احمد الله د مشال راډیو خبریال دی چې د پاکستان او افغانستان لپاره پر بېلابېلو موضوعاتو رپورټونه جوړوي.
د پاکستان پنجاب صوبې مرکز لاهور کې له داتا دربار سره جوخت د ځانګړي امنیتي ځواک ایلیټ فورس پر موټر ځانمرګي بريد اته تنه وژلي او ۲۵ نور يې ټپيان کړي دي.
د پاکستان پخوانی وزيراعظم او د مسلم ليګ ن رهبر نواز شريف به د شپږو اونيو له ضمانته پس د مې پر اوومه نېټه ماسخوتن مهال د لاهور په کوټ لکپت زندان کې ځان پوليسو ته وسپاري.
په پاکستان کې د اپوزيشن ګوندونه، د تېلو د بیې د لوړوالي له وجې پر حکومت سختې نیوکې کوي او وايي حکومت ولس ته روژې تحفه د لا نورې ګرانۍ په شکل کې ورکړه.
د مسلم ليګ ن د خېبر پښتونخوا صدر امير مقام وايي وزيراعظم عمران خان خو چې په اوله ورځ چين ته ورسيدو نو له هرکلي يې اندازه وشوه
عمران خان د چين وزيراعظم سره هم ملاقات وکړ او دواړو په پاکستان کې د اورګاډي پټلۍ غځولو يو تړون یې لاسليک کړ.
د پاکستان وزیراعظم عمران خان وايي په “ یوه کړه یوه لاره پروژه “ کې شامل هیوادونه دې له یو بل سره تجارت ازاد کړي.
په دې سفر کې عمران خان له چینايي ولسمشر شي جېن پېنګ سره ویني او په یوه نړیواله غونډه کې هم ګډون کوي.
د پاکستان طبعي ناروینونو سمبالولو ملي اداره (اېن ډي اېم اې) وايي، په ټول هېواد ملک کې د باررانونو او سېلابونو له امله نهه ديرش کسان وژل شوي او د سلو زيات ټپيان دي.
د پاکستان د بشري حقونو کمېشن په خپل یو راپور کې ويلي دي د ۲۰۱۴م کال راهیسې په پاکستان کې لږ تر لږه ۵۰۰ کسانو ته پهانسي ورکړل شوې ده او په ۲۰۱۸م کال کې ۱۴ کسانو ته پهانسي ورکړل شوې.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شا محمود قرېشي وايي، د امريکا او افغان طالبانو ترمينځ د قطر په سرښار دوحه کې د مذاکراتو راتلونکی پړاو ډېر زر کېدونکی دی او دوی هيلمن دي چې د دې ناستو به ګټورې نتيجې راووځي.
د اپریل پر۱۰مه په ماسخوتن مولانا فضل الرحمن په اسلام اباد کې د پخواني صدر او د پيپلز ګوند شريک چیرمېن اصف علي زرداري سره وليدل او ورسره يې د هېواد په موجوده سياسي حالاتو خبرې وکړې.
د احتساب قامي ادارې نېب چارواکو په پنجاب اسمبلۍ کې اپوزيشن ليډر حمزه شهباز د ګرفتاري لپاره د اپریل پر پنځمه په لاهور کې د هغه په کور چاپه ووهله خو نوموړي يې ګرفتاره نه کړې شو.
د مارچ پر۲۰مه مازيګر په اسلام اباد کې خبري غونډې ته بلاول بوټو زرداري وويل د ناقانونه ګرځولې شویو تنظيمونو پرضد به هر وخت خپل اواز پورته کوي او له حکومته غوښتنه کوي چې د یادو تنظيمونو پرضد دې کاروايي وکړي.
د پاکستان پيپلز ګوند چیرمین بلاول بوټو زرداري وايي، دا يې د ګوند تېروتنه وه چې په خپل دور حکومت کې يې د نېب په تور قانون کې څه بدلون ونه کړل خو په راتلونکې کې به له ايينه د هر پوځي امر لخوا شامل کړل شوی تور قانون وباسي.
په پاکستان کې په ملکي کچه نن دوشنبه د کرايسټ چرچ د وروستۍ خونړۍ پېښې په ياد ویر دی او په ټول ملک کې ملکي جنډۍ نيمه ځوړنده ده.
د مارچ پر ۱۴مه په اسلام اباد کې د انلاين ويزو د نظام پرانستې په غونډه کې وزير اعظم عمران خان وويل، پاکستان یو پرامنه او مستحکم هېواد دی او خپلې دروازې يې د نړۍ لپاره خلاصې کړې.
د ارمان لوڼي یوه نېږدې ملګري او پي ټي اېم فعال محب شیراز په خپله وینا کې ارمان لوڼی د "لر او بر افغان شهید" وباله.
د پاکستان پپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري وايي، ناقاقونه ګرځول شوې ډلې باید په قامي بهیر کې شاملې نه شي.
د بلوچستان په دوکۍ کې د امن جرګې کیمپ جوړ شوی چې موخه یې د خلکو ترمنځ د بدیو او لانجو هوارول دي. دلبر خان ناصر د دې جرګې مشر دی او وايي، په تېرو دوو میاشتو کې یې له بېلا بېلو مشرانو سره رابطې کړې دي او ژر به د خلکو د شخړو او لانجو هواري لپاره جرګې پیل کړي. له نوموړي سره ویډیويي مرکه وګورئ.
د پاکستان ملکي چلند ادارې په خپله خپره کړې اعلامیه کې کښلي چې کورنۍ او نړیوالې الوتنې به کراچۍ، اسلام اباد، پېښور او کوټې ته تګ راتګ کولای شي.
نور وښیئ