لواړګی - په پاکستان کې ایسار سلګونه افغانان د خیبر لواړګي ته رسېدلي دي، خو د اجازې نه لرلو له وجې د ښار په جوماتونو او مارکېټونو کې پراته له ستونزو سره مخامخ دي.
دوی د مې پر درېیمه مشال راډیو ته وویل، حکومت دې ورته د تورخم پر وره د اوښتو اجازه ورکړي.
په لواړګي کې ایسار افغان نعیم نقیب وايي، ورسره ښځې دي، "ناروغان دي. په جومات کې دېره یو. شاوخوا ۴،۰۰۰ کسان یو. د لنډيکوتل خلکو راته د خوراک بندوبست کړی، خو تر کومې به دې خلکو ته خواړه رسوي؟"
بل افغان وګړی وزیر افغان وايي، ورته ویل شوي ول چې پوله به پرانیستل شي خو دا کار تر اوسه نه دی شوی.
د پاکستان حکومت د کورونا وایرس مخنیوي لپاره په فبرورۍ کې د چمن او د مارچ په نیمايي کې یې د تورخم ور وتاړه.
شاوخوا ۴،۰۰۰ کسان یو. د لنډيکوتل خلکو راته د خوراک بندوبست کړی، خو تر کومې به دې خلکو ته خواړه رسوي؟نعیم نقیب
له هغه وخت راهیسې یو ځل د تورخم ور د درو ورځو لپاره پرانیستل شوی وو خو حکومت بیا بند کړ او اوسمهال یوازې ورباندې سوداګري کېږي.
محمد جان وايي، دې حالت یې "ماشومان او مېرمنې" له خورا زیات "مشکل سره مخامخ کړي دي."
د ده په خبره، په "پیشلمي او روژه ماتي کې ډېر مشکل لرو. موږ تورخم ته ورشو" خو حکومتي کارکوونکي "مو ستانه کړي، ډېر ستړي یو."
د خیبر انتظامیه وايي، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت ورته امر کړی چې یوازې د شنبې یا خالي پر ورځ د تورخم ور د افغان وګړو، افغانستان ته د اوښتو لپاره پرانیزي.
انتظامیه وايي، دا ور به د اوونۍ پېنځه ورځې د مالونو وړلو لپاره پرانیزي.
یوه انتظامي چارواکي د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، په لواړګي کې د ایسارو افغان وګړو ستنولو لپاره یې مشورې پیل کړې دي.