د پاکستان پيپلز ګوند چیرمین بلاول بوټو زرداري وايي، دا يې د ګوند تېروتنه وه چې په خپل دور حکومت کې يې د نېب په تور قانون کې څه بدلون ونه کړل خو په راتلونکې کې به له ايينه د هر پوځي امر لخوا شامل کړل شوی تور قانون وباسي.
نوموړي دا خبرې د مارچ پر ۲۰ مه په اسلام اباد کې د احتساب قامي ادارې نېب ته د وړاندې کيدلو وروسته کارکنانو ته په خپلې وينا کې وکړې.
د پاکستاني مطبوعاتو ترمخه اصف زرداري او بلاول بوټو زرداري د پلټنو لپاره نېب ۱۶ کسيزه ډله جوړه کړې وه او د یادې ادارې په ودانۍ کې ترې پلټنې وکړې.
د اصف علي زرداري د نېب ۱۱کسېزه ټيم د جعلي اکاونټونو له لارې ناقانونه پېسې د هېواد بهر لېږدولو او بلاول بوټو زرداري د نېب پنځه کسيزه ټيم د پارک لېن کمپنۍ لخوا اخستې شوې قرضې متعلق پښتنې وکړې.
بلخوا د نېب لخوا جاري کړل شوي خبرپاڼه کې ويل شوي چې د بلاول بوټو زرداري او اصف علي زرداري د نېب ګډ پلټنيز ټيم شاوخوا درې مقدمو متعلق پښتنې وکړې او ورته يې په ليکلې بڼه یوه سوالنامه ورکړه چې ورته په ۱۰ ورځو کې دننه د جواب جمع کولو ويلې شوي دي.
د پلټنو وررسته د نېب ودانۍ بهر کارکنانو ته خپلې وينا کې بلاول بوټو زرداري وويل:
"نن چې په کوم کېس کې نېب رابللې دې نو د هغې کمپنۍ شيرز هولډر دا یو کلن نه وو چې جوړ کړل شوی وو نو نېب يې احتساب د یو کلنې پیل کوي."
نوموړي وویل، دا پلتنې ترې ځکه کېږي چې دوی په قامي اسمبلۍ کې کله وينا وکړل نو د ګډې پلټنيزې ډلې، نېب او یا د بلې کومې ادارې لخوا ورته نوټس ورکړل شي خو دوی د داسې ګامونو یريدونکي نه دي او د ناقانونه تنظيمونو پرضد به خپل اواز پورته کوي او دا غوښتنه به يې وي چې هغه حکومتي وزيران چې د ناقانونه تنظيمونو په مرسته يې انتخابات ګټلي.
د پيپلز ګوند مشرولۍ نېب ته وړاندې کيدو پر مهال د یاد ګوند په یو شمير کې کارکنان هم په اسلام اباد کې راجمع شوي ول او د خپل ګوند په حق او د نېب پرضد يې نعرې ووهلې.
بلخوا انتظاميې امنېتي انتظامات په کولو سره د نېب هېډکوارټر ته تلونکې ټولې لارې تړلې وې خو د پيپلز ګوند کارکنانو په نادرا چوک کې له پوليسو سره نښتې وروسته نېب ودانۍ مخې ته رسيدلو کې کاميابه شول.
د پيپلز ګوند د پنجاب صدر قمر زمان کايره مطبوعاتو ته وويل پوليسو يې تر ۲۰۰ زيات کارکنان نيولي دي او ۵۰ يې لادرکه کړي دي نو غوښتنه کوي چې فورا دې ټول کارکنان خوشې کړي.
خو د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير فواد چودري د مارچ پر ۱۹مه خبري غونډې ته وويل د پيپلز ګوند کارکنانو په پوليسو حمله وکړه چې پکې څلور اهلکاران ژوبل شول خو دې باوجود د اسلام اباد پوليسو ډېر د صبر کار واخستو نو هيله لري چې پيپلز ګوند به په خپله دې رویه د قام او اسلام اباد پوليسو معافي وغواړي.