لواړګي کې ۲۳ کسان په ډېنګي تبه اخته شوي

ډینګي وایرس د خاصو ماشو له چیچلو خپرېږي ـ انځور له ارشيفه

د خیبر ضلعې په لواړګي کې د ډېنګي وایرس خپور شوی او د ښار په ځینو برخو کې یې ۲۳ کسان وړجن کړي دي.

په خیبر کې د روغتیا ادارې یوه ډاکټر ایوب اپرېدی د جولای پر ۲۵مه مشال رېډیو ته وویل چې د لنډي کوتل (لواړګي) وليخېل مته خېلو او ځينې نورو لیرې پرتو سیمو ته یې خپل ټيمونه استولي او د ځايي اوسېدونکو ټېسټونه کوي. "د لنډی کوتل په یو شمېر کلیو کې مو د ماشو ضد [دوا پاشلې] او نور ګامونه مو هم پورته کړي چې د ناروغۍ مخه ونیسو. تر ۶۰ زياتو کسانو ټېسټونه مو وکړل چې پکې د ۲۳ کسانو ټېسټونه مثبت دي نو ترې اندازه لګي" چې د ډېنګي وایرس د خپرېدو په حال کې دی.

ډېنګي هېمرجېک تبه وایرسي ناروغي ده او دا وایرس د یوه خاص ماشي له چیچلو خپرېږي. روغتیاپالان وايي، د ډېنګي وایرس ماشی په پاکو او رڼو اوبو کې اوسي او هګۍ اچوي نو ځکه باید د څښلو اوبو ټول لوښي سرپوښ ولري.

که یو کس په ډېنګي وایرس وړجن شي نو تبه یې نیسي او سر درد لري خو که په روغتون کې بستر نه شي نو بیا یې په وجود کې دننه هېمرېج (د رګونو د پرې کېدو له وجې د وینې بهېدل) کېدای شي چې ناروغ تر مرګه رسولای شي.

د ډېنګي تبه بشپړه درملنه نه لري خو ډاکتران په روغتون کې مریض ته دواګانې ورکوي او هڅه کوي چې د وجود دفاعي نظام یې پیاوړی وساتي چې د وایرس پر ضد په ښه ډول وجنګېدای شي.

ډاکټر اپرېدی زياتوي چې د لواړګي روغتون کې يې د ډېنګي ناروغانو لپاره جلا څانګه پرانیستې او چې هر څوک تبه لري، هلته دې ورشي چې تر تشخیص وروسته یې علاج وکړي.

د سیمې اوسېدونکي ګیله من دي چې انتظامیې پر وخت د ماشو ضد دوا و نه پاشله چې له وجې یې اوس ناروغي د خپرېدو په حال کې ده.

مدني فعال معروف شاه اپرېدي د جولای پر ۲۵مه مشال راډيو ته وويل، د خیبر ضلعې انتظامیې تر اوسه د لواړګي اغېزمنو کلیو ته پشه خانې یا مچر دانۍ هم نه دي استولي. خو چارواکي د ناروغۍ د کنټرول او ټولو اړینو اقداماتو ډاډ ورکوي.

په خیبر کې د وبایي مرضونو د کنټرول پروګرام اداره وايي، په ۲۰۲۰ز کال کې هم په هغه سیمه کې د ډېنګي ناروغۍ څه باندې ۸۰۰ پېښې ثبت شوې وې. ​