د لاسرسي ځای

تازه خبر

عمران خان “ یوې کړۍ یوې لارې” غونډې ته پنځه وړاندیزونه کړي


عمران خان غونډې ته د وینا پر مهال
عمران خان غونډې ته د وینا پر مهال

پراګ: د پاکستان وزیراعظم عمران خان وايي په “ یوه کړه یوه لاره پروژه “ کې شامل هیوادونه دې له یو بل سره تجارت ازاد کړي.

عمران خان دا خبره د اپرېل پر ۲۶مه د چین په پلازمېنه بیجیګ کې د یوې کړۍ یوې لارې – ون بیلټ ون روډ - په نامه غونډه کې د ګډون پرمهال کړې ده.

نوموړي دې غونډې ته پنځه وړاندیزونه ورکړي دي چې په هغوي کې د ونو بوټو لګولو سره د ماحولياتي بدلونو اثرات کمول، سېلګرۍ ته وده ورکول، د درغلیو خلاف په ګډه مبارزه کول، د غربت خاتمې لپاره کار کول او د خپلمنځي تجارت ازادول شامل دي.

وزیراعظم عمران خان غونډې ته د وینا پرمهال وویل ، “ پاکستان او چين د سيپېک دويم پړاو ته روان دي چې پکې به اقتصادي زونونه جوړېږي او له دې سره د ېوې کړۍ ېوې لارې پروژو له کبله په په پاکستان کې د توانايۍ په بحران کې کمی راغلی او د چين په مرسته ګوادر بندرګاه په تيزۍ سره د نړۍ یو لوی تجارتي مرکز جوړيدونکی دی.”

عمران خان وویل سېلګرۍ ته له ودې ورکولو سره د ولسونو ترمينځ رابطې زياتېدای شي او د یو بل له کلتوره په ښه توګه خبرېدای شي.

نوموړي وویل، “ موږ له د درغلۍ مخنيوي لپاره ېو ځانګړی مرکز جوړول پکار دی او د غربت خاتمې لپاره دې ټول هيوادونه په ګډه یو فنډ جوړ کړي.”

عمران خان د هیوادونو ترمنځ د تجارت په اړه وویل چېدوي باید له یو بل سره تجارت ازاد کړي او په نجي څانګه کې دې د سرمایه کارانو حوصله افزايي وکړي.

په اسلام اباد کې د نړيوال اسلامي پوهنتون د نړيوالو اړيکو استاد ډاکټر منظور اپرېدی وايي - ون بيلټ ون روډ - پروژه کې شامل هیوادونه که د عمران خان پر دې تجويزونو عمل وکړي نو ټولو ته یې ډېره ګټه رسېدای شي.

عمران خان په څلور ورځني رسمي سفر چین ته تللی دی. دا چین ته د هغه دویم سفر دی. لومړی هغه د ۲۰۱۸م کال په نومبر میاشت کې تللی وو.

ټاکل شوې ده چې نوموړی به په دې سفر کې د چین د ولسمشر ژي جینګ پینګ په ګډون د یو شمېر هیوادونو له مشرانو او نړیوالو سازمانونو او ادارو له مشرتابه سره هم وګوري. له عمران خان سره په دې سفر کې د وزیرانو یو پلاوی هم ملګری دی.

XS
SM
MD
LG