په میانمار کې خبري سازمانونه وايي، د مارچ پر ۱۲مه د هېواد په تر ټولو لوی ښار ینګون او نورو یو شمېر ښارونو کې مظاهره کوونکي لارو کوڅو ته وروتلي ول.
تر دې یوه ورځ مخکې د بشري حقونو یوه سازمان تور پورې کړ چې امنیتي ځواکونو د مظاهرو پر مهال ۱۲ کسان وژلي دي.
د امریکا په ګډون د نړۍ یو شمېر هېوادونو او ملګرو ملتونو د حکومت د بحالۍ ټینګار کړی خو پوځ وايي، د هېواد چارې په خپلو لاسونو کې ساتي.
په میانمار کې څه پېښ شول؟
میانمار چې د برما په نوم هم یادېږي، پوځ یې د فبرورۍ پر لومړۍ نېټې کودتا وکړه او جمهوري حکومت یې ړنګ کړ.
پوځ د جمهوریت لپاره د ملي ګوند منتخبه مشره انګ سان سوچي له دندې ګوښه کړه او هغه یې سره د لسګونه نورو منتخبو سیاستوالانو او سلګونه فعالانو ګرفتاره کړه.
له هغه وخت راهیسې د هېواد په ګڼو ښارونو کې مظاهرې روانې دي.
انګ سان سوچي څوک ده؟
د میانمار ملکي منتخبې مشرې انګ سان سوچي له ۱۹۸۹ز کال څخه تر ۲۰۱۰ پورې شاوخوا ۱۵ کاله په زندان او نظربندۍ کې تېر کړي.
په ۱۹۹۱ز کال کې نوموړې ته د جمهوریت لپاره د مبارزې په بدل کې د سولې نوبېل انعام هم ورکړل شو.
سوچي د میانمار د خپلواکۍ د مبارز جنرال انګ سین لور ده.
نوموړې چې په ۲۰۱۵ز کال کې یو ځل بیا سیاسي ډګر ته ورودانګل نو د هېواد په لومړنیو ازادو او رڼو انتخاباتو کې یې بری ترلاسه کړ.
خو په تېرو کلونو کې چې په هېواد کې د روهېنجا مسلمانانو پر وړاندې د تاوتریخوالي پېښې وشوې او لکونه یې کډوالۍ ته اړ شول نو پر نړیوال کچ د سوچي شخصیت هم لانجمن شو.
په برما کې د بودا دین منونکي په اکثریت کې دي او د سوچي پلویان دي.
تازه پرمختګونه
د مارچ پر ۱۲مې د سوچي وکیل پر نوموړې د رشوت تازه لګېدلي تورونه رد کړل.
د پوځي مشرتابه ویاند برېګېډییر جنرال زاو مېن تون د مارچ پر ۱۱مه وویل چې سوچي د واکمنۍ پر مهال په ناقانونه توګه شپږ لکه امریکايي ډالر او سره زر ترلاسه کړي.
نوموړي وویل، دا تور د ینګون پخواني اعلا وزیر فیو مېن تیېن پورې کړی.
پر ۷۵ کلنې سوچي د درغلۍ دا تورونه ښيي چې هغه له سختې سزا سره مخامخېدای شي ځکه چې اوسمهال پر هغې څلور نسبتاً واړه تورونه لګېدلي دي چې پکې په ناقانونه توګه شپږ مخابرې درامدول او د کورونا وایرس مخنیوي محدودیتونو سرغړونه شامل دي.
د پوځي واکمنانو ویاند مېن تون زیاته کړه چې د درغلۍ ضد کمېټي پر سوچي د پورې شویو تورونو پلټنې کوي.
په عین وخت کې په میانمار کې د بشري حقونو په اړه د ملګرو ملتونو ځانګړي پلټونکي ویلي دي چې د هغه هېواد پوځي مشرتابه له څه د پاسه یوې میاشت راهیسې لږ تر لږه ۷۰ کسان وژلي دي.
تامس اینډروز د مارچ پر ۱۱مه په جینیوا کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا انلاین غونډې ته په وینا کې وویل چې پوځي واکمنانو خلک وژلي، ځورولي او تشدد یې ورباندې کړی.
"وژل شوي پلرونه ول، زامن ول، میندې وې، لوڼه وې او مړونه ول. هغوی ښوونکي ول، انجینران ول، زده کوونکي ول. په هغوی کې د هر عمر کسان شامل ول خو تر نیمايي زیات یې له ۲۵ کلونو کم عمر لرونکي ځوانان ول."
د انډروز په وینا، دا ډول کړنې ښايي د بشریت ضد جنایت په زمره کې راشي.
اینډروز وویل، د فبرورۍ پر لومړۍ له کودتا راهیسې په میانمار کې تر ۲،۰۰۰ زیات کسان ناقانونه ګرفتار شوي او د مظاهره کوونکو پر وړاندې تاوتریخوالي په زیاتېدو دی.
ده زیاته کړه، "میانمار د وژونکي او ناقانانونه رژیم تر واک لاندې دی."
په غونډه کې امریکا پر ټولو هېوادونو غږ وکړ چې د برما پر پوځ فشار راوړي چې پر سوله ییزو احتجاج کوونکو له زور کارولو لاس واخلي او جمهوري منتخب حکومت بحال کړي.
روسیې او چین البته د جوړجاړي پر لوري د اقداماتو غږ وکړ او دا یې هم وویل چې د هېوادونو په کورنیو چارو کې د نه مداخلې اصل باید پر ځای وساتل شي.
دا دواړه هېوادونه د میانمار له پوځ سره نېږدې اړیکي پالي.
دا هم ولولئ:
میانمار: د پوځي کودتا ضد پینځه مظاهرچیان وژل شويپه میانمار کې ۳۸ مظاهره کوونکي وژل شويمیانمار کې د کودتا پروړاندې لاریونونه دوام لريامریکا د میانمار پر کودتا کوونکو بندیزونو اعلان کړلاحتجاج کوونکي څه غواړي؟
نړیوالې رسنۍ وايي، د میانمار دننه او له هېواده بهر لکونه خلکو د جمهوریت د بحالۍ او د ملک دننه د ټولو وګړو د مساوات لپاره مظاهرو ته دوام ورکړی.
د مارچ پر اوومه د برما ګڼ بهرمېشتي وګړي د تایلینډ په پلازمېنه بینګکاک کې د ملګرو ملتونو دفتر مخې ته ورغونډ شوي ول او د جمهوریت بحالۍ لپاره یې مظاهره وکړه.
یوه میانماري وګړي دیپ رویټرز اژانس ته وویل، مظاهره کوونکي له ملګرو ملتونو غواړي چې له خپل واکه په ګټې اخیستو په برما کې مداخله وکړي:
"موږ یوازې جمهوریت غواړو. ډېموکراسي هغه څه دي چې موږ یې اوس اړتیا لرو. موږ ورته ځکه ضرورت لرو چې خلک مري. [ملګري ملتونه] باید زموږ مرسته وکړي او زموږ غږ واوري. زما خلک مري، زموږ خلک وژل کېږي. [ملګري ملتونه] دې زموږ لپاره غږ پورته کړي او زموږ ملاتړ دې وکړي."
د برما په مظاهره کوونکو کې یې لوی شمېر د ځوانانو او زده کوونکو دی چې وايي، په هېواد کې د اقلیتونو په ګډون ټولو ته د مساوات غوښتونکي هم دي.
د هغه هېواد یو وګړي د نوم نه ښودو په شرط د جنوبي کوریا اریرنګ ټېلېوېژن ته وویل چې د جمهوریت تر بریا پورې کور ته نه ستنېږي:
"ما مې مور ته وویل، مورې نه غواړم چې مبارزه پرېږدم ځکه چې ټول له کورونو بهر وتلي او په احتجاج سر دي. زه غواړم چې خپل جدوجهد ته دوام ورکړم، زه تر هغو مبارزې ته دوام ورکوم چې موږ بریالي شو او امریت ختم شي."
په میانمار کې د جمهوریت د بحالۍ لپاره دا ډول احتجاجي مظاهرې او غورځنګونه نوي نه دي.
همداراز په هغه هېواد کې پوځي کودتاګانې هم پخوانی تاریخ لري.
د میانمار سیاسي تاریخ
میانمار په ۱۹۴۸ز کال کې له برتانیې خپلواکي ترلاسه کړه.
په ۱۹۵۱ز، ۱۹۵۶ او ۱۹۶۰ز کلونو کې په هغه هېواد کې انتخابات وشول چې پکې یو شمېر ګوندونو برخه واخیسته.
خو په ۱۹۶۲ز کال کې پوځ کودتا وکړه او له هغه وخت راهیسې یې د هېواد پر چارو خپل کنټرول ته دوام ورکړی.
د امریکا نیشنل پبلېک راډیو په وینا، برما د طبیعي زېرمو له پلوه شتمن هېواد دی خو اقتصاد یې تر لومړۍ کودتا وروسته تر اوږدې مودې خراب وو.
د ۱۹۸۸ز کال د اګست پر اتمه د پوځي واکمنۍ پر ضد او د جمهوریت په پلوۍ پاڅون پیل شو چې رژیم د ځواک په کارولو مات کړ.
په ۲۰۰۸ز کال کې د اییني بدلون لپاره ټولپوښتنه وشوه او په ۲۰۱۱ز کال کې په برما کې جمهوري نظام بحال شو.