د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې د ځمکو لانجو لاملونه او د هواري لارې


د اوربند ټینګښت لپاره د ملېشې سرتېري مرغې چینې ته ورغلي - د جولای دویمه
د اوربند ټینګښت لپاره د ملېشې سرتېري مرغې چینې ته ورغلي - د جولای دویمه

د جولای پر درېیمه د کورمې په مرغې چینه کې ارامي وه او د ډزو اوازونه نه اورېدل کېدل. په دې سیمه کې د جون پر ۲۷مه د ابراهیمزیو او بالشخېلو خلک یو لوري ته او د پاړه څمکنیو قبیلې کسان بلې خوا ته مورچو ته ختلي ول او د ځمکې لانجې پر سر یې پېنځه ورځې نښتو ته دوام ورکړ چې پکې د دواړو خواوو ۱۲ کسان ووژل او تر ۴۰ زیات ژوبل شول.

د جولای پر دویمه د کورمې امنیتي سرتېري په سیمه کې ځای پر ځای شول او اوربند یې عملي کړ.

په کورمه کې د یو شمېر قبیلو خلک اوسي چې پکې یې ځینې سنيان او ځینې یې اهل تشیع دي.

خو د سیمې مشران وايي، د ځمکو لانجې او پر سر یې نښتې له مذهب، دین یا فرقې سره هېڅ تړاو نه لري.

د ځمکې د لانجو تاریخ

په کورمه کې د ځمکې لانجې اوږد تاریخ لري او د مرغې چینې ترڅنګ په یو شمېر نورو ځایونو کې هم قبیلې د ځمکو، غرونو او کڅونو دعوې لري چې له وجې یې نښتې هم شوې دي.

حسن توری د کورمې اوسېدونکی دی چې د سیمې پر ژوند او حالاتو یې څېړنې کړې دي.

دی په کورمه کې د ځمکې ځینې شخړې او لانجې یادوي او وايي د ۲۰۲۰ز کال په روژه کې پر "شاملاتو" د کونج علیزیو او مقبلو نښته شوې وه. له دې علاوه پر تور غره د "توریو د پېواړ او منګلو، د مېټا خان پر غره د شیعه ګانو لا پاړیو سره لانجه ده،" همداراز، په شورکو کې د توریو مليخېل له سني بنګښو سره او په بله سیمه کې بیا علیزي او اورکزي له یو بل سره د ځمکې لانجې لري.

توری وايي، په کوزه کورمه کې د ظهمشتو د مونډانو او بنګښو ترمنځ هم د ځمکې پر سر شخړه ده.

د کورمې مشران د مرغې چینې مسلې تاریخ په اړه وايي چې که دا وویل شي چې د ځمکې لانجه له ۱۹۵۸ز کال راهیسې روانه ده نو سمه به وي.

د لانجې لاملونه

حاجي سلیم خان له پخوا راهیسې په بېلا بېلو جرګو کې د سیمه ییز مشر په توګه ګډون کړی دی او د مرغې چینې د کشالې د هواري هلې ځلې هم کوي.

دا د جایداد، شاملاتي ځمکې او حق لانجه ده.
حاجي سردار حسین

ده د جولای پر درېیمه مشال راډيو ته وویل، په سیمه کې ابراهیمزیو او بالشخېلو یوه برخه ځمکه پر پاړه څمکنیو خرڅه کړې او هغوی هلته ودانۍ جوړې کړې دي، خو په ځینو ځایونو کې ځمکه د سدې د ښار او خلکو ملکیت ده:

"څه علاقه خو د همدې بالشخېلو او ابراهیمزیو خلکو پیسې اخیستې دي او سټامپ (قانوني کاغذ) یې لیکلی چې بس دا ستاسې [د پاړه څمکنیو] شوه. پر هغه ځای [پاړه څمکنیو] ابادي کړې. خو څه علاقه داسې ده چې خالي ده. پر کومه علاقه چې ابادي شوې، هغه هم نه ده پاړه څکمنیو ده او نه د بالشخېلو او ابراهیمزیو. بلکې په هغې کې څه علاقه د سدې [ښار] ده. هغه په ۱۹۵۸ز کال کې [حکومتي کاغذونه جوړ شوي] چې ورباندې د هغه وخت د پولېټیکل اېجنټ (انتظامي مشر) دستخط دی. په هغه کاغذ کې راغلي چې دوه علاقې -- ګلو څټ او مرغې چینه – د سدې د ګوزارې علاقې دي او د دوی د مالونو څرولو ځایونه دي."

حسن توری وايي، په کورمه کې دوه ډوله ځمکه ده. یو یې انتقالي بلل کېږي چې په قانوني توګه خلکو ته سپارل شوې او د ملکیت ټول حقونه یې لري.

د ځمکې دویم ډول شاملاتي وي چې هېڅ خاوند یې نه وي ټاکل شوی او همدا لامل دی چې اکثر لانجمنه وي.

حاجي سلیم خان وايي د لانجې تر هواري پورې دې سرتېري په سیمه کې پاتې شي
حاجي سلیم خان وايي د لانجې تر هواري پورې دې سرتېري په سیمه کې پاتې شي

د توري په خبره، د مرغې چینې د ځمکې لانجې یو لامل دا دی چې ابراهیمزیو او بالشخېلو څه ځمکه په پاړه څمکنیو پلورلې وه.

دی وايي، وروسته پاړه څمکنیو د شاملاتي ځمکې پر نورو برخو هم "مېنې جوړې کړې" چې له وجې ستونزه لا لویه شوه.

حاجي سلیم خان وايي، پاړه څمکنیو او د ابراهیمزیو او بالشخېلو خلکو په ناقانونه توګه د ځمکې کاروبار کړی دی.

دی وايي، لانجمنه ځمکه باید نه څوک واخلي او نه یې خرڅه کړي.

په سیمه کې د اهل تشیع د انجمن حسینیه سېکرټر حاجي سردار حسین له حاجي سلیم خان او حسن توري سره متفق دی او وايي چې دا د "جایداد، شاملاتي" ځمکې او پر هغې د اصلي خلکو د "حق" لانجه ده.

د لانجې اقتصادي اړخ

حسن توری وايي، د ملکیت موضوع یوې خوا ته، پر شاملاتي ځمکو د لانجو یو لوی لامل او اړخ اقتصادي دی.

د ده په خبره، پر دې ځمکه نه یوازې د خلکو څاروي څري بلکې ځینې برخې یې له ښار یا سړکونو سره نېږدې وي چې له وجې هلته د ځمکې بیه لوړه وي او د غرونو او لیرې پرتو سیمو اوسېدونکي غواړي چې هلته اباد شي او کورونه جوړ کړي.

ملکیت او اقتصاد هغه څه دي چې د نورو شاملاتي ځمکو په څېر یې د مرغې چینې لانجه هم پېچلې ده او د هواري بهیر یې هم اسانه نه برېښي.

"د مري معاهده"

په ۲۰۰۷ز کال کې په کورمه کې د اهل تشیع او سنیانو ترمنځ خونړۍ نښتې شوې وې چې تر هغې یو کال وروسته په ۲۰۰۸ز کال کې د دواړو خواوو او بېلا بېلو قبیلو مشران د پاکستان په مري ښار کې کښېناستل او یوه موافقه یې لاسلیک کړه.

دا مسله به هغه وخت حل کېږي چې [ټول] حقیقت ته سره کښېني. خو که [یو لوری] یې په خپلو شرایطو حل کوي، بیا نه کېږي.
حاجي سلیم خان

د هغې موافقې په یوه ماده کې راغلي ول چې مشران او انتظامیه به د شاملاتي ځمکو د ملکیت ټاکلو هڅې کوي.

په تړون کې ویل شوي ول چې لانجې به د ځمکې د ګټې او مالیو د اسنادو چې کاغذات مال بلل کېږي له لارې هوارېږي او که قانوني کاغذونه نه وي نو بیا به د پښتنو له دود، دستور سره سم فیصله کېږي.

د مرغې چینې لانجه څنګه هوارېدای شي؟

د انجمن حسینیه مخکښ مشر سردار حسین وايي، د مرغې چینې د مالیو او ګټو کاغذونه د سیمې له انتظامیې سره موجود دي نو ځکه له همدې لارې لانجه په اسانۍ هوارېدای شي:

"دلته د انګرېزانو [د واکمنۍ له] زمانې څخه کاغذات مال موجود دي. موږ فریاد وکړ، هره دروازه مو وټکوله چې د کاغذات مال پر [اساس] دې هر چا ته خپل حق ورسي ځکه چې حق داسې شی دی چې که ستا له ورور سره هم حق [پاتې] وي، نو وروري ټیک (سمه) نشي چلېدای. نو دا مذهبي جنګ نه وو، په دې کې د شیعه یا سني هېڅ خبره نشته، دا د جایداد او شاملاتو مسله ده."

بشپړ غږیز رپورټ دلته واورئ

د کورمې د مرغې چینې لانجه څنګه هوارېدای شي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:09:11 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

سردار حسین زیاتوي چې کله نا کله ځینې خواوې د قانوني اسنادو پر ځای د دود او دستور له لارې د لانجې پر هواري ټینګار کوي، چې سمه نه ده او قوي دلیل نشي کېدای:

"ځینې خلک وايي، 'زه کاغذات مال نه منم. دا د انګرېز قانون دی، زه یې نه منم.' زه به ووایم چې څنګه یې نه منې! د دې خو مطلب دا شو چې په کوم شي کې ته فایده وینې، هلته د انګرېز قانون منې، په کوم کې دې چې نقصان وي هلته یې نه منې؟ ډومیسایل کې دې فایده ده، هغه د انګرېز منې، شناختي کارډ منې، په ملېشه کې یې منې، اسپتال او سکول درته جوړوي، هلته د انګرېز [قانون] منې. نو دا د انګرېز کاغذات مال څنګه نه منې؟"

کاغذات مال او حکومتي دریځ

د کورمې له انتظامي مشر شاه فهد سره مو رابطه وکړه چې ورڅخه د ځمکې د رېکارډ او اسنادو په اړه وپوښتو، خو ټېلېفون ته یې ځواب رانکړ.

البته د کورمې یوه لوړپوړي او مسوول انتظامي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط له مشال راډیو سره په خبرو کې ومنله چې د ځمکو قانوني اسناد او کاغذات مال په سرکاري دفترونو کې محفوظ پراته دي.

دی وايي، سرکار یوازې د کاغذونو او اسنادو په ښوولو مسله نشي هوارولای بلکې غواړي چې ټولې خواوې جرګه شي.

د اوربند دوام او خبرې اترې

حاجي سلیم خان زیاتوي، د مرغې چینې لانجه یوازې د سیمې د خلکو او مشرانو ترمنځ د خبرو له لارې هوارېدای شي:

"دا مسله به هغه وخت حل کېږي چې [ټول] حقیقت ته سره کښېني. خو که [یو لوری] یې په خپلو شرایطو حل کوي، بیا نه کېږي. ما خپله دا [وړاندیز] کړی دی چې یو طرف ته دې [پوځیان] په مورچو کې پراته وي او بل طرف ته دې د کورمې ملېشه په مورچو کې کښېني او د [جون] پر ۲۷مه چې اهل تشیع [خیمې] ودرولې او نښته پیل شوه، نو هغه [خیمې] دې اوچتې کړي. ځکه چې که هغه هلته پاتې شي نو بیا به [پاړه څمکني] وايي چې د [مخالف لوري] خبره منل شوې او [خیمې] هلته موجودې دي. تر دې وروسته دې خبرې وشي."

حاجي سردار حسین هم د اوربند دوام لپاره په مورچو کې د پوځیانو او ملېشې سرتېرو له ساتلو سره موافق دی.

د کورمې لوړپوړی چارواکی وايي، د سیمې انتظامي مشر شاه فهد د لانجې هواري هڅو ته دوام ورکړی او جرګې روانې دي.

دی زیاتوي، حکومت غواړي، ژر تر ژره، نه یوازې د مرغې چینې بلکې په نورو سیمو کې هم د ځمکو او بریدونو کشالې هوارې کړي چې په راتلونکې کې د وینې تویېدو مخه ونیسي.

د فېسبوک تبصرې

XS
SM
MD
LG