سرچینې: پاکستان د ټي ټي پي دوه مهم قوماندانان افغان طالبانو ته سپارلي

سرچینو ویلي چې مسلم خان او محمود خان د پاکستان پوځ له زندانه افغانستان ته انتقال شوي او هلته یې طالب چارواکو ته سپارلي - پخوانی انځور.

د پاکستان حکومت د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ډلې دوه مهم قوماندانان په دې موخه په افغانستان کې طالب چارواکو ته سپارلي چې که له هغې ناقانونه ډلې سره یې د سولې خبرې بریالۍ شي، نو هغوی به خوشې شي.

له دې پرمختګونو باخبره سرچینو مشال راډیو ته ویلي دي چې اسلام اباد مسلم خان او محمود خان په افغانستان کې د طالبانو حکومت ته سپاري.

دواړه قوماندانان د ملا فضل الله په مشرۍ د سوات د طالبانو لوړپوړي مشران ول چې په ۲۰۰۹ز کال کې په هغه سیمه کې د پاکستان پوځي عملیاتو پرمهال نیول شوي ول.

مسلم خان هغه مهال د طالبانو د تحریک ویاند وو چې په ۲۰۱۶ز کال کې ورته یوه پوځي عدالت د مرګ او محمود خان ته یې د ۲۰ کلونو د بند سزاګانې واورولې. پر دواړو قوماندانانو د بې ګناه وګړو د وژنو او د تاوان لپاره د خلکو تښتونو تورونه ول.

سرچینو د موضوع د حساسیت له وجې د نوم نه ښوولو په شرط مشال راډيو ته وویل چې اوسمهال د پاکستان پوځ یو پلاوی په کابل کې دی او هلته د طالب چارواکو په منځګړتوب د تحریک طالبان پاکستان له مشرانو سره خبرې کوي چې یوه جوړجاړي ته ورسېږي او اوربند او سوله اعلان کړي.

خو د پاکستان حکومت او پوځ پر دې موضوع لا څه نه دي ویلي.

ملا فضل الله (په منځ کې) په ۲۰۰۸ز کال کې د سوات یوشمېر سیمې نیولې وې - پخوانی انځور.

د دوو قوماندانانو د خوشې کولو خبره پر داسې مهال کېږي چې په اپرېل کې د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (ای اېس پي ار) مشر مېجر جنرال بابر افتخار ویلي ول چې د تحریک طالبان پاکستان پرضد یې عملیات پراخ کړي دي او ورسره یې خبرې درولې دي.

اسلام اباد او ټي ټي پي د سولې د خبرو پرمهال د باور جوړونې په موخه په لومړي ځل د ۲۰۲۱ز کال د نومبر پر نهمه یو میاشتنی اوربند وکړ چې وروسته هغې وسله والې ډلې یې له غځولو انکار وکړ او په شمالي او جنوبي وزیرستانونو کې یې حملې زیاتې کړې.

د پاکستان پوځ په ۲۰۰۹ز کال کې د ملا فضل الله، مسلم خان او محمود خان په ګډون د طالبانو یوشمېر مشرانو پر سرونو انعامونه اعلان کړي ول - پخوانی انځور.

د پاکستان پوځ د ۲۰۲۲ز کال په جنورۍ کې یوه قبایلي جرګه افغانستان ته واستوله چې هلته یې په خوست او کابل کې له تحریک طالبان پاکستان سره خبرې وکړې. ټي ټي پي هغه مهال له جرګې څخه د نورو ترڅنګ د ۱۰۲ طالب زندانیانو د خوشې کولو غوښتنه کړې وه. د تحریک طالبان پاکستان په نوملړ کې د مسلم خان او محمود خان نومونه هم شامل ول.

تر هغې وروسته د پاکستان پوځ په بېلابېلو وختونو کې د طالبانو یوشمېر زندانیان خوشې کړل خو د مسلم خان او محمود خان د نه خوشې کېدو له وجې تحریک طالبان پاکستان سولې ته چمتووالی و نه ښود.

سرچینې وايي، د مې پر پینځمه هغه دواړه مشران له پوځي بنديخانې څخه لېږدول شوي او په افغانستان کې د حقاني شبکې مشرانو ته سپارل شوي دي. د طالبانو حقاني شبکه امریکا ترهګره ګرځولې او ویل کېږي چې هغه ډله د پاکستان له پوځ سره اړیکي لري. خو اسلام اباد دا تور په بیا بیا رد کړی دی.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال په جون کې په شمالي وزیرستان کې عملیات پیل کړل چې له وجې یې طالبانو سیمه پرېښوده او په غرونو کې یې پناه واخیسته - پخوانی انځور.

سرچینې وايي، د مې پر نهمه نېټه د پاکستان د پوځ یو پلاوی کابل ته ورسېد او هلته یې د ټي ټي پي له مشرانو سره ولیدل چې په نتیجه کې یې هغې وسله والې ډلې د کوچني اختر په مناسبت خپل ۱۰ ورځنی اوربند د مې تر ۱۵مې نېټې پورې وغځاوه.

سرچینې وايي، که د پاکستان پوځ او تحریک طالبان پاکستان ترمینځ د سولې موافقه کېږي نو ټاکل شوې چې د ټولو قبایلي ضلعو پر کچ به یوه جرګه جوړېږي چې د هغې وسله والې ډلې له مشرانو سره به ګوري او بیا به د سولې معاهده اعلانوي.

د پاکستان حکومت په تېرو وختونو کې هم له تحریک طالبان پاکستان سره د سولې یوشمېر موافقې کړې وې چې ناکامه شوې او د هرې لوظنامې تر ماتېدو وروسته تاوتریخوالی لا زیات شو چې پکې د دواړو خواوو ترڅنګ ولسي وګړو ته هم لوی ځاني او مالي زیان ورسېد.

مشال راډیو له طالبانو سره د خبرو او د هغوی د دوو مهمو بندیانو خوشې کولو په اړه د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو له دفتر (ای اېس پي ار) سره رابطه وکړه او ورته یې برېښلیک (ايمېل) واستاوه خو د دې خبر تر خپرېدو پورې یې ځواب ترلاسه نه کړ. له دې پرته موږ د پاکستان د بهرنیو چارو له ریاستي وزیرې حنا رباني کر سره هم د رابطې هڅې وکړه خو ورسره په خبرو و نه توانېدو.

پر دې موضوع نور معلومات له لاندینیو لیکنو ترلاسه کړئ

فاټا قامي جرګې له حکومت او وسله والو څخه د اوربند غوښتنه کړېله تحریک طالبان پاکستان سره د سولې خبرې به بریالۍ شي؟سرچینه: افغانستان ته پټ تللي پاکستاني پلاوي له کالعدم تحریک طالبان سره خبرې کړېد پاکستان پوځ "ټي ټي‌پي سره د خبرو لپاره د مسيدو يوه جرګه" لېږلې

د تحریک طالبان پاکستان پر پخواني ویاند مسلم خان د ۳۱ کسانو د وژنې تور وو. محمود خان هم په سوات کې د هغې ډلې یو مهم مشر وو چې ورباندې د نورو ترڅنګ د دوو چینايي انجینرانو د تښتونې تورونه هم ول.

د وسله والو طالبانو پخواني مشر ملا فضل الله په ۲۰۰۸ز او ۲۰۰۹ز کال کې د سوات یوشمېر سیمې نیولې وې چې پر ضد یې پوځ د ۲۰۰۹ز کال په مې کې د راه راست په نوم عملیات پیل کړل.

د عملیاتو له وجې ګڼ طالب مشران له سواته ووتل، ځینې یې ونیول شول او یوشمېر یې ووژل شول.

د پاکستان پوځ د ۲۰۱۴ز کال په نیمايي کې په شمالي وزیرستان کې د ضرب عضب په نوم عملیات وکړل او د تحریک طالبان پاکستان وسله وال یې په شا وتمبول. د هغو عملیاتو له وجې هم طالب وسله وال د ډېورنډ له کرښې هغې خوا ته واوښتل او د افغانستان په غرییزو سیمو کې یې پناه واخیسته.

د پاکستان پوځ تر عملیاتو وروسته وویل چې د هغې ډلې ملا یې ماته کړې او تر څه وخته داسې انګېرل کېدل چې ګواکې واقعي هغه ډله ماته شوې، خو وسله والو طالبانو په تېرو درو کلونو کې بیا فعالیتونه پیل کړل.

د ۲۰۲۱ز کال د اګست په نیمايي کې چې د افغانستان طالبانو کابل ونیوه نو په قبایلي سیمو کې هم د تحریک طالبان پاکستان فعالیتونه زیات شول.