ساپیو استازی ملک زاهد خان هم وايي چې د باجوړ او مومندو د پولې ټول اسناد لري.

"په سرکاري نقشه کې هم په واضح طور – که د کمانډنټ (د سیمې پوځي مشر) په دفتر کې وي که د [ډېپټي کمېشنر] او که په نورو سرکاري دفترونو کې وي – په هغې کې د غلجو جووړ ښکاره کړی چې دغه د مومند او باجوړ پوله ده."

د پاکستان حکومت په ۱۹۵۱ز کال کې د مومندو سیمه له خیبره جلا کړه او ورته یې د ضلعې حیثیت ورکړ.

زاهد خان وايي، د هغه وخت او تر هغې وروسته چې په سیمه کې څومره پرمختیايي کارونه شوي ټول کاغذونه یې لري.

"د ۱۹۵۱ز رېکارډ هم له موږ سره موجود دی او له هغې بعد چې سرکاري کارونه شوي، د هغې د ټېکو دي یا د اې ډي پي (کلنۍ ترقیاتي پروژې) کار شوی دی، د هغې ټول رېکارډ له موږ سره شته."

د لانجې اقتصادي اړخ

د جرګې مشر حاجي شاه جي ګل اپرېدی دا یوازې د دوو ضلعو ترمنځ د پولې لانجه نه بولي.

دی وايي، دواړه خواوې د ځمکو بیو لوړېدو ته په کتو زیاته ګټه کول غواړي، نو ځکه د لانجې اصلي اړخ اقتصادي دی.

"پیسه قصورواره ده. د ځمکو قیمت زیات شو. له دغې وجې دا خلک راوچت شول" او دا فکر یې وکړ چې "که ځمکه 'زما شوه زه به ورباندې پېټرول پمپ جوړ کړم، زه به ورباندې مارکېټ جوړ کړم، زه به پکې د ماربل (مرمرو) کارخانه ولګوم' نو اصل، بنیادي وجه یې لالچ دی. لالچ دواړه طرف ته خلک" د یو بل خلاف درولي دي.

زاهد خان وايي، اصلاً دا یوه انتظامي ستونزه ده او وروستی حل به یې حکومت ټاکي.

دی په دې لانجه کې د مومندو د انتظامیې له کاره مطمین او راضي دی خو تور یې پورې کړ چې د باجوړ انتظامیه د ناوګۍ د مشرانو ناروا مرسته کوي.

حکومتي دریځ

د ناوګۍ اسېسټنټ کمېشنر حبیب الله له مشال راډیو سره په خبرو کې د نوموړي تور رد کړ او ویې ویل چې د دواړو ضلعو انتظامیه په لانجه کې بې طرفه ده.

ده وویل، کله چې جرګه یوې نتیجې ته ورسېده او حکومت ورته امر وکړ، بیا به اقدام کوي.

"شاه جي ګل [اپرېدي] او نورو کسانو جرګه وکړه. شاه جي ګل ضمانتونه اخیستي او قام ورباندې اعتماد هم کړی دی خو تر اوسه پورې فیصله نه ده شوې. د مومندو [خلک] وايي چې زموږ [سیمه] تر دربنو پورې ده او باجوړیان وايي چې زموږ [علاقه] تر مامد ګټ او دروازګۍ پورې ده، نو دا [لانجه] ده او جرګه ناسته ده، هغه به فیصله وکړي چې اوس برید پر کوم ځای ږدي."

د جرګې هڅې

حاجي شاه جي ګل اپرېدی وايي، د ساپیو او د ناوګۍ مشرانو ته یې د یو، یو کروړ روپیو ضمانت ورکولو ویلي چې د هغې لپاره یې د اګست ۲۸مه نېټه ټاکلې وه، خو لا یې ورته پیسې نه دي سپارلي.

دی وايي، د لانجې هواري لپاره یې تر اوسه دوه جرګې کړې دي.

د اپرېدي په خبره، کله چې د باجوړ او مومندو مشرانو سره یوې نتیجې ته ورسېد نو بیا به د دواړو ضلعو د نوې پولې په اړه انتظامیه خبروي چې هغه یې عملي کړي.

دی زیاتوي، هڅه کوي چې داسې یوې فیصلې ته ورسي چې ورسره د ساپیو او ناوګۍ ولسونو ترمنځ "ورورګلوي جوړه شي."